د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست او کونړ بریدونه: پاکستان وايي د افغانستان ځمکنۍ خودمختارۍ ته احترام لري


پاکستاني سرتېري د افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه څار کوي (انځور له ارشيفه)
پاکستاني سرتېري د افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه څار کوي (انځور له ارشيفه)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل په ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دوه اړخيزو امنيتي مسايلو په اړه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره شريک کار کول غواړي.

دې وزارت په خوست او کونړ کې د پاکستاني الوتکو د بمباريو په اړه څه ذکر نه دی کړی خو زیاته کړې یې ده چې د افغانستان د "خپلواکۍ او خودمختارۍ احترام" کوي.

په بيان کې ادعا شوې چې تحريک طالبان پاکستان له افغانستانه پر پاکستاني سرتيرو بریدونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل په ۱۶مه، د ځايي خلکو په وينا د خوست په سپېري ولسوالۍ کې پر څو کلیو د پاکستانيو الوتکو په بريد کې له ۴۰ زیات هغه وزيرستاني کډوال ووژل شول چې دغلته له ۲۰۱۴ کال راهیسې ميشته دي.

په خوست کې ځايي خلکو د اپریل ۱۶مه مظاهره کړې او د طالبانو له حکومته یې وغوښتل چې له پاکستانه پر خوست او کونړ د بمباريو ځواب وغواړي.

مظاهره چيانو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او د انصاف غوښتنه یې کوله.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۶مه په کابل کې د پاکستان سفير ورغوښتی وو او احتجاج یې ورته کړی دی.

دې وزارت زياته کړې چې "پاکستان بايد پوه شي چې له دا قسمه حملو څخه مغرضانه کړۍ د دواړو هېوادونو د اړيکو خرابولو لپاره ګټه پورته کولی شي."

د پاکستان په پارليمان کې د شمالي وزیرستان غړي او د ملي جمهوري تحريک (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ د دې حملو د پلټنو غوښتنه کړې ده.

هغه په قامي اسمبلۍ کې د تقریر پر مهال دا بریدونه وغندل او د پاکستان له نوي وزيراعظم شهباز شريف څخه يې وغوښتل چې د ریاست د ښو او بدو طالبانو پالیسي ختمولو لپاره کار وکړي.

محسن داوړ تر دې وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، "په افغانستان کې پر وزيرستاني کډوالو برید غندم. موږ د څيړنو غوښتنه وکړه خو په پاکستان کې له پوځ څخه څوک پوښتنه نه شې کولی چې څه یې وکړل او ولې یې وکړل."

نوموړي زیاته کړه چې دوی بيا هم د رېکارډ ساتلو لپاره دا خبره وکړه چې هسې نه بيا دوی ووايي چې پر دا رنګ مسلو به قام او وطن چپ پاتېږي. خو د ده په وینا، دوی چپ نه پاتېږي.

عیني شاهدان په خوست کې د برید په اړه څه وايي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د پارلېمان استازي علي وزير هم دا بریدونه غندلي دي.

د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر ايمل ولي خان هم د دې بريد د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

هغه د اپريل په ۱۶مه پر ټوېټر ليکلي چې په دې اړه دې د څيړنو پایلې له پارلېمان سره شريکې شي.

بلخوا په کونړ کې ځايي خلکو ويلي چې په شلتن ولسوالۍ کې هم دغسې بريدونه شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې، يوناما د اپرېل په ۱۶مه پر ټويټر ليکلي چې په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ولسي وګړو په وژل کېدو اندېښنه لري.

دې ادارې ويلي چې د ځمکنيو حقایقو او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د کره معلوماتو لپاره کار کوي خو زياته کړې یې ده چې ولسي وګړي هېڅکله بايد په نښه نه شي.

تر دې دمه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي. پوځ په تېرو وختونو کې ويلي وو چې تحريک طالبان پاکستان وسله واله ډله پرې له افغانستانه بريدونه کوي خو افغان چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG