د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتین: څوک ضمانت ورکوي چې د پاکستان او طالبانو خبرې به امن راولي؟


منظور پښتین ویلي چې د حکومت له خوا له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې روانې دي خو که بیا بدامنۍ رامنځ ته شوه نو ضمانت به یې څوک ورکوي؟
منظور پښتین ویلي چې د حکومت له خوا له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې روانې دي خو که بیا بدامنۍ رامنځ ته شوه نو ضمانت به یې څوک ورکوي؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په اړه د اندېښنو څرکندونه کړې ده.

منظور پښتین ویلي چې د حکومت له خوا له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې روانې دي خو که بیا بدامنۍ رامنځ ته شوه نو ضمانت به یې څوک ورکوي؟

منظور پښتین دا څرګندونې د جون پر پنځمه د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د غورځنګ له خوا د جوړې شوې جلسې ګډونوالو ته په وینا کې کړې دي.

منظور پښین پوښتنه راپورته کړې چې د دې باور به څوک ورکوي چې سوله به راځي او بیا به په سیمه کې پوځي عملیات نه کېږي؟

نوموړي وویل چې هلته یو ځل بیا د نوي جنګ تیارۍ روانې دي او د دوی خلک به پکې متاثره کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین (انځور:ارشیف)
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین (انځور:ارشیف)

منظور پښتین زیاته کړه چې د جنګ او بدامنۍ پرضد به د پښتون ژغورنې غورځنګ پرامنه مبارزه دوام لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د "پښتون لویې جلسې" په نامه د خپلو وژل شوو غړو یاد غونډه جوړه کړې وه.

غورځنګ اعلان کړی وو چې په دې جلسه کې به د دوی په وینا، د خړ کمر شهیدانو، سردار عارف وزیر او د واڼه د درېیم جون شهیدانو یاد لمانځي او د هغوی لپاره به د انصاف غږ پورته کوی.

منظور پښتین د جون پر پنځمه دې جلسې ته په وینا، کې د غورځنګ وژل شوو کسانو ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې او د هغوي لپاره یې د انصاف غوښتنه تکرار کړه.

نوموړي وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوو کسانو په تور هیڅوک نه دي نیول شوي‌ او سزا شوي‌ خو د ده په وینا، پر نورو غړو یې لا هم نورې مقدمې جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې غړي لا هم په بېلا بېلو مقدمو کې بندیان دي.

علي وزير، حنيف پشتين او اويس ابدال د پښتون ژغورنې غورځنګ له هغو غړيو دي چې له اوږدې مودې راهيسې په دې تور بندیان دي‌ چې ګواکې د ریاست ضد فعالیت یې کړی خو دوی دا نه مني.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۲۱م کال د فرورۍ له ۱۳مې نېټې د مارچ تر اتمې نېټې د سيند اسمبلۍ مخې ته د علي وزیر او د غورځنګ د نورو بندي غړو د خوشې کېدو لپاره پرلت وهلی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د جنوبي وزیرستان د ولس پارلماني استازی علي وزیر د ۲۰۲۰م کال د ډېسمبر له ۱۶مې په دې تور د کراچۍ په زندان کې بندی دی چې د ریاست خلاف یې وینا کړې وه. خوعلي وزیر وايي، د ریاست خلاف نه بلکې د پاکستان په ایین کې دننه یې د پښتون قام د حقونو خبره کړې وه او بیا به یې هم کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي وو چې د جون پر پنځمه به د واڼه په جلسه کې د پښتنو پر وسايلو د دوی د واک ترلاسه کولو په اړه هم بحث کېږي.

XS
SM
MD
LG