د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېخ رشيد: د تحريک طالبان پاکستان سخت شرطونه د منلو نه وو


د پاکستان کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد
د پاکستان کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد وايي له تحریک طالبان پاکستان سره یې ځکه په خبرو کې پرمختګ ونه شو چې غوښتنې یې د منلو وړ نه وې.

شېخ رشید دا څرګندونې د جنورۍ پر ۲۲مه په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته په وینا کې کړې دي. نوموړي له وسله والو پاکستانیو طالبانو (ټي ټي پي) سره د ناکامه شویو مذاکراتو په اړه وویل: ((د ټي ټي پي شرطونو د منلو وړ نه وو. د هغوی سره د افغانستان طالبانو د لارې مذاکرات کېدل او موږ ته چې افغان طالبانو څه رنګ په ګوته کړي وو نو هغه شرطونه دومره سخت وو چې د منلو وړ نه وو. هغوی بیا پخپله اوربند مات کړ. بیا موږ هم ورسره تماس ونه نيو.))

شېخ رشيد د دې شرطونو وضاحت ونه کړ. خو پاکستاني طالبانو په بيا بيا په خپلو بيانونو کې د شريعت نفاذ او له بنده د خپلو ملګرو خوشې کول غوښتي دي.

د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان سره د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې د یوې میاشتې لپاره اوربند کړی وو. دا اوربند د دیسمبر په نهمه ختم شو. د دیسمبر په لسمه تحريک طالبان پاکستان په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دوی جنګ بندي ځکه نه غځوي چې د پاکستان پوځ په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د اوربند په مهال یې هم د دوی ملګري په نښه کړې دي. په دې اړه پوځ څه نه دې ويلي.

د دې اوربند تر نه غځېدو وروسته تحريک طالبان پاکستان خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دوی د دې کال په لومړيو ورځو کې د خپلو حملو د معلوماتو په شريکولو سره په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په تېر، ۲۰۲۱ کال کې یې په خيبر پښتونخوا، سیند او بلوچستان کې ۲۸۲ حملې کړې او ۹۷۲ کسان یې پکې وژلي دي.

په ازاد ډول د دې شمېرو تصديق نه دی شوی خو د مشال راډيو راټول کړي معلومات ښيي چې يوازې په شمالي وزیرستان کې تېر کال ۱۴۸ بېلابېل بریدونه شوي وو چې د ډيرو حملو زمه واري تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)‌ منلې وه.

شېخ رشيد د تحريک طالبان پاکستان د حملو زیاتېدل د تشویش وړ نه بولي. هغه په خبري غونډه کې وويل چې دا ډله د وړو وړو حملو په کولو سره ناکراری جوړول غواړي. خو زیاته یې کړه چې ټولو امنيتي ادارو ته د امنيت ټينګ ساتلو خبرداری جاري شوی دی.

XS
SM
MD
LG