په بنګلادېش کې د فبرورۍ پر ۱۲مه پارلېماني انتخابات کېږي. دا د ۲۰۲۴ز کال په اوړي کې د پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینې واجد له ګوښه کېدو راهیسې لومړۍ ټولټاکنې دي. شنونکي وايي، د واجد پر ګوند عوامي لیګ د بندیز او د هېواد اقتصادي مشکلات د رایې ورکولو رجحان بدلولای شي.
شورا د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ملکونو "د ملي امنیت" پر اساس پرېکړو ته "احترام" لري خو د پاکستان له خوا له هند سره سیالي نه کول "ژورې اغېزې" لرلای درلودلی شي.
انټرنېشنل کرکټ کونسل دا پرېکړه د جنورۍ پر ۲۴مه تر هغې وروسته کړې چې د بنګلادېش کرکټ بورډ د نړیوال جام په لړ کې د خپلو لوبو ترسره کولو لپاره هند ته له سفره انکار وکړ.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۱مه د سویټزرلینډ په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم غونډې ته په وینا کې یو وارې بیا د ګرینلینډ د ترلاسه کولو یادونه وکړه خو ویې ویل چې دې موخې ته د رسېدو لپاره د ځواک استعمالولو هوډ نه لري.
نور وښیئ