د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: پاکستان له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی


شهباز شریف د مې پر اوومه د خیبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په مرکز بشام کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال. 
شهباز شریف د مې پر اوومه د خیبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په مرکز بشام کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال. 

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي چې ملک د تېر حکومت له خوا د زیاتو پورونو اخیستو له کبله اوس له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.

شهباز شریف دا څرګندونې د مې پر اوومه د خیبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په مرکز بشام کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

شهباز شریف ویلي چې د تير حکومت د ناکاره تګلارو له کبله په ملک کې ګراني او بي روزګاري زياته شوې ده خو د تحریک انصاف د لرې کړل شوي حکومت چارواکو دریځ درولود چې خراب اقتصاد ورته له پخوانیو حکومتونو پاتې وو.

شهباز شریف د بشام جلسې ته وویل، "په لنډو ورځو کې ما د روژې په مياشت کې په څوو صوبو کي د رمضان پيکج په لړ کې بوره او اوړه ارزان کړي ما په دې لړ کې د خيبر پښتونخوا حکومت ته هم وينا کړې وه.

د ده په وینا، دا به اوس د خیبر پښتونخوا ولس ته معلومه وي چې پر هغه څومره عمل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا حکومتونو په تېرو وختونو کې په وار وار شکایت کړی چې له پنجاب څخه پرې غنم بند شوي دي خو شهباز شریف زیاته کړه چې د پنجاب حکومت به کله هم پر خيبر پښتونخوا غنم نه بنده وي.

ده وویل، " زه يو اعلان کوم چې د پنجاب صوبه به پر خپلو پيسو دلته اوړه ارزانه کوي، د پنجاب وزيراعلا به يې اعلان کوي، زه وايم چې د خيبرپښتونخوا وزيراعلا هم دغه رنګه اوړه ارزان ورکړي"

وزيراعظم شهباز شريف د شانګلې او شاوخوا سیمو لپاره د یو شمېر پروژو اعلان هم وکړ.

نوموړي د بجلۍ لوډشيډنګ ختمولو لپاره د منصوبي، په شانګله کې د ميډيکل کالج او له سي پيک سره له بشام څخه تر سوات پورې د ايکسپري وې اعلان وکړ.

شهباز شریف د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر لسمه له هغه وروسته وزیراعظم منتخب شوی وو چې د اپوزېشن ګوندونو د عدم اعتماد له لارې د هغه وخت وزیراعظم عمران خان له دندې لرې کړی وو.

شهباز شریف اعلان کړی وو چې د ټولو صوبو او سیاسي ګوندونو ترمنځ به د یووالي ساتلو لپاره کار کوي، هغه ځکه چې د ده په وینا هم دا د پاکستان د پرمختګ لاره ده.

په دې لړ کې شهباز شریف د ملک د بېلا بېلو سیمو سفرونه کوي، هلته له سیاسي مشرانو سره ناستې او جلسې کوي.

بل پلو د تحریک انصاف مشر عمران خان هم له وزیراعظمۍ تر لرې کېدو وروسته په ملک کې احتجاجي جلسې پیل کړې دي او خپل هغه تور بیا بیا تکراروي چې ګواکې د ده حکومت د یو بهرني سازش له لارې ختم کړل شوی وو.

عمران خان دا تور پر امریکا پورې کوي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په څرګنده توګه دا تور بې بنیاده بللی او په پاکستان کې راغلی حکومتي بدلون یې د دې هیواد کورنۍ مسله بللې ده.

عمران خان د شهباز شریف په مشرۍ اوسنی حکومت له بهره راوړل شوی بولي او غوښتنه کوي چې په ملک کې د زر تر زره عام انتخابات وشي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د حکومت پرضد او په ملک کې د عام انتخاباتو په حق کې د احتجاجي جلسو لپاره نېټې اعلان کړې دي.

تحریک انصاف د مې پر څلورمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د مې له شپږمې څخه تر ۲۰مې پورې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې جلسې کوي.

عمران خان په دې لړ کې د مې پر شپږمه په خپله پلارنۍ ضلع میاوالي کې جلسې ته په وینا کې وویل، د مې له ۲۰مه وروسته به اسلام اباد ته لاریون او هلته پرلت اعلان کړي.

نوموړي زیاته کړه چې تر هغه وخته به هلته ناسته کوي چې حکومت ورته د عامو انتخاباتو نېټه نه وي اعلان کړې.

د پاکستان له اساسي قانون سره سم، تېر عام انتخابات په ۲۰۱۸م کې شوي وو او راتلونکي هغه به یې په ۲۰۲۳م کال کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG