د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشریف : له طالبانو سره د مذاکراتو په معامله کې د پوځ او حکومت دریځ یو دی


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف وايي له طالبانو سره د مذاکراتو په معاملې دحکومت او پوځ دریځ یو دی .

نوموړي پرون له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت په ملک کې د امن لپاره له طالبانو سره مذاکرات پیل کړل نو پکار دي چې وسله وال هم ترهه ګر بریدونه بند کړي.

دا په داسي حال کې ده چې پرون په لاهور ښار کې ګڼ شمیر دیني عالمانو د یوي غونډې پر مهال حکومت او طالبانو ته خواست کړی چې په سمدستي توګه دې خپلې کاروایانې بندې کړي.

د غونډې نه پس د مذاکراتو لپاره د طالبانو لخوا د کمیټۍ غړي مولانا سمیع الحق رسنیو ته وویل په پاکستان کې دامن راوستو يواځېنۍ لار مذاکرات دي.

په دغه موقع بیا د پروفیسر ابراهیم وینا وه چې طالبان او حکومت دي باید نیغ په نیغه له یو بل سره خبرې وکړي. په یاده غونډه کې خواوشاه دوه سوه مذهبي عالمانو ګډون کړی و.

د پاکستان د وزیر اعظم څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې حکومت او طالبانو د مذاکراتو لپاره استازي ټاکلي دي، او د غو استازو د یو بل سره لیدل کتل هم پيل کړي دي.
XS
SM
MD
LG