د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملاکنډ اوسېدونکي وايي د وسله والو شتون اندېښمن کړي دي


په بونېر کې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال په یوه ودانۍ کې - د ۲۰۰۹ز کال انځور.

د خیبر پښتونخوا په کوز دير کې د تحريک انصاف پر يوه پارلېماني غړي تر وسله وال بريد وروسته په ملاکنډ ډېوېژن کې د وسله والو د مبينه موجوديت او د هغوی د فعاليتونو په اړه اندېښنې سېوا شوې دي.

په ملاکنډ کې د سوداګرو او د هوټلونو د مالکانو ټولنو مشرانو او یوشمېر سیاستوالانو مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د وسله والو شتون او منظمېدو اندېښمن کړي دي.

خو د خیبر پښتونخوا حکومت په سیمه کې د وسله والو شتون او فعالیت په اړه ثبوتونه نه شته.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر شپږمه ماخوستن مهال وسله والو د کوز دير په ميدان سيمه کې په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د تحريک انصاف ګوند د يوه غړي ملک لياقت علي خان پر موټر بريد وکړ. نوموړی په حمله کې زخمي شو خو د ورور او وراره پشمول څلور کسان پکې ووژل شول.

تر اوسه پورې معلومه نه ده چې بريد چا کړی او صوبايي حکومت هم په دې اړه څوک تورن کړي نه دي.

خو د کوز دیر په مرکز په تېمرګره کې د پيپلز ګوند يو ځايي مشر او په خیبر پښتونخوا کې پخوانی صوبايي وزیر محمود زېب خان دعوه کوي چې د سيمې پوليس او انتظامي افسرانو ورته ويلي چې پر لياقت علي خان "هدفي برید" شوی دی.

خو مشال راډيو له سرکاري چارواکو څخه د دې دعوې تصدیق و نه کړای شو.

وسله وال په پيوچار او بيها سيمو کې کيمپونه لري او ښه ازاد ګرځي. خلکو ته خطونه لېږدوي، دړکې هم ورکوي. خو خلک له وېرې حال نه شي ويلی.
حاجي زاهد خان

محمود زېب خان د اګست پر اوومه له مشال راډيو سره په خبرو کې زياته کړه چې د ميدان په شمول د کوز دير يوشمېر نورو سيمو ته وسله وال داخل شوي دي. "د تېمرګرې په هسپتال کې د پوليسو مشر او ډېپټي کمېشنر موږ ته وويل چې لياقت علي خان د هدفي بريد ښکار شوی دی. دلته له تېرو دوو مياشتو راهيسې يوه ناارامي جوړه ده. د استخباراتي ادارو رپورټونه دي چې په ميدان، تورمنګ او کارو دره کې ګڼ وسله وال شتون لري. د دوی اجنډا همدا ده چې ځايي خلک هدف وګرځوي. که دا پېښې همداسې روانې وي نو خلک به له يوه غټ خطر سره مخامخ شي."

کوز دير د خیبر پښتونخوا هغه ضلع ده چې په ۱۹۹۲ز کال پکې مولانا صوفي محمد د "تحريک نفاذ شريعت محمدي" په نوم تنظيم جوړ کړ. وروسته د هغه زوم ملا فضل الله د تنظيم مشري په غاړه واخيسته او هغه يې په سوات کې هم فعاله کړ.

فضل الله په ۲۰۰۷ز کال کې خپل سازمان د بیت الله مسید له تحريک طالبان پاکستان سره ورګډ کړ او په سوات کې يې خپل عدالتونه ولګول. طالبانو د سوات د واکمنۍ په دوره کې ګڼ خلک او چارواکي ووژل او وتښتول.

د پاکستان پوځ په سوات کې د طالبانو د تحريک پرضد عمليات وکړل او په ۲۰۰۹ز کې يې له وسله والو څخه د هغې سیمې د پاکولو دعوه وکړه. د طالبانو پرضد د پوځ د عملياتو په نتيجه کې تر دوه مېليونه زيات خلک بې کوره شوي ول.

ملا فضل الله په سوات کې د طالبانو فعالیتونه پراخ کړي ول - پخوانی انځور.
ملا فضل الله په سوات کې د طالبانو فعالیتونه پراخ کړي ول - پخوانی انځور.

په همدې حال کې په سوات کې د ناامنۍ وروستيو پېښو د هغې سیلانۍ سيمې اوسېدونکي هلته د پخوانیو کلونو په څېر د طالبانو د فعالیتونو د تکرار امکان اندېښمن کړي دي.

د سوات د شخصي هوټلونو د مالکانو د اتحاديې مشر حاجي زاهد خان د طالبانو پر ضد د مبارزې له وجې شهرت لري او دوه وارې له ځانمرګو بريدونو روغ وتلی.

نوموړي د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې وسله وال د سوات په يوشمېر سيمو کې بیا ځای پر ځای شوي او خلکو ته دړکې ورکوي. "وسله وال په پيوچار او بيها سيمو کې کيمپونه لري او ښه ازاد ګرځي. خلکو ته خطونه لېږدوي، دړکې هم ورکوي. خو خلک له وېرې حال نه شي ويلی. او که يو څوک معلوم شي چې طالبانو ورته پيغام لېږدولی، نو امنيتي ځواکونه ورځي او ورته وايي چې موږ به دې حفاظت کوو، پوليس به درکړو. مثلاً زموږ د بازار صدر عبدالرحيم. هغه ته يې اول دړکې ورکړې، اوس يې ورته پوليس ورکړي دي او ترې یې غوښتي چې په خپلو ويناګانو کې به د پوځ د قربانيو يادونه کوي. هلکه د څه شي قربانۍ؟"

عبدالرحيم اوسمهال د ټول ملاکنډ د سوداګرو د ټولنې مشر دی. نوموړی وايي چې طالبان ترې د ۲۰۱۴ز کال راهيسې وخت پر وخت د پيسو غوښتنې کوي، خو ده کله هم نه دي منلي.

د نوموړي په خبره، له طالبانو سره د حکومت د سولې خبرو د سيمې خلک په وېره کې اچولي دي.​"طالبانو يو ځل پر ما حمله هم کړې وه، خو زه الله بچ کړی يم. ما کله هم له دوی سره مرسته نه ده کړې بلکې کلک مخالفت مې يې کړی دی. زه يو کاروباري سړی يم. اووه کاله مې په خپله دېره کې تېر کړل. زه چې کله هم له کوره وځم نو د روغ رمټ ستنېدو امېد مې نه وي. حکومت ما ته زما حفاظت لپاره څلور پوليسان راکړي. دا اوس چې حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړي، په هغوی کې دوباره جرات او حوصله پيدا شوې. داسې اطلاعات دي چې طالبان سوات ته داخل شوي دي. خلک په ډېره زياته وېره کې دي. زه نه پوهېږم چې حکومت له طالبانو سره خبرې د کومې پالېسۍ او ډېپلوماسۍ له لارې کوي؟"

په ځينو ځايونو کې به ښايي د طالبانو ملګري د منظم کېدو هڅې او له خلکو د پيسو غوښتنې کوي. خو دا هرڅه د کومې منظمې پالېسۍ لاندې نه دي روان.
محمد علي سیف

له سوات سره په لګېدلې ضلعې بونېر کې هم طالبانو په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ز کلونو کې ځينې کلي تر خپلې ولکې لاندې راوستي ول. د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د همدې ضلعې د خلکو استازی او د عوامي نیشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسين بابک پر حکومت نيوکې کوي چې د طالبانو پر وړاندې يې سخت دريځ نه دی خپل کړی."طالبان دا وخت سوات، بونېر، حتی هرې ضلعې ته داخل شوي. ټولې دنيا ته معلومه ده چې د [کوز] دير په ميدان کې خو هغوی ازاد ګرځېدل. موږ په خپله حکومتي دوره کې د ترهګرو پرضد يو واضح او کلک سياسي موقف خپل کړی وو. زموږ پوليس هم له موږ سره اوږه په اوږه ولاړ ول. دا ځل خطرناکه خبره دا ده چې حکومت طالبانو ته تسليم شوی. خلک اندېښمن او وېرې اخيستي دي. د پيسو لپاره په ټېلېفونونو کې ډېره اضافه شوې ده. دا پوښتنه چې دا څوک کوي؟ دا يو داسې سوال دی چې ټولې دنيا ته پته هم ده او ټوله دنيا له وېرې غږ هم نه شي کولی."

حکومتي دریځ

موږ هڅه وکړه چې د دې پوښتنو او امنيتي اندېښنو ځواب د ملاکنډ له انتظامي چارواکو ترلاسه کړو خو د بيا بيا ټېلېفوني رابطو باوجود په خبرو ورسره بريالي نه شو.

البته د خیبر پښتونخوا د اعلا وزير د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې حکومت په ملاکنډ کې د وسله والو د شتون او فعاليت په اړه کره معلومات او شواهد نه لري.

نوموړی البته مني چې د طالبانو ملګرو ښايي د صوبې په ځينو سيمو کې د منظمېدو هڅې پيل کړې وي.

سیف زياته کړه چې په سيمه کې د سولې د ټينګښت يوازېنۍ غوره لار له وسله والو سره د خبرو اترو هغه ده.​ "زه منم چې مسايل شته. په ځينو ځايونو کې به ښايي د طالبانو ملګري د منظم کېدو هڅې او له خلکو د پيسو غوښتنې کوي. خو دا هرڅه د کومې منظمې پالېسۍ لاندې نه دي روان. دا خبرې نه موږ ته رپورټ شوې دي او نه يې هم ثبوت او تصديق شته. که دا کارونه په منظمه توګه او يا هم غير منظمه توګه کېږي او موږ ته رپورټ شي، نو د حکومت ذمه واري ده چې پرضد يې اقدام وکړي. او پاتې شوه خبره له طالبانو سره د سولې د خبرو، نو موږ بايد دا پرېکړه وکړو چې په خپله سيمه کې امن غواړو او که نه د جنګ دوام؟ دا مهال د حکومت او طالبانو ترمینځ جنګ بندي ده. له افغانستانه د امريکا تر وتلو وروسته اوسمهال اړتيا دې ته ده چې موږ خپلو کې سره کښېنو او خپلمینځي مسايل د خبرو اترو له لارې حل کړو."

د محمد علي سیف په مشرۍ د پاکستان حکومت يو پلاوی د تحريک طالبان پاکستان له مشرتابه سره د خبرو لپاره د جولای پر ۳۰مه کابل ته تللی وو چې د اګست پر لومړۍ نېټه پاکستان ستون شو.

نوموړي د اګست پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته ويلي ول چې له تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهيسې روانه شخړه په يوه او يا هم دوه پړاوه خبرو کې د حلېدو نه ده او دا چې له تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو لړۍ به دوام ولري.

XS
SM
MD
LG