د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان مېشته وزيرستاني کډوال زر خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي


د وزيرستان کډوال په خوست کې - انځور له ارشیفه.
د وزيرستان کډوال په خوست کې - انځور له ارشیفه.

په افغانستان کې مېشته وزيرستاني کډوال وايي چې خپلو سیمو ته د دوی د ستنولو بهیر ډېر ورو روان دی او باید چټک کړل شي.

دوی غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې یې تر اختره پورې خپلو سیمو ته ورستانه کړي.

د خوست په ګلان کیمپ کې له کلونو څه مېشته، مصطفی خان وايي‌ نور له کډوالۍ ستړی شوی دی. هغه د اپريل په يوولسمه مشال راډيو ته وويل: "له سختو ستونزو سره مخامخ یو. د واپسۍ په هیله یو. په روژه کې مو ستونزې لا زیاتې شوې دي. خلک غریب دي. مرستې نشته او ضرورتونه نه شي پوره کولی. د پاکستان حکومت دې موږ خپلو سیمو ته وليږي."

په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې ضرب عضب عمليات وکړ او د تحريک طالبان پاکستان له وسله والو سره یې نښتې وکړي. له دې وجې له جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان څخه په لکونو خلک بې کوره شول. په دوی کې په زرګونو کورنۍ کې له ډيورنډ کرښې هغې غاړې خوست او پکتيکا ته کډه شول.

د پاکستان حکومت په بېلابېلو پړاونو کې د دوی د بیرته مېشته کولو کار پيل کړی او په اوس وخت کې یې اخري پړاو دی. په خوست کی مېشته یو بل بې کوره شوی تن، میرال مداخیل وايي دا پړاو ډير قرار روان دی او بايد چې تیز کړل شي. هغه وويل: "نه خېمې لرو، نه کوټه او نه هم چت. زموږ د واپسۍ بهیر دې تېز کړل شي. زموږ ښځې او ماشومان د خپلو کورونو د ليدو په ارمان دي."

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علي خان د اپريل په ۱۱مه مشال ریډیو ته وويل چې د کډوالو واپسي بهیر ښه روان دی. هغه زیاتوي: له شپږ زرو څخه زیاتې کورنۍ راستنې شوې دي. د سیمو د امنيت تر خوندي کېدو وروسته به ټولې کورنۍ راستنې شي."

XS
SM
MD
LG