د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د فاټا په سلو کې ۹۵ کډوال ستانه شوي دي'


د قبايلي سيمو د افتونو د مبارزې اداره ايف ډي ايم وايي چې د فاټا بې کوره شوې خلکو کې ۹۵ فيصده خلک خپلو سيمو ته ستانه شوي او پاتې ۵ فيصده خلک به هم زر تر زره خپلو سيمو ته ستانه کړل شي.

په فاټا کې د طبعي افتونو سمبالولو ادارې ترمخه په عارضي توګه بې کوره شوي تر درو لاکو زياتې کورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوي دي او نېږدې ۱۵ زره پاتې دي چې زيات شمېر پکې د شمالي وزيرستان د کډوالو دی.

د يادې ادارې يو چارواکې مياں عادل ظهور مشال رېډيو ته وویل چې دغه متاثره شوو خلکو سره د تلو په وخت کې مالي کومک کوي او د شپږ مياشتو لپاره ورته خوراکي مواد هم ورکوي: ''پاتي کډوالو کې زيات تره متاثرين د شمالي وزيرستان دي دا تقريبا ۱۵۰۰۰ کورنې دي او موږ کوشش کوو چې د دوي د ستنېدو مرحله تر سره کړو،د جنوبي وزيرستان،د خيبر،کرمې اورکزۍ د دې تولول سيمو بې کوره شوي کډوال خپلو کورنو ته واپس تللې دي،چې کوم کډوال ځي هغوي ته 10زره د کرايو په مد کې د مياشتې ۲۵۰۰۰ رپوۍ ورکړې کېږي او هم دا شان شپږو مياشتو لپاره د خوراک سامان هم ورکړې کېږي.''

د ډنډي درپخېلو کډوال وايي، نور د کډوالتوب زغم نه لري

د افتونو د مبارزې ادرې ترمخه د ترهه ګرۍ له وجې پنځه قبايلي سيمو کې تر ۸۰ زرو کورونو ته په عارضي يا په مکمله توګه زيان رسېدلی دی چې پکې د تر ۵۰ زرو کورنو سروی شوې ده.

د ادارې تر مخه۳۸ زرو کورنو ته مالي مرستې ورکړې شوې دي او د نورو په اړه معلومات روان دي.

د يادې ادارې د معلوماتو تر مخه کال ۲۰۰۸ را دېخوا چې په قبايلي سيمو کې د ترهه ګرۍ او وسله والو پر ضد پوځي عملياتو پېل کړې شو نو د فاټاتر څلور نيم لکو پورې کورنۍ بې کوره شوې وې چې پکې زيات تره ستنې کړې شوې دي.

افغانستان مېشته وزیرستاني کډوال کورونو ته ستنېدل غواړي

د ادارې په وېنا په کال ۲۰۱۴ کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر ضدضرب عضب عملياتو کې د شمالي وزيرستان يو لکو نه زياتې کورنۍ بې کوره شوې وې چې پکې نورې خپلو سيمو ته واپس شوي دي خو پنځلسزره کورنۍ لا اوس هم د کډوالۍ ژوند تيره وي.

خو بل خوا د شمالي وزيرستان يو مشر ملک قسمت خان وزير وايي چې دوي سره وعده شوې وه چې کورنۍ به يې خپلې سيمو ته ولږل شي خو ۲۰۱۷ کال هم پهختمېدو دی او تر اوسه متاثره کورنۍ خپلو سيمو ته ونه لېږل شوې: (د جنوبي وزيرستان ډېر خلک لا په افغانستان کې ناست دي هغوي واپس راوستو لپاره هلې ځلې هم سمې نه کېږي بلکې د نېشت برارې دي۔په سيمي کې داسې حالات نه دې ګينې چې کليرنس نه وي شوي حالات کنټرول کې نه وي يا هلته امن نه شته،خو د دې هر څه باوجود نېټه په نېټه راکوي چې واپس به ولېږل شو خو تر اوسه داسې ونه شو، زما په خيال اوس هم ۱۵ نه تر ۲۰ زرو پورې کورنۍ لا دلته کې دي.)

د ايف ډي ايم ای مطابق په کال ۲۰۰۸ کال په پوځي عملياتو کې لهمومند ايجنسۍ نېږدې ۳۷ زره او له باجوړ ايجنسۍ ۷۲ زره کورنۍ بې کوره شوي وې چې ټولې خپلو سيمو ته واپس لېږل شوې دي.

ډانډې درپه خیل کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00

له ۲۰۰۸ م کاله تر۲۰۱۴ مه پورې له خېبر ايجنسۍ تر ۹۱زره پورې کورنۍ بې کوره کړل شوې وې چې تر ۸۹ زرو زياتې یې ستنې شوې دي.

د ايف ډې ايم تر مخه کال ۲۰۰۹ په پوځي عملياتو کې له جنوبي وزيرستانه نېږدې ۷۱ زرو، له نیمه قبايلي سيمې ايف ار ټانکه دوه زره دوه سوو، له اورکزۍ ايجنسۍ تر ۳۵ زرو زياتې او له کرمې تر ۳۳ زرو پورې کورنۍ بې کوره کړل شوې وې.

XS
SM
MD
LG