د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک طالبان پاکستان د اوربند نه غځولو اعلان وکړ


بونیر کې وسله وال طالبان: تصویر له ارشیفه
بونیر کې وسله وال طالبان: تصویر له ارشیفه

ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د پاکستان له وفاقي حکومت سره کړی یو میاشتنی اوربند چې نن د (ډېسېمبر ۱۰مه نېټه) یې وروستۍ ورځ ده، نور نه غځوي.

یادې ډلې ویلي چې له حکومت سره د شوي لومړني تړون له مخې به د دوی ۱۰۲ بندیان د افغانستان د طالبانو له لارې دوی ته سپارل کېدل خو لاهم په هغوی کې ټول نه دې خوشې شوي.

د کالعدم ټي ټي پي خبرپاڼه زیاتوي چې د یوې میاشتې ډزبندۍ پر مهال دوی د کړي تړون درناوی کړی دی خو په شمالي وزیرستان، سوات، دیر، لکې مروت، باجوړ او صوابۍ کې د هغوی پرضد د لټون عملیات شوي دي او په سوات کې یې یو بندي طالب وژل شوی دی، او په سوات او مومندو کې یې پرېښودل شوي پینځه بندیان بیرته نیول شوي دي.

ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني په یړه خپور کړي بیان کې د خپل تحریک د خپل یوه مخکیني مشر نیک محمد نه واخلې د سوات له طالبانوسره د شویو یوشمېر خبرې اترې او تړونونه په ګوته کړي دي او د دې ټولو لوظنامو او مذاکراتو د ماتولو تور یې د پاکستان پر حکومتونو او امنیتي ادارو لګولی دی.

که څه هم یادې وسله والې ډلې (ټي ټي پي) په خپل بیان کې د خپلوټولو ۱۰۲ بندیانو د نه خوشې کولو په اړه د ناخوښي ښودلې خو د ډېسېمبر پر نهمه نېټه د پاکستان د انګرېزۍ ژبې دي نیوز وویپاڼې د خبر له مخې تر دې دمه د پاکستان حکومت ۴۲ طالب بندیان خوشې کړي دي خو په دغو کې هېڅ یو لوړپوړی کمندان نه دی شامل.

خو د مشال رېډیو د سرچینو له مخې تر دې دمه یواځې ۱۲ طالب بندیان خوشې کړل شوي دي.

له مشال رېډیو سره په خبرو کې د پاکستاني پوځ پخواني بریګیډییېر سید نذیر مومند وايي، دد وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو پيلولو بهیر یو پېچلی عمل دی او دا به ډېر وخت اخلي: "خبرې اترې روانې دي خو د دې پوره تفصیلات ځکه له رسنیو او ولس نه پټ ساتل شوي دي چې وړاندې په دغه مذاکراتو د حزب اختلاف لخوا سخت غبرګونونه مخې ته راغلل، همدا راز د ارمي پبلیک سکول د وژل شويو ماشومانو د میندو او پلرونو لخوا هم سخت ردعمل مخې ته راغلی وو، نو حکومت له ډېر فشار سره مخامخ دی چې دا خبرې څه رنګ مخ پر وړاندې یو سي، خو د خبرو اترو عمل درول شوی نه دی بلکې روان دی، د افغان طالبانو لخوا هم له پاکستانه د دې خبرو اترو د کامیابولو غوښتنه ده، نو خبرې اترې به وخت اخلي او کېدای شي، شپږ میاشتې یا کال وخت واخلي."

د وسلوالو په فعالیتونو او بیانیو باندې کتاب لیکونکی ډاکټر خادم حسېن وايي که له طالبانو سره مذاکراتو کې کامیابي ترلاسه هم شي خو د دوی د بې وسلې کولو او په ټولنه کې د دوی د شاملولو عمل بیا هم ډېر ګران کار دی او پکار ده په دې عمل کې په پارلیمان کې له ټولو سیاسي ګوندونو سره مشاورت وشي:" ترڅو یو وسلوال ګوند وسله نه وي غورځولې او له تشدده یې توبه نه وي ایستلې نو ترهغې په ټولنیز ژوند کې د دوی د شاملولو عمل کامیاب شوی نه دی، ریاست او حکومت ته پکار ده چې د خبرو اترو دا عمل پارلېمان ته راوړي او شرطونه په ډاګه کړي او دا هم چې د دې ضامن به څوک وي؟ چې ترڅو دا ټول هرڅه معلوم نه وي او د ولس مرسته ورته نه وي ترلاسه نو تر هغې یې کامیابېدل ګرانه ده."

خو کالعدم تحریک طالبان پاکستان د ډېسېمبر پر نهمه نېټه په خپل خپور کړي بیان کې یوځل بیا ویلي دي چې دوی د پاکستان له حکومت سره د افغانستان د طالبانو په منځګړیتوب مذاکرات پیل کړي ول او د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه د دواړو خواوو ترمینځ ابتدايي لوظنامه شوي وه خو د حکومت لخوا په دغه ټولو نکاتو په مکمله توګه عمل نه دی شوی.

د بیان په اخیر کې د طالبانو ویاند محمد خراساني د حکومت لخوا د ابتدايی لوظنامې په نکاتو د عمل نه کولو په ترڅ کې د ډزبندۍ د مودې د نه غځولو په اړه هم دړکه ورکړي ده. حکومتي چارواکو او د افغانستان طالبانو د تحریک طالبان پاکستان د دې نیوکو او اندېښنو په ځواب کې تردې دمه څه ردعمل نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG