د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبايلي ضلعو کې د هدفي وژنو ضد ولسي احتجاجونه نتيجه ولې نه ورکوي؟


قبايلي ضلعو کې د هدفي وژنو ضد ولسي احتجاجونه نتيجه ولې نه ورکوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:27 0:00

د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې د وسله والو پرضد د يو شمېر پوځي عملياتو سربېره هم هدفي وژنې دوام لري. شمالي وزيرستان هغه سيمه ده چې پکې تر ټولو زیات ولسي وګړي په نښه شوي دي خو اوس دا لړۍ په باجوړ کې هم تېزه شوې ده. په قبايلي ضلعو کې چې کله هم بېګناه خلک وژل شوي نو په خلاف يې ځایي ولس مظاهره یا پرلت وهلی دی. خو داسې ليدل شوي چې حکومت احتجاجيانو سره تړون وکړي يا ډاډ ورکړي چې د هدفي وژنو مخنيوي به کوي او په پېښو کې ککړ کسان به نیسي خو چې کله احتجاج ختم شي نو له دې وروسته بیا هدفي وژنې وشي او خلک بیا احتجاج پیل کړي. پوښتنه دا ده چې د ولسي وګړو د وژنو درولو په لړ کې ولسي احتجاجونه نتيجه ولې نه ورکوي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG