د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د وسله والو ضد عملیاتو کې يو پوليس افسر ټپي شوی دی


د پېښور پوليس د طاهر شميم احمد نومي کس د وژنې تر پېښې وروسته. د ۲۰۲۰ز کال د جولای ۲۹ انځور
د پېښور پوليس د طاهر شميم احمد نومي کس د وژنې تر پېښې وروسته. د ۲۰۲۰ز کال د جولای ۲۹ انځور

د خيبر پښتونخوا په سوات کې پولیس وايي چې په مټه کې له وسله والو سره په نښته کې یو پولیس افسر ژوبل شوی دی.

د سوات ځايي پولیسو د اګست پر اتمه نېټه رسنیو ته په وټس ایپ په استولي په بیان کې ویلي چې ورته د مټې په چپریال کې د وسله والو د شتون معلومات ترلاسه شوي ول چې پرضد يې د کارروايي لپاره د پوليسو ډله ولېږدوله.

په بیان کې راغلي چې د مټې ډي اېس پي پير سيد د اګست پر اتمه د شور او سردان په غرونو کې د وسله والو پرضد عملیات کول چې نښته وشوه چې پکې نوموړی ژوبل شو. دا لا نه ده معلومه چې هغه څومره ټپي دی او د درملنې لپاره چېرې لېږدول شوی دی.

کله چې مشال راډیو د سوات د پولیسو له مشر زاهد نواز څخه د عملیاتو او د پولیس افسر د ژوبلېدو په اړه وپوښتل نو هغه ټول معلومات تایید کړل.

وروسته ځينو نورو حکومتي سرچينو مشال راډيو ته وويل چې په دې پېښه کې څلور نور پوليسان هم ژوبل شوي دي خو موږ په رسمي توګه دا معلومات تایید نه کړای شول.

پولیسو په بیان کې دا نه ده روښانه کړې چې په مټه کې یې د کومې ډلې وسله والو پرضد عملیات پیل کړي دي او هېڅ وسله والې ډلې هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې تر پېښې وروسته سيمې ته پوځيان ورغلي او هلته يې ګزمه پيل کړې.

تازه پېښه تر هغې وروسته شوې چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې داسې اوازې وې چې وسله وال سوات ته ورغلي دي.

د اګست پر اوومه د سوات د سوداګرو او هوټلونو ټولنې مشرانو او په صوبايي اسمبلۍ کې د مخالفه عوامي نیشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسین بابک له مشال راډیو سره په خبرو کې په ملاکنډ کې د وسله والو شتون او فعالیتونو په اړه اندېښنه وښوده.

خو د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف مشال راډیو ته ویلي چې په هغه سیمه کې د وسله والو د موجودګۍ او فعالیتونو په اړه کره شواهد نه شته.

نوموړی البته مني چې د طالبانو ملګرو ښايي د صوبې په ځينو سيمو کې د منظمېدو هڅې پيل کړې وي. سیف زياته کړه چې په سيمه کې د سولې د ټينګښت يوازېنۍ غوره لار له وسله والو سره د خبرو اترو هغه ده.

په سوات کې وسله والو طالبانو ګڼ شمېر پوځيان، پوليس او ولسي وګړي وژلي ول. د ۲۰۰۸ز کال د ډېسېمبر لومړۍ انځور
په سوات کې وسله والو طالبانو ګڼ شمېر پوځيان، پوليس او ولسي وګړي وژلي ول. د ۲۰۰۸ز کال د ډېسېمبر لومړۍ انځور

د نوموړي په مشرۍ د حکومت او طالبانو ترمینځ دوه ځله په کابل کې مذاکرات شوي دي خو حتمي نتيجې ته نه دې رسېدلي. سيف زیاتوي چې خبرې اترې به دوام لري.

خو د خیبر پښتونخوا په قبایلي او نورو ضلعو کې له تحریک طالبان پاکستان پرته نورې وسله والې ډلې هم شته.

پولیسو په سوات کې د تازه عملیاتو خبر پر داسې وخت ورکړی دی چې د جون پر لومړۍ نېټه د پاکستان پوځ شاوخوا ۱۵ کاله وروسته د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ ډېوېژن د امنيتي چارو ذمه واري د پولیسو تر واک لاندې فرنټییر کانسټیبلري ځواک ته وسپارله.

سوات يو وخت د ملا فضل الله په مشرۍ د وسله والو طالبانو مرکز وو. نوموړي په ۲۰۰۷ز کال کې خپل سازمان د بیت الله مسید له تحريک طالبان پاکستان سره ورګډ کړ او په سوات کې يې خپل عدالتونه ولګول. طالبانو د سوات د واکمنۍ په دوره کې ګڼ خلک او چارواکي ووژل او وتښتول.

د پاکستان پوځ په سوات کې د طالبانو د تحريک پرضد عمليات وکړل او په ۲۰۰۹ز کې يې له وسله والو څخه د هغې سیمې د پاکولو دعوه وکړه. د طالبانو پرضد د پوځ د عملياتو په نتيجه کې تر دوه مېليونه زيات خلک بې کوره شوي ول.

ملا فضل الله او ملګري يې افغانستان ته وتښتيدل او په ۲۰۱۸ز کال مولانا فضل الله په کونړ ولايت کې په امريکايي ډرون بريد کې ووژل شو.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG