د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځانګړی رپورټ: پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ د پاکستان پر امنيت څه اغېز کړی دی؟


د پاکستان په لکي مروت کې د يو وژل شوي سرتېري مړی خاورو ته سپارل کېږي ــ پخوانی انځور
د پاکستان په لکي مروت کې د يو وژل شوي سرتېري مړی خاورو ته سپارل کېږي ــ پخوانی انځور

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه چې کله طالبانو کابل ونيوه او پر افغانستان يې واکمني پيل کړه نو د پاکستان حکومت ځينو حلقو دغه نوي بدلون ته په مثبته سترګه کتل، خو اوس داسې ښکاري چې پاکستان، په ځانګړې توګه، خيبر پښتونخوا د وسله والو له يوه نوي خطر سره مخامخ شوې ده.

په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په پخوانيو قبايلي سيمو، په ځانګړې توګه، په شمالي وزيرستان او ورسره په سوات، کوز دير او ملاکنډ کې د ناامنيو تازه پېښو ځايي ولس او سياستوال اندېښمن کړي دي. هغوی د ناامنۍ دغه څپه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتګ سره تړي.

طالبان په افغانستان او پاکستان دواړو کې شريعت غواړي
محسن داوړ

له شمالي وزيرستانه د پاکستان قامي اسمبلۍ منتخب غړی او د ملي جمهوري غورځنګ په نامه د سياسي ګوند مشر محسن داوړ وايي چې په افغانستان کې د جمهوري حکومت تر ګوښه کېدو وروسته د ناقانونه ډلې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) خوشې کړل شويو وسله والو د نوې جګړې پيلولو هوډ څرګند کړ. "د افغانستان [حکومت] تر سقوط وروسته طالبانو جېلونه خلاص کړل او بيا يې د ټي ټي پي خلک ورڅخه راوايستل. چې څنګه يې هغوی راپرېښودل نو په کنړ کې د طالبانو قوماندان مولوي فقير محمد په خپل اولني تقرير کې وويل چې موږ د طالبانو نظام په پاکستان کې هم راولو، او داسې نه شي کېدای چې دلته [افغانستان کې] به شريعت وي او هلته [پاکستان کې] به شريعت نه وي."

افغان ځواکونو د ۲۰۱۳ز کال په فبرورۍ مياشت کې د تحريک طالبان پاکستان يو پخوانی مشر مولوي فقير محمد په ننګرهار کې د يوې چاپې پر مهال ونيوه او بيا يې په کابل کې زنداني کړ، خو کله چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه طالبان کابل ته داخل شول نو بنديان يې له زندانونو خوشې کړل.

وروسته مولوي فقير محمد پر ټولنيزو شبکو راڅرګند شو او د پاکستان پرضد يې د وسله والې مبارزې هوډ څرګند کړ.

د افغانستان او پاکستان وسله والې ډلې په نظرياتي توګه يو شان دي
اختر علي شاه

د خيبر پښتونخوا د پوليسو پخوانی مشر اختر علي شاه وايي چې د افغانستان او پاکستان وسله والې ډلې په نظرياتي توګه يو شان دي. نوموړی زياتوي چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د نورو وسله والو ډلو حوصله زياته شوه او هغوی وده وکړه. "په افغانستان کې د طالبانو حکومت د وسله والو ډلو لپاره رول ماډل (غوره مثال) شو. هغوی خلکو ته ويناوې وکړې چې د امريکې غوندې طاقت ته شکست ورکولای شي نو دا نور هېوادونه خو هېڅ هم ورته نه ښکاري."

اختر علي شاه زياتوي چې تر دې وروسته ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو نوی فزيکي او ټولنيز ځای وموندی، نوي خلک يې وګومارل او د پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو په نتيجه کې يې له اوربند څخه نوره ګټه هم پورته کړه.

د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمينځ د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې په بېلابېلو بڼو مذاکرات شوي دي.

وروستۍ خبرې د روان ۲۰۲۲ز کال د جولای له ۳۰مې بيا د اګست تر لومړۍ نېټې پورې په کابل کې وشوې، چې بې نتيجې پای ته ورسېدې، خو پر هغه اوربند غځولو اتفاق وشو چې د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په سر کې شوی او د جون پر لومړۍ نېټه بيا تازه شوی وو.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان پر امنيت مثبت اغېز کړی دی
بېرسټر محمد علي سيف

په وروستي ځل کابل ته د تللي پاکستاني پلاوی مشري د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار بېرسټر محمد علي سیف کوله.

نوموړي د اګست پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان او په ځانګړې توګه د خيبر پښتونخوا پر امنيت مثبت اغېز کړی دی. "په افغانستان او پاکستان کې ترهګري کمه شوې او امنيت زيات شوی دی. ځکه چې هغه بنيادي وجوهات له مينځه ووتل چې په وجه يې ترهګري کېدله. دلته مختلفو تنظيمونو د جهاد په نوم کارروايانې کولې چې هغه ختمې شولې، ځکه چې امريکا ووتله او طالبانو افغانستان قبضه کړ."

سوات کې سلګونه کسانو د امن لپاره مظاهره کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00

امريکايي ځواکونو په هغه هېواد کې د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې تر ترهګرو بريدونو شاوخوا يوه مياشت وروسته پر افغانستان حمله وکړه او د هغه وخت د طالبانو حکومت يې ړنګ کړ.

امريکا د سېپټېمبر ۱۱مې په پېښه کې القاعده تورنه کړې وه چې مشر (اسامه بن لادن) يې هغه وخت په افغانستان کې وو او طالبانو يې امريکايانو ته له ورسپارلو انکار کړی وو، چې همدغه اقدام د امريکا بريد ته لاره هواره کړه.

امريکا څه باندې ۲۰ کاله وروسته د ۲۰۲۱ز کال د اګست په پای کې په بشپړه توګه له افغانستانه ووتله، خو که ځمکنيو حقايقو ته وکتل شي نو له افغانستانه د امريکا له وتلو، هلته د جمهوري حکومت له سقوط او طالبانو پر راتګ سربېره په خيبر پښتونخوا کې د نېږدې تېرو کلونو پرتله وسله وال بريدونه زيات شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د جولای په پای کې قامي اسمبلۍ ته په لېږدولي ليک کې ويلي چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۲ز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ترهګرۍ ۴۳۴ پېښې رپورټ شوي چې ۳۲۳ کسان پکې وژل شوي دي. په دې کې ۲۴۷ د ترهګرۍ پېښې يوازې په خيبر پښتونخوا کې شوې چې د امنيتي سرتېرو په ګډون ۲۲۳ کسان پکې وژل شوي دي.

د پاکستان د سولې مطالعاتي مرکز د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې په خپل راپور کې ويلي چې په هغه هېواد کې په ۲۰۲۰ز کال کې ۱۴۶ ترهګر بريدونه وشول چې ۲۲۰ کسان پکې ووژل شول. راپور زياتوي چې په ۲۰۲۱ز کال کې بيا هلته ۲۰۷ ترهګر بريدونه وشول چې ۳۳۵ کسان يې ووژل.

پر دې برسېره، مشال راډيو ته د خيبر پښتونخوا د پوليسو له خوا په لېږدول شويو شمېرو کې راغلي چې په هغه صوبه کې په ۲۰۲۰ز کال کې ۲۸، په ۲۰۲۱ز کال کې ۵۹، خو يوازې د روان ۲۰۲۲ز کال په لومړيو اوو مياشتو کې ۶۱ پوليس وژل شوي دي.

په خيبر پښتونخوا کې له ۱۹۷۰ز کال څخه تر ۲۰۲۲ز کال پورې د وژل شويو پوليس سرتېرو شمېر
په خيبر پښتونخوا کې له ۱۹۷۰ز کال څخه تر ۲۰۲۲ز کال پورې د وژل شويو پوليس سرتېرو شمېر
په پاکستان کې مذهبي او جهادي تنظيمونه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت راتګ خپله بريا ګڼي
مشتاق يوسفزی

د سیاسي چارو پوه مشتاق يوسفزی وايي چې د بريدونو همدې زياتوالي ته په کتو د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې اترې شروع کړې.

نوموړی زياتوي چې د دې لوی لامل په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې راتلل دی. "په پاکستان کې مذهبي او جهادي تنظيمونه او ګوندونه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت راتګ خپله بريا ګڼي. په افغانستان کې مېشت پاکستانيو طالبانو څه وخت دا هڅه کړې وه چې پر پاکستان حملې شروع کړي خو افغان طالبان هغوی نه پرېږدي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد استعمال شي، خو بيا وروسته هغو کسانو خپلې کارروايانې شروع کړې چې په پاکستان کې دننه دي."

خو د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمينځ پر اوربند سربېره په خیبر پښتونخوا، په ځانګړې توګه په قبایلي سیمو کې بریدونه روان دي چې پکې ولسي وګړي، امنیتي سرتېري او حکومتي کارکوونکي په نښه کېږي. البته د ډېرو حملو ذمه واري هېڅ وسله والې ډلې نه ده منلې.

د خيبر پښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې د وسله والو راج دی
مولانا فضل الرحمان

د جمعيت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د جولای پر ۳۱مه په پېښور کې د قبايلی سيمو له مشرانو سره تر جرګې وروسته د خبرې غونډې پر مهال ادعا وکړه چې د خيبر پښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې د وسله والو واکمني يا راج دی. "په ډېره اسماعيل خان، ټانک، لکي مروت، کرک، شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، په دغو ټولو سيمو کې دا مهال د وسله والو کسانو واک دی. که مقامي انتظاميه ده او که پوليس، هغوی ځانونه بې وسه احساسوي."

بله خوا د خيبر پښتونخوا حکومت د فضل الرحمان ادعا رد کړې او وايي چې حکومت به په هېڅ صورت د دې خبرې اجازه چا ته ور نه کړي چې د حکومت عملداري چېلېنج کړي.

د خیبر پښتونخوا د اعلا وزير د اطلاعاتي چارو سلاکار بېرسټر محمد علي سیف د اګست پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې تر پوځي عملياتو وروسته په سيمه کې امنيت ټينګ شوی، بمي چاودنې کمې شوې خو د هغه په وينا ځينې ډلې په پيسو هدفي بريدګر ګوماري چې خلک په ووژني.

بېرسټر سيف زياتوي چې په ټي ټي پي کې دننه ډېر لږ او ځينې نورې وسله والې ډلې د سولې او اوربند عمل ته د زيان رسولو لپاره دا ډول بريدونه کوي چې د هغه په وينا حکومت به يې ډېر ژر پرضد عمليات پيل کړي.

XS
SM
MD
LG