د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر کې د ناامنۍ پېښو ځايي ولس اندېښمن کړی


د خيبر په ګډون د خيبر پښتونخوا د ځينو نورو قبايلي سيمو ولس هم د ناامنۍ د مخنيوي لپاره ناستې کړې دي ــ انځور له ارشيفه
د خيبر په ګډون د خيبر پښتونخوا د ځينو نورو قبايلي سيمو ولس هم د ناامنۍ د مخنيوي لپاره ناستې کړې دي ــ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکو ويلي چې له یوې مودې راهيسې د ناامنۍ پېښو يې پر ژوند او کاروبار منفي اغېز کړی دی.

دوی غوښتنه کوي چې ضلعي انتظاميه دې د امنیت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او د بته خورۍ يا باج اخیستنې مخنيوی دې وکړي چې دا ډول سوداګر په ازاده توګه او په یو خوندي چاپېریال کې کاروبار وکړای شي.

د باړې تحصیل سیاسي اتحاد یو مشر زاهدالله د جولای پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د خيبر په تیرا او باړه کې چاودنو او د ناامنۍ پېښو په خلکو کې وېره پیدا کړې ده. "د بدامنۍ تر ټولو زیات اغېز پر کاروبار او تعلیمي هلو ځلو باندې کېږي. ډېر په منظم انداز هدفي وژنې روانې دي، امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي وژل کېږي."

د خیبر په تیرا او باړه کې په ۲۰۰۸ز کال کې د وسله والو ډلو پرضد پوځي عملیات پیل شوي ول چې په ۲۰۱۶ز کال کې پای ته ورسېدل. وروسته د حکومت له خوا د امنيت تر ډاډ ورکولو وروسته کډوال خپلو سیمو ته ستانه شول، خو ځايي ولس وايي هلته يو ځل بيا ناامنیو سر پورته کړی دی.

يو ځايي سوداګر ملک جاوید اپرېدی وایي، په خیبر کې د باج یا قلنګ غوښتنه زیاته شوې، سوداګرو ته ټېلېفونونه کېږي او د نوموړي په وينا، کروړونه روپۍ ورڅخه غوښتل کېږي.

اخوا د خیبر پولیسو مشر محمد عمران د جولای پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې په ضلع کې یې د ناامنۍ د مخنیوي لپاره اړين ګامونه پورته کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې نه يوازې په خيبر بلکې په پېښور او ټولې خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. "چې په خیبر کې کومې پیښې شوي، تر اېف ای ار (د پلټنو لومړني راپور) درجولو وروسته باقاعده پر هغه پلټنې کېږي، د ځینو پېښو ملزمان مو نیولي. له دې علاوه د خیبر پولیس چمتو دي او د هر ډول حالاتو مقابلې ته تیار دي."

د جولای پر ۱۶مه د خيبر د باړې په شلوبر کې وسلوالو پر يوه امنيتي پوسته برید وکړ چې پکې یې دوه پولیسان ووژل شول.

تر دې وړاندې هم هلته د ناامنۍ یوشمېر پېښې شوې چې ځايي وګړي پکې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

پر خيبر برسېره، د خيبر پښتونخوا د ځينو نورو قبايلي سيمو خلک وايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي. دوی په سيمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد په وار وار مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي جلسې هم کړې دي.

بلخوا د پاکستان حکومت له ناقانونه ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات هم کړې دي. د دې مذاکراتو په نتيجه کې د دواړو خواوو ترمینځ شوی اوربند تر نامعلومې مودې غځول شوی دی خو بریدونه لا هم نه دې درېدلي. په پاکستان کې له تحريک طالبان پاکستان پرته نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي.

XS
SM
MD
LG