د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتین: د حکومت او طالبانو ترمینځ د اوربند باوجود هدفي بریدونه کېږي


پښتین: د حکومت او طالبانو ترمینځ د اوربند باوجود هدفي بریدونه کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:10 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې د پاکستان حکومت په تېرو څه د پاسه ۱۵ کلونو کې له وسله والو ډلو سره یوشمېر موافقې کړې دي چې نتیجه یې نه ده ورکړې بلکې له ماتېدو سره یې تاوتریخوالی لا زیات شوی دی. دا خبره نوموړي د جولای پر ۲۷مه د امریکا غږ اشنا راډیو په ټېلېوېژني خپرونه اتصال کې کړې. پښتین وویل، د تېر په څېر اوسمهال هم د حکومت او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمینځ پر اوربند سربېره د ولسي وګړو هدفي وژنې روانې دي. دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ د پاکستان د دیني عالمانو یو پلای کابل ته ورغی چې هلته د ټي ټي پي له مشرانو سره د سولې خبرې وکړي. پښتین زیاته کړه چې د داسې مذاکراتو ملاتړ کوي چې سوله باوري شي. د پاکستان حکومت وايي، د مذاکراتو موخه یې په هغه هېواد کې د امنیت ټینګښت دی. له پښتین سره بشپړه مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG