د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ټي ټي پي سره خبرې: جرګه د پارلېمان ځای نیولی شي؟


د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني: انځور له ارشیفه
د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني: انځور له ارشیفه

د پاکستان د پارلېمان یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړو او ټولنیزو فعالانو د پاکستان له خوا له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د پارلېمان پخوانۍ غړې بشره ګوهر د جون پر درېیمه نېټه له طالبانو سره د خبرو اترو پروسې ته په اشاره پر خپله ټویټر پاڼه پوښتنه کړې چې د دې په وینا، پارلېمان چېرې دی؟

پخواني سېنېټر افراسیاب خټک پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې له وسله والو طالبانو سره روانې خبرې اترې په ۲۰۱۴م کې د جوړ کړل شوي قامي ايکشن پلان مکمله خلاف ورزي ده. افراسیاب خټک پوښتنه راپورته کړې چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره جرګې چا او کله جوړې کړې دي؟


د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ مشال راډيو ته وویل چې له دې خبرو اترو پارلېمان او وزیر اعظم ناخبره ساتل شوي دي. ده وویل، "په دې اړه په پارلېمان کې هيڅ بحث نه دی شوی، ګني دا تیره اوونۍ ما په پارلېمان کې د دې خبرو اترو او د طالبانو د دوو مشرانو د خوشي کولو په اړه خبره کړې وه، نو پکار وه چې چا نه چا خو يې ځواب ويلای وای."

محسن داوړ وویل، اوس جرګې لاړې بیا واپس راغلې او فیصله چې چا کوله هغوی وکړه. د ده په وینا، "پوځي چارواکو چې دې نه مخکې کومې خبرې له [طالبانو] سره کړې وې د هغې نه پس يې جرګه ځکه وليږله چې تاسو به اوس د دې خبرو ملکیت اخلي، نو اوس يې دا خبره په وفاقي حکومت هم ومنله."

د ۲۰۱۴م کال د دسمبر په ۱۶مه په پیښور کې د پاکستاني طالبانو لخوا پر ارمي پبلک سکول تر برید وروسته حکومت په یوه خوله ۲۰ نکاتي ايکشن پلان جوړ کړی وو. په دې پلان کې د وسله والو ترهګرو ډلو پرضد سخت ګامونه پورته کولو سره سره په پاکستان کې د هر ډول سخت دريځۍ او وسله والې مبارزې مخنیوی او خاتمه کول وو شامل وو.

د سیاسي چارو شنونکی اویس توحيد وايي چې له تحریک طالبان پاکستان سره د دې خبرو اترو پیل د ايین او د قانون له خلاف ورزۍ نه شوی دی. ده وویل، "څنګه چې په رپورټونو کې راغلي چې حکومت دوه ډیر خطرناک طالب مجرمان مسلم خان او محمود خان یو دریم فریق ته د ضمانت په توګه حواله کړي دي ، نو دا خو د ایین او قانون پرضد ګام دی او داسې هم ویل کيږي چې د طالبانو يو شمیر قیدیان خوشې کړل شوي دي او نور به هم خوشي کوي."

له قبايلي مشرانو ، حکومتي چارواکو او د پارلېمان پر اوسنیو او پخوانیو غړیو جوړه یوه ۵۳ کسیزه جرګه د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته تللې وه چې له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې وکړي.

دا جرګه د جون په درېیمه پاکستان ته ستنه شوه. د دې جرګې غړیو د کابل د ناستې په اړه مشال راديو ته ويلي چې تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره تر نامعلومې مودې اوربند غځولی او دا يې د سیمې د امن لپاره لوی پرمختګ بللی دی.

د جون په دریمه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب په لومړي ځل په رسمي توګه د دې خبرو اترو پخلی وکړ. نوموړې وویل چې دا خبرې اترې د افغان طالبانو د حکومتي چارواکو په منځګړتوب د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر په میاشت کې پیل شوې وې.

هغې وویل: "د دې ټولو خبره اترو دایره کار اییني دی او چې کله هم دا خبرې اترې نهايي کيږي نو د حکومت منظورۍ سره به نهايي کيږي او د دې خبرو اترو فيصلې به په اتفاق رايه سره کيږي."

د ترهګرۍ پرضد د پاکستان قامي اداره نيکټا وايي چې یوازې په ۲۰۲۰م کال کې ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان په هیواد کې د ۷۹ بریدونو ذمه واري منلې وه. د یادې ادارې په وینا، په دې بریدونو کې ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۲۰۶ نور ژوبل شوی وو.

د پاکستان حکومت دعوه کوي چې د ۲۰۰۴م کال نه په هغه هيواد کې تر ۶۰ زروه زیات کسان په ترهګرو بریدونو کې وژل شوي چې پکې د ګڼ شمیر بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې وه.

خو بل پلو د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ پر اوربند او خبرو سربېره پرلپسې بریدونه روان دي.

XS
SM
MD
LG