د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: د خيبر پښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې د وسله والو واکمني ده


دا څرګندونې مولانا فضل الرحمن د جولای پر ۳۱مه نېټه په پېښور کې د قبايلی سيمو له مشرانو سره تر جرګې وروسته د خبرې غونډې پر مهال کړې دي. (انځور: ارشیف)
دا څرګندونې مولانا فضل الرحمن د جولای پر ۳۱مه نېټه په پېښور کې د قبايلی سيمو له مشرانو سره تر جرګې وروسته د خبرې غونډې پر مهال کړې دي. (انځور: ارشیف)

د جميعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ادعا کړې چې د خيبر پښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې د وسله والو واکمني يا راج دی.

دا څرګندونې مولانا فضل الرحمن د جولای پر ۳۱مه نېټه په پېښور کې د قبايلی سيمو له مشرانو سره تر جرګې وروسته د خبرې غونډې پر مهال کړې دي.

مولانا فضل الرحمان دا ادعا هم کړې ده چې د وسله والو پر وړاندې پوليس او ځايي انتظاميه ځانونه ناوسه ګڼي.

نوموړي وویل، " په ډېره اسماعيل خان، ټانک، لکي مروت، کرک، وزیرستان، دويم وزیرستان، په دغو ټولو سيمو کې دا مهال د وسله والو کسانو واک (راج) دی."

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې د خراب امنيت له کبله دا وخت په شمالي وزيرستان کې اتمانزی قبیلې پرلت وهلی دی.

نوموړي وویل چې په دې اړه به په روانه اوونۍ کې له وزیراعظم شهباز شریف سره ملاقات کوي او په دې ناسته کې به په سيمه کې د امنيت راوستو پر لارو چارو او د دې پر اصل لاملونو جدي غور کېږي.

د خيبر پښتونخوا حکومت په سمدستي توګه د مولانا فضل الرحمان د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې حکومتي او پوځي مشرتابه د وسله والو د منظمې شبکې شتون رد کړی دی.

شمالي وزیرستان کې بدامني، ریاستي پالیسي او د خلکو غوښتنې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:26 0:00

مولانا فضل الرحمان دا خبرې پر داسې وخت کړې دي چې د ګوند د شمالي وزیرستان د دوو مشرانو د وژل کېدو پرضد يې په ميرعلي کې پرلت روان دی.

د جمعیت علما اسلام د شمالي وزیرستان دا مشران د جولای پر ۱۴مه په میرعلي کې په نښه شوي ول چې پرضد یې د جولای له ۱۷ هلته پرلت روان دی.

پرلتوال غوښتنه کوي چې په شمالي وزیرستان کې دې امنيت باوري شي او په وژنو کې ککړ کسان دې ونيول شي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علي خان مشال راډیو ته ویلي چې دوی له لومړۍ ورځې له پرلتوالو سره په خبرو بوخت دي.

په دې لړ کې د جولای پر ۳۱مه نېټه هم د حکومتي‌استازو او پرلتوالو ترمنځ مذاکرات شوي وو چې بې نتيجې پای ته رسېدلي دي.

دا پرلت لومړی په عیدکو کې پیل شوی وو خو اوس د میرامشاه پریس کلب مخې ته هم غځول شوی دی. په دې پرلت کې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو او سازمانونو خلک او استازي شریک دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ هم د یاد پرلت ملاتړ اعلان کړی او د دې تحریک مشر منظور پښتین هم پکې ګډون او وینا کړې وه.

مولانا فضل الرحمان د شمالي وزیرستان د سیمي د ولس پر خپلو وسايلو د اختیار په اړه هم دې خبري غونډې ته د خپل ګوند دریځ وړاندې کړ.

نوموړي وویل، "د نن په شوې جرګه کې دا خبره تسلیم شوې ده چې کوم ګېس راوتلی دی نو لومړی حق به پرې د هغه ځای د ولس وي او د دې لپاره به موږ د سروې ټیمونه استوو، او په دې ډلو کې به د قبايلي مشرانو دوه درې استازي هم وي چې د هغوي په موجودګۍ کي سروې ترسره شي."

بل پلو د شمالي وزیرستان د صوبايي اسمبلۍ غړی میر کلام وزیر وايي په وزیرستان کي د هدفي وژنو له پېښو ولس ډېر تنګ شوی او هلته خلک د نورو مسلو د حل کولو پر ځای لومړی دا ستونزه هوارول غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو لړۍ په پرلپسې توګه روانه ده. تر دې وړاندې د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د حکومت مخالفو ګوندونو غړو هم پر دې مسله بحث کړی وو او اندېښنه یې ښودلې وه.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي‌ چې دوی حالت تر پخوا ښه کړی دی، اوس یې هم هلې ځلې روانې دي او تمه لري چې ډېر زر به په سیمه کې د ترهګرۍ پېښې پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG