د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځانګړی رپورټ: ایا پښتنون مېشتې سيمې بیا د وسله والۍ دور ته ستنېږي؟


له کیڼې خوا لومړی ناست کس د تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي مسید دی. پخوانۍ انځور

د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستان حکومت او ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمینځ مذاکراتي هلې ځلې ګړندۍ شوې دي.

د دواړو خواوو ترمینځ د مذاکراتو لومړی پړاو د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر په مياشت کې شوی وو چې په نتيجه کې يې طالبانو د نومبر پر نهمه نېټه ډز بندي اعلان کړه خو چې کله په خبرو کې پرمختګ و نه شو نو طالبانو د ډېسېمبر پر ۱۰مه د اوربند د نور نه غځولو اعلان وکړ.

طالبانو هغه مهال په بیان کې تور پورې کړی وو چې حکومت ورسره د دوی د ۱۲۰ بنديانو د خوشې کولو ژمنه پوره نه کړه. په خبرو کې ښکېل يو قبايلي مشر د نوم نه ظاهرولو په شرط مشال رېډيو ته ويلي ول چې حکومت ۱۲ طالب قيديان خوشې کړي دي.

خو د پاکستان د هغه وخت د کورنيو چارو وزیر شيخ رشيد احمد د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۲۲مه نېټه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال ويلی ول چې له طالبانو سره په خبرو کې ځکه پرمختګ و نه شو چې حکومت ته يې شرطونه د منلو نه وو. ده البته د شرطونو وضاحت و نه کړ.

د پاکستان ۵۳کسيزې جرګې د ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه د ناقانونه وسله والې دلې تحریک طالبان له مشرانو سره خبرې اترې وکړې.
د پاکستان ۵۳کسيزې جرګې د ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه د ناقانونه وسله والې دلې تحریک طالبان له مشرانو سره خبرې اترې وکړې.

خبرې کله او څنګه پيل شوې؟

د لومړي پړاو خبرې په داسې حال کې پیل شوې وې چې په قبايلي ضلعو کې په ۲۰۲۱ز کال کې پر امنیتي ځواکونو د تېرو کلونو پرتله بريدونه زیات شوي ول.

اسلام اباد کې د سولې د مطالعاتو مرکز (پاکستان انسټيټيوټ فار پيس سټډيز) په رپورټ کې ويلي ول چې په ۲۰۲۱ز کال کې په هغه هېواد کې ۲۰۷ ترهګرې حملې شوې وې چې د ۲۰۲۰ز کال په نسبت ۴۲ فیصده زیاتې دي.

په رپورټ کې راغلي ول چې په هغو کې ۸۷ حملې تحریک طالبان پاکستان کړې وې چې په ۲۰۲۰ز کال کې د هغې ډلې له کړیو بریدونو څخه ۸۴ فيصده زیاتې دي.

تحریک طالبان پاکستان هم ادعا کړې وه چې په ۲۰۲۱ز کال کې يې ۲۸۲ بريدونه کړي دي.

په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم په شویو پوځي عملیاتو کې د حکومت له ادعا سره سم، سيمه له وسله والو پاکه شوې وه او تر هغې وروسته په قبايلي ضلعو او د پاکستان په نورو برخو کې پر امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو بريدونه بیخي کم شوي ول.

خو په چارو نظر لرونکي وايي چې په ۲۰۲۱ز کال کې په بريدونو کې زیاتوالي حکومت او پوځ اندېښمن کړل او په ظاهره، همدا لامل دی چې د افغان طالبانو په منځګړتوب يې د دويم ځل لپاره په کابل کې له تحریک طالبان سره خبرې اترې پیل کړې.

په دې تړاو د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه له قبايلي مشرانو او حکومتي چارواکو څخه جوړه ۵۳ کسيزه جرګه کابل ته ولاړه او هلته يې د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره خبرې اترې وکړې.

پښتین: د حکومت او طالبانو ترمینځ د اوربند باوجود هدفي بریدونه کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:10 0:00

هم د دې خبرو اترو په نتیجه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمینځ د مې میاشتې يو میاشتنی اوربند تر نامعلومې مودې پورې وغځېد.

تر دې وروسته د جولای پر ۲۵مه نېټه د مولانا تقي عثماني په مشرۍ د پاکستان د ديني عالمانو ۱۷ کسيزه ډله کابل ته ولاړه او د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره يې وليدل.

په ډله کې شامل مولانا محمد طیب طاهري د اګست پر لومړۍ نېټه مشال رېډیو ته وويل چې د طالبانو له مشرانو سره يې اوږدې خبرې وشوې. "د ټولو خبرو خلاصه دا ده چې طالبانو وويل چې دوی پخوا د ځينو مجبوريو له کبله وسله اخيستې وه."

طاهري وايي چې طالبانو ورته وویل چې د جګړې پر مهال ورڅخه "د ناپوهۍ له امله ځینې غلطۍ هم شوې وې خو اوس موږ وسله نه رااخلو بلکې د مذاکراتو لار مو خپله کړې او که په دې کې راسره کمی زیاتی و هم شي بیا به هم مذاکرات کوو."

لانجمنه ستونزه څه ده؟

پاکستان ته د ديني عالمانو تر ستنېدو وروسته، د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار محمد علي سیف په مشرۍ ۱۲ کسيز پلاوی د جولای پر ۳۰مه کابل ته ولاړ او د اګست تر لومړۍ نېټې پورې يې د طالبانو له مشرانو سره خبرې اترې وکړې خو کومې حتمي نتيجې ته و نه رسېدل.

سيف د اګست پر څلورمه نېټه مشال رېډیو ته وويل چې مذاکرات به دوام لري. هغه زیاته کړه چې په خبرو اترو کې دا مهال مهم ټکی د طالبانو دا غوښتنه ده چې د قبايلي سيمو پخوانی انتظامي حیثیت دې بحال شي او له خيبر پښتونخوا سره دې شوی انضمام ختم شي.

د جنوبي وزیرستان بې کوره شوي خلک خپلو کلیو ته ستنېږي. د ۲۰۱۵ز کال د سېپټېمبر د لومړۍ نېټې انځور
د جنوبي وزیرستان بې کوره شوي خلک خپلو کلیو ته ستنېږي. د ۲۰۱۵ز کال د سېپټېمبر د لومړۍ نېټې انځور

د پاکستان پارلېمان په ۲۰۱۸ز کال کې په ايين کې په بدلون کولو پخوانۍ فاټا په خيبر پښتونخوا ګډه کړې وه. له تحریک طالبان پاکستان په خبرو اترو کې شامل يوه مشر د نوم نه ظاهرولو په شرط مشال رېډیو ته وويل چې د طالبانو ځينې نورې غوښتنې لکه د بنديانو خوشې کول، ړنګ شوي کورونه يې ورجوړول او په خپلو سيمو کې د اوسېدلو غوښتنې يا خو لږ څه پوره شوې يا بیا منل شوې دي.

د پاکستان زیاتره سياسي مشرانو د جولای پر شپږمه نېټه د پارلېمان د قامي سلامتۍ کمېټۍ په غونډه کې له ټي ټي پي سره د مذاکراتو رسمي منظوري ورکړه خو د قبايلي سيمو ځينې خلک، پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري غورځنګ پر خبرو اترو خپل تحفظات او اندېښې لري.

ځينې ډلې پر مذاکراتو څه تحفظات لري؟

تحریک طالبان پاکستان په ۲۰۰۷ز کال د بیت الله مسيد په مشرۍ په جنوبي وزیرستان کې جوړ شوی وو. د هغې وسله والې ډلې هدف په پاکستان کې د تشدد له لارې خپل "تشريح شوی شريعت نافذول" او پر حکومت فشار اچول ول چې د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد د جګړې له نړیوال اتحاد څخه وځي.

ټي ټي پي هغو موخو ته د رسېدو لپاره پر امنيتي ځواکونو بريدونه پیل کړل چې په نتيجه کې يې د پاکستان پوځ په وار وار د هغې ډلې پر ضد عملیات وکړل او ورسره هممهاله په قبايلي سيمو کې د القاعده پر مېشتو غړو او طالب مشرانو امريکايي ډرون بريدونه زیات شول.

خو له وخت تېرېدو سره تحریک طالبان لا پیاوړی کېده او فعاليتونه او تنظیمي جوړښت يې نورو قبايلي ضلعو او د خيبر پښتونخوا ځينو ښاري سیمو ته هم وغځېد.

د طالبانو او د پوځ ترمینځ جګړو کې زیات ځاني او مالي زیان د یادو سيمو ځايي اوسېدونکو ته ورسېد او په مېلیونونو کسان بې کوره شول چې پکې په زرګونو خلک ان تر اوسه په پاکستان او افغانستان کې د بې کورۍ ژوند تېروري.

د وسله والو ډلو حملې او پوځي عملیات چې کله لږ څه تم شول نو د ۲۰۱۸ز کال په پیل کې د منظور پښتين په مشرۍ د جنوبي وزیرستان د مسیدو ژغورنې غورځنګ په يو پراخ تحریک واوښت چې ورته یې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پشتون تحفظ موومېنټ یا پي ټي اېم) نوم ورکړ.

په غورځنګ کې د قبايلي سيمو، خيبر پښتونخوا، کراچۍ پښتنو او د بلوچستان پښتون مېشتو سيمو د یوشمېر ګوندونو او ډلو ګڼ سياسي او مدني فعالان شامل شول. غورځنګ په مظاهرو او جلسو کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې پر تګلاره او د پوځي عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته د رسېدلو ځاني او مالي زیانونو موضوع په شدت سره راپورته کړه او په دې تړاو يې له حکومت څخه د "ریښتيا معلومولو د کمېشن" جوړولو غوښتنه وکړه.

پي ټي اېم د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ پر روانو خبرو هم سخت تنقيد کوي.

منظور پښتين د اګست پر څلورمه له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال تور پورې کړ چې وسله وال وار له مخه قبايلی سيمو ته ستانه شوي دي. "د جنوبي او شمالي وزیرستان [وسله وال] ډېرو سيمو ته راغلي دي. که مذاکرات د دې لپاره وي چې دوی به بېرته راځي نو هغوی خو له مخه لا ډېرو سيمو ته راغلي دي."

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۶ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات په دې ادعا پای ته ورسول چې سيمه يې له وسله والو پاکه کړې ده. تر دې وروسته حکومت په پړاوونو کې د شمالي وزیرستان د بې کوره شویو خلکو کورونو ته د ستنولو بهير پیل کړ. خو په ۲۰۱۸ز کال هلته نامعلومه وسله والو يو ځل بیا د ځايي خلکو د وژنې پیل کړه چې دا لړۍ تر نن هم دوام لري.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان د اګست پر درېيمه مشال رېډيو ته وويل چې په روان ۲۰۲۲ز کال کې په ضلع کې ۶۳ تنه وژل شوي چې پکې ۲۵ هدفي وژنې دي. خو د مشال رېډیو له شمېرو سره سم، په شمالي وزیرستان کې سږ کال تراوسه پورې ۳۸ هدفي بريدونه شوي چې پکې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي دي.

له دې پرته په تېرو کلونو کې سوات، مومندو، باجوړ، کورمه، خیبر او جنوبي وزیرستان کې هم وسله والو په بریدونو کې لسګونه کسان وژلي دي. له هغو څخه یې د ځينو حملو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

هم دې ناامنيو ته په کتو، د ملي جمهوري غورځنګ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ وايي چې د پوځ مشرانو دوی ته د بریفنګ (معلومات) پر وخت دا خبره کړې وه چې په مذاکراتو کې يې "اساسي شرط" دا دی چې که وسله وال طالبان پاکستان ته ستنېږي نو "وسله به ږدي." خو د ده په ادعا، طالبان وار له مخه هلته "ورغلي او هدفي وژنې" کوي.

داوړ وايي، "شرطونه به تاسو (پوځ) هغه وخت ږدئ چې کله يو کار شوی نه وي خو اوس چې يو کار شوی دی او هغوی (طالبان) سره له وسلو بېرته راغلي دي، سيمه يې نيولې ده، هدفي وژنې روانې دي، په ښکاره ګشتونه کوي، نو په داسې حال کې خو بیا د شرطونه کيسه بیخي ختمه شي. له موږ سره په اصل کې هم دا وېره وه چې په ظاهره به دوی [د مذاکراتو] خبره کوي خو په حقيقت کې به کيسه له دې بيخې بدله وي او هم هغسې وشول."

د مذاکراتو پر مهال، د وسله والو طالبانو خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو ته د ستنېدو دا ادعا د عوامي نیشنل ګوند د خيبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان د جولای پر ۲۵مه نېټه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې ته هم کړې وه.

قبايلي ضلعو کې د هدفي وژنو ضد ولسي احتجاجونه نتيجه ولې نه ورکوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:27 0:00

نوموړي ويلي ول چې وسله وال په سوات، شانګله، بونېر، صوابۍ او پېښور کې له خلکو "قلنګونه" اخلي. هغه دا تور هم پورې کړی وو چې "د صوبې وزیراعلا محمود خان، درې صوبايي وزیران، د تحریک انصاف يو مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی سپيکر اسد قيصر هم په مبینه توګه وسله والو ته قلنګونه ورکوي" خو هغه د دې دعوې په ملاتړ ثبوتونه وړاندې نه کړل.

حکومتي دریځ

د اعلاوزیر سلاکار بیرسټر محمد علي سیف د اګست پر څلورمه له مشال رېډيو سره په خبرو کې د اېمل ولي خان تورونه رد کړل او و یې ويل چې هېڅوک وسله والو ته باج (قلنګ) نه ورکوي.

نوموړي قبایلو ته د ټي ټي پي د وسله والو د ستنېدو دعوو په ځواب کې وويل چې په هغو سيمو د وسله والو نورې ډلې هم فعالي دي او په ډېرو موقعو د هغې ډلې نوم هم استعمالېږي. "دا اندېښنې او تر يوه حده تورونه هم دي. زموږ خبرې له تحریک طالبان سره روانې دي. له دې پرته په مختلفو سيمو کې د طالبانو په نوم ډېرې ډلې فعاله دي، ډېرو ځايونو کې د دوی (ټي ټي پي) نوم استعمالوي او په ډېرو ځایونو کې ځينې له دوی خفه دي او خپل جلا فعاليت کوي نو هغوی هم داسې کارونه کوي."

خو د اګست پر اوومه د سوات د سوداګرو او هوټلونو ټولنې مشرانو او په صوبايي اسمبلۍ کې د مخالفه عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک له مشال راډیو سره په خبرو کې په ملاکنډ کې د وسله والو شتون او فعالیتونو په اړه اندېښنه وښوده.

د اګست پر اتمه نېټه د سوات د مټې په شور او سردان غرونو کې د مشکوکو وسله والو پرضد په عملياتو کې د ډی اېس پي پیر سيد په ګډون څلور پوليسان ټپي شوي ول. پولیسو هغه مهال په بیان کې دا نه ول ویلي چې د کومې ډلې وسله والو ضد یې عملیات کول.

محمد علي سیف البته د اګست پر نهمه مشال رېډیو ته وويل چې حکومت په سیمه کې د وسله والو "له هلوځلو خبر" دی او پر ضد یې د کارروایۍ لپاره تياری کوي. نوموړي البته د اقداماتو د نېټې او څرنګوالي تفصيل ور نه کړ.

خو نوموړي د سیاسي ګوندونو او د سیمې د خلکو اندېښنو ته په کتو زیاته کړه چې دا ځل به په "هېڅ صورت" هېچا ته د حکومت د عملدارۍ د چیلېنجولو اجازه ور نه کړي.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ناامنیو پېښې پر داسې وخت شوې دي چې د پاکستان حکومت له ټي ټي پي سره د سولې خبرو ته دوام ورکړی دی.

البته دا لومړۍ ځل نه دی چې د حکومت او تحریک طالبان ترمینځ مذاکرات کېږي. تر دې وړاندې د دواړو غاړو ترمینځ په وار وار خبرې اترې او تړونونه شوي چې وروسته مات شوي دي. وروستۍ خبرې اترې د پخواني وزیراعظم نواز شريف په واکمنۍ کې د ۲۰۱۴ز کال د جنورۍ په مياشت کې پیل شوې وې چې د څو میاشتو تر دوام وروسته د هم هغه کال د جون په مياشت کې بې نتيجې پای ته ورسېدې.

په تېرو شاوخوا دوو لسیزو چې کله هم د حکومت او د بېلابېلو وسله والو ډلو ترمینځ خبرې او موافقې شوې دي نو ورباندې ځينو کړیو دا تور پورې کړی چې لومړی پوځ "د پردې تر شا" له وسله والو سره خبرې وکړي او چې کله وروستۍ مرحله راغلې نو له خپلو اوږو څخه د ذمه واریو ليرې کولو لپاره دا بار حکومت، سياستوالانو، ديني عالمانو يا قبايلي جرګو ته وسپاري.

له طالبانو سره اصل مذاکرات څوک کوي؟

له طالبانو سره د اوسنيو مذاکراتو په اړه هم دغسې ادعا کېږي. يوې سرچينې د نوم نه ظاهرولو په شرط مشال رېډيو ته وويل چې په اوسنيو خبرو اترو کې لومړی د "پوځ ځينو چارواکو له طالبانو سره مذاکرات وکړل" او وروسته يې حکومت او قبايلي مشرانو ته وسپارل.

هم دې ته په اشاره منظور پښتين وايي چې د مذاکراتو له بهيره ولس بهر ساتل شوی دی. "د پاکستان پوځ به خبره کوي چې دوی (طالبان) موږ ته تسليم شول، که تسليم وي، یا د دوی ترمینځ مذاکرات شوي وي نو دا خو د پوځ او طالب ترمینځ وشول او د عامو ولسونو خبره پر ځای پاتې شوه. پوښتنه دا ده چې له عامو ولسونو سره د ده (پوځ) څه خبره شوې ده؟ دلته د پېښور ارمي پبلک سکول او د کوټې وکيلانو باندې ترهګر بريدونه شوي، بمبارۍ شوې، ماشومان وژل شوي نو که دوی دا جنګ پای ته رسول غواړي نو په دې کې د ولس نمايندګي کومه ده؟"

د پاکستان پوځ په قبايلی سيمو او د خيبرپښتونخوا په سوات، بونېر، ادم خېل دره، دير او ځینو نور برخو کې د وسله والو پرضد يوشمېر عمليات کړي دي. دغه انځور په ۲۰۱۴ز کال کې په ميرامشا کې اخیستل شوی دی.
د پاکستان پوځ په قبايلی سيمو او د خيبرپښتونخوا په سوات، بونېر، ادم خېل دره، دير او ځینو نور برخو کې د وسله والو پرضد يوشمېر عمليات کړي دي. دغه انځور په ۲۰۱۴ز کال کې په ميرامشا کې اخیستل شوی دی.

د حکومت او طالبانو ترمینځ د مذاکراتو په اړه يوه مهمه اندېښنه دا هم ده چې که د ممکنه تړون په صورت کې د تحریک طالبان مشران او وسله وال قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا ته ستانه شي نو ښايي څه موده وروسته بېرته وسله واله جګړه پيل کړي چې په نتیجه به يې سيمه بیا د ناامنيو، پوځي عملياتو او بې کوريو پخوانۍ دورې ته ستنه شي.

په وروستیو کې کابل ته تللي د پاکستان د مذاکراتي پلاوي مشر بېرسټر محمد علي سيف وايي چې پر طالبانو يې واضحه کړې چې دوی به وسله غورځوي او د پرامنه وګړو په توګه به ژوند کوي. "موږ بلنه ورکړې ده چې راشئ خپل سياسي ګوند جوړ کړئ يا د پاکستان سياسي ګوندونو چې پکې [یوشمېر] مذهبي پارټۍ دي، په هغو کې شموليت وکړئ او د پاکستان چې کوم سياسي طریقه کار دی د هغه مطابق يې چلوئ."

سيف البته وويل چې خبرې اترې لا هم په لومړي پړاو کې دي چې ان اوربند هم موقتي دی نو د ده وينا، پرمخ به نورې خبرې هم کېږي.

په اسلام اباد کې د امريکايي ورځپاڼې نيو يارک ټايمز خبريال احسان الله ټيپو داسې نه ګڼي چې ګواکې طالبان به له وسله والې جګړې لاس واخلي.

نوموړي د اګست پر څلورمه مشال رېډيو ته وويل چې طالبان هڅه کوي چې هغو سيمو ته چې پکې يې مرکزونه درلودل ستانه شي او خپل تنظيم فعاله کړي. "دا د دوی يو ستراتیژیک اقدام دی او په دې علاقه کې بېرته خپل کنټرول غواړي. بره بره (برسېرنه) خبره خو دا کوي چې ستانه شو نو د پاکستان حکومت خلاف او په دې هېواد کې به ترهګري نه کوو خو رپورټونه دا وايي چې [له] تړون [سره] دلته راشي او خپلې مخکينۍ کارروایانې شروع کړي."

د خبرو اترو اړتيا ولې وليدل شوه؟

د مذاکراتو په اړه يوه بله پوښتنه دا ده چې اخر ولې د پاکستان حکومت له تحریک طالبان سره خبرې اترې پیل کړې؟ سيف وايي چې موخه یې په هېواد کې د اوږدمهالې ناامنۍ او جګړې ختمول دي.

خو احسان الله ټيپو وايي، یو خو د پاکستان اقتصالي حالت دومره پیاوړی نه دی چې د طالبانو پرضد عمليات پيل کړي او بل په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې د امريکا ډرون الوتکې د طالبانو پرضد تر ټولو اغېزناکه وسله ثابته شوې وه چې اوس اسلام اباد له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته له هغه کومکه هم بې برخې شوی دی.

نوموړی د مذاکراتو بله وجه هم یادوي او وايي، "دا وخت د ټي ټي پی مرکزونه په افغانستان کې دي او په هغو سيمو کې دي چې د حقاني شبکې په کنټرول کې دي نو پاکستان له دې وېرېږي چې که يې هلته پر طالبانو بريد وکړ نو له غبرګون سره به مخامخ شي، لکه په خوست کې [چې] د پاکستان تر هوايي بمبار وروسته راغلی وو."

ځينې بیا د حکومت او طالبانو ترمینځ اوسني مذاکراتو ته د افغانستان د بدل شویو حالاتو په تناظر کې ګوري. یوشمېر کارپوهانو پخوا دا فکر کاوه چې تر هغو چې امريکايي او نور بهرني ځواکونه په افغانستان کې دېره وي نو په پاکستان کې به هم وسله والې ډلې فعاله وي.

امريکا په ۲۰۲۱ز کال له افغانستانه خپل ځواکونه وایستل او هم د هغه کال د اګست په مياشت کې د پخواني ولسمشر اشرف غني حکومت سقوط وکړ او طالبانو کابل ونيو.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د باجوړ پخوانی استازی او د پيپلز پارټۍ يو مشر اخوندزاده چټان د هغې ۵۳ کسيزې جرګې غړی وو چې د جون په مياشت کې يې له طالبانو سره خبرې اترې کړې وې.

نوموړي د اګست پر څلورمه نېټه مشال رېډيو ته وويل چې د مذاکراتو ضرورت ښايي ځکه پېښ شوی وي چې له پاکستان سره د طالبانو د جنګېدو جواز نه دی پاتې. "پخوا چې دوی (طالبانو) وسله راخيستې وه نو دا جواز يې وړاندې کاوه چې افغانستان ته امريکايي ځواکونه راغلي دي نو موږ ورسره 'جهاد' کوو او څوک چې مو منع کوي له هغوی سره هم 'جهاد جایز' دی او پاکستان په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره مرسته کوي نو ځکه یې 'موږ يې پر ضد جهاد کوو' نو زما په فکر هغه جواز پاتې نه دی ځکه چې امريکايي ځواکونه تللي دي او د دوی (طالبانو) په وينا، افغانستان هم 'ازاد' شوی دی نو زما په اند، د دوی له رياست يا ادارو سره د 'جهاد' څه جواز نه جوړېږي."

XS
SM
MD
LG