د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو د سوات ژوبل برمته پوليسان خوشې کړي


په خيبر پښتونخوا کې يو پوليس والا د چاودنې د ځای جاج اخلي. د ۲۰۱۴ز کال د اګست څلورمې انځور
په خيبر پښتونخوا کې يو پوليس والا د چاودنې د ځای جاج اخلي. د ۲۰۱۴ز کال د اګست څلورمې انځور

د خيبر پښتونخوا په سوات کې وسله والو هغه برمته پوليس چارواکي ځايي خلکو ته سپارلي چې له دوی سره په نښته کې ټپيان شوي ول.

د سوات ځايي پولیسو د اګست پر اتمه نېټه رسنیو ته په وټس اپ په استولي بیان کې ویلي ول چې د مټې ډي اېس پي پير سيد هغه مهال ژوبل شو چې د شور او سردان په غرونو کې يې د وسله والو پرضد عملیات کول. ځينو نورو چارواکو مشال راډيو ته وويل ول چې په نښته کې درې نور پوليسان هم زخميان شوي دي.

کله چې مشال راډیو د سوات د پولیسو له مشر زاهد نواز څخه د عملیاتو او د پولیس افسر د ژوبلېدو په اړه وپوښتل نو هغه ټول معلومات تایید کړل.

ځايي خلکو د اګست پر اتمه ماښام مهال مشال راډیو ته وویل چې وسله والو د پير سيد په ګډون څلور واړه پوليسان په ژوبل حالت کې برمته کړل او وروسته يې له ځايي مشرانو سره تر خبرو اترو وروسته هغوی ته وسپارل.

پوليس چارواکي د درملنې لپاره د سيدو شريف هسپتال ته رسول شوي دي. د ډي اېس پي ساتونکي هارون د ټېلېفون له لارې مشال راډیو ته وویل چې پير سيد دوې مرمۍ لګېدلی دی خو حالت یې له خطرې بهر دی.

پولیسو په بیان کې دا نه وه روښانه کړې چې په مټه کې یې د کومې ډلې وسله والو پرضد عملیات پیل کړي دي او هېڅ وسله والې ډلې هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

تازه پېښه تر هغې وروسته شوې چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې داسې اوازې وې چې وسله وال سوات ته ورغلي دي.

د اګست پر اوومه د سوات د سوداګرو او هوټلونو ټولنې مشرانو او په صوبايي اسمبلۍ کې د مخالفه عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک له مشال راډیو سره په خبرو کې په ملاکنډ کې د وسله والو شتون او فعالیتونو په اړه اندېښنه وښوده.

خو د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف د اګست پر اوومه مشال راډیو ته ویلي ول چې په هغه سیمه کې د وسله والو د موجودګۍ او فعالیتونو په اړه کره شواهد نشته.

نوموړی البته مني چې د طالبانو ملګرو ښايي د صوبې په ځينو سيمو کې د منظمېدو هڅې پيل کړې وي. سیف زياته کړه چې په سيمه کې د سولې د ټينګښت يوازېنۍ غوره لاره له وسله والو سره د خبرو اترو هغه ده.

د نوموړي په مشرۍ د حکومت او طالبانو ترمینځ دوه ځله په کابل کې مذاکرات شوي دي خو حتمي نتيجې ته نه دې رسېدلي. سيف زیاتوي چې خبرې اترې به دوام لري.

خو د خیبر پښتونخوا په قبایلي او نورو ضلعو کې پر تحریک طالبان پاکستان سربېره نورې وسله والې ډلې هم شته.

پولیسو په سوات کې د تازه عملیاتو خبر پر داسې وخت کې ورکړی دی چې د جون پر لومړۍ نېټه د پاکستان پوځ شاوخوا ۱۵ کاله وروسته د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ ډېوېژن د امنيتي چارو ذمه واري د پولیسو تر واک لاندې فرنټیېر کانسټېبلري ځواک ته وسپارله.

سوات يو وخت د ملا فضل الله په مشرۍ د وسله والو طالبانو مرکز وو. نوموړي په ۲۰۰۷ز کال کې خپل سازمان د بیت الله مسید له تحريک طالبان پاکستان سره ورګډ کړ او په سوات کې يې خپل عدالتونه ولګول. طالبانو د سوات د واکمنۍ په دوره کې ګڼ خلک او چارواکي ووژل او وتښتول.

د پاکستان پوځ په سوات کې د طالبانو د تحريک پرضد عمليات وکړل او په ۲۰۰۹ز کې يې له وسله والو څخه د هغې سیمې د پاکولو دعوه وکړه. د طالبانو پرضد د پوځ د عملياتو په نتيجه کې تر دوه مېليونه زيات خلک بې کوره شوي ول.

ملا فضل الله او ملګري يې افغانستان ته وتښتيدل او په ۲۰۱۸ز کال مولانا فضل الله په کونړ ولايت کې په امريکايي ډرون بريد کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG