د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتنو پر مذاکراتو سربېره د پرلت جاري ساتلو هوډ کړی


د اسلام اباد پرېس کلب مخ ته د پاکستان د بېلا بېلو سيمو د پښتنو د احتجاج نن ۱۰مه ورځ ده. دغه احتجاج کوونکي په کراچي کې د وژل شوي پښتون ځوان نقیب الله مسود د قاتلانو د نیولو، د پښتنو د ماوراعدالت وژنو د عدالتي پلټنو، د لادرکه کړل شویو کسانو د موندلو، قبايلي سيمې له ماينونو پاکولو او د امنيتي ځواکونو لخوا له دوی سره د انساني برخورد غوښتنې کوي.

د دې پرلت مشرانو په وروستي ځل تېره ورځ د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی له چارواکو سره وليدل او د خپلو غوښتنو په اړه يې بحث ورسره وکړی. د دې ځوانانو يو مخکښ منظور مسود مشال راډيو ته وويل چې د پښتنو مشرانو د پاکستان له ولسي او پوځي چارواکو سره وليدل.

نوموړی وايي، د پښتنو استازو له دې وړاندې د پاکستان د عامه اړيکو د ادارې له مشرانو او له هغه مخکې يې د پاکستان له وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره ملاقاتونه کړي وو. د هغه په خبره د دوی د ځينو غوښتنو په اړه چارواکو د سمدستي ګامونو پورته کولو باور ورکړی دی خو منظور مسود وايي احتجاج به تر هغه وخته روان وي تر څو چارواکو دوی ته د غوښتنو د حل لپاره په ليکلې بڼه ضمانت نه وي ورکړی او له دوی سره يې په ګډه خبرې غونډه کې د ولس مخ ته اعلان نه وي کړی.

د پښتنو احتجاجي لاريون د جنوري له ۲۶مې نېټې له بنو پېل شو چې بيا وروسته د کوهاټ او پېښور له لارو اسلام اباد ته ورسېدی او د فبروري له لومړۍ نېټې يې د اسلام اباد پرېس کلب مخ ته پرلت وواهه.

د احتجاج کوونکو پښتنو مشر منظور احمد پښتين د جمعې په ماخستن د پرلت ګډونوالو ته په وينا کې وويل چې د دوی ناسته به تر هغه وخته روانه وي تر څو پښتنو ته پر خپلو وسايلو واک نه وي ورکړل شوی.

د نوموړي په خبره د پښتنو پر خاوره ډېر زيات وسايل موجود دي خو بيا هم د دوی ځوانان په پرديو هېوادونو کې په خوارۍ مزدورۍ پسې ځي او هلته خپل وېښته سپينوي. د پښتين په خبره دا عمل نور ورته نه د منلو وړ نه دی.

د پښتنو لاريون له هغه وروسته پېل شو کله چې په کراچي کې د نقيب الله مسود په نامه د جنوبي وزيرستان يو ځوان د جنوري پر رديمه نېټه د امنيتي ځواکونو لخوا وتښتول شو او بيا وروسته د جنوري پر ۱۳مه نېټه د ترهګر په تور د راو انوار په مشرۍ کې د پوليسو لخوا ووژل شو. له پلټنو وروسته هغه بې ګناه ثابت شو او راو انوار له خپلې دندې ليرې کړل شو چې بيا وروسته وتښتېدی او لا تر دې دمه يې د ځای ځايګي درک نشته.

له دې پېښې وروسته د مسود ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې د قبايلي سيمو يو شمېر سازمانونو لاريون پېل کړ چې بيا وروسته د ټولو پښتنو په لاريون بدل شو.

XS
SM
MD
LG