د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پلاوی کابل کې له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې کوي


له تحریک طالبان پاکستان سره پر اوربند سربېره په قبایلي سیمو او په ځانګړي ډول په شمالي وزیرستان کې حملې روانې دي - پخوانی انځور.
له تحریک طالبان پاکستان سره پر اوربند سربېره په قبایلي سیمو او په ځانګړي ډول په شمالي وزیرستان کې حملې روانې دي - پخوانی انځور.

د پاکستان یو پلاوي د جولای پر ۳۱مه په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له مشرانو سره خبرې پیل کړې دي.

د پاکستان ۱۲ کسیزه پلاوی د جولای پر ۳۰مه تر هغې وروسته کابل ته ورسېد چې پر هم هغه ورځ د پاکستانیو دیني عالمانو یو پلاوی له افغانستانه خپل هېواد ته ستون شو.

د پلاوي مشري د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار بیرسټر محمد علي سیف کوي چې پکې د پارلېمان د اوسنیو او پخوانیو غړو په ګډون یوشمېر قبایلي مشران هم شامل دي.

سیف د جولای پر ۳۱مه غرمه مهال له کابله په یو لیکلي پیغام کې مشال راډیو ته ویلي چې پلاوی د "تحریک طالبان پاکستان" له مشرانو سره "په خبرو بوخت دی."

په کابل کې سرچینو مشال راډیو ته تایید کړې چې د پاکستان پلاوي هلته تر رسېد وروسته د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي خو په دې اړه نور معلومات نه دي په ډاګه شوي.

د طالبانو حکومت د اسلام اباد او د ټي ټي پي ترمینځ د خبرو مینځګړتوب کوي.

د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمينځ د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې په بېلابېلو بڼو مذاکرات شوي دي.

وروستۍ خبرې د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته له پاکستانه ورغلي ۵۳ کسیزه جرګې کړې وي چې په ترڅ کې یې هغه يو مياشتنی اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد چې د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په سر کې شوی وو.

خو پر اوربند سربېره په خیبر پښتونخوا کې بالعموم او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې بریدونه روان دي چې پکې ولسي وګړي، امنیتي سرتېري او حکومتي کارکوونکي په نښه کېږي. البته د ډېرو حملو ذمه واري هم هېڅ وسله والې ډلې نه ده منلې. په قبایلي سیمو کې له تحریک طالبان پاکستان پرته نورې ډلې هم فعاله دي.

پښتین: د حکومت او طالبانو ترمینځ د اوربند باوجود هدفي بریدونه کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:10 0:00

کابل ته تللی اوسنی پلاوی د هغې ۵۳ کسیزه جرګې برخه وو چې په جون کې ورته تحریک طالبان پاکستان خپلې غوښتنې وړاندې کړې وې. د هغې ناقانونه ډلې په غوښتنو کې یې تر ټولو مهمه په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډېدو لغوه کول او پخوانی حیثیت یې بحالول دي.

قبایلي سیمې د ۲۰۱۸ز کال د مې میاشت په وروستۍ اوونۍ کې په ایین (اساسي قانون) کې له بدلون سره په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې.

د قانون پوهانو په وینا، د تحریک طالبان پاکستان دا غوښتنه منل ځکه ګران دي چې د پوره کولو لپاره به یې په اساسي قانون کې بدلون ته ضرورت وي او په ایین کې د بدلون لپاره د پارلېمان د ۶۶ فیصده یا له درو څخه د دوو برخو غړو رایو ته اړتیا وي.

په پاکستان کې اوسني اېتلافي حکومت او یوشمېر مخالفه ګوندونو له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د انضمام ختمولو مخالفت کړی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله د جولای پر شپږمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې د قبايلي سيمو د انضمام ختمېدو غوښتنه غيراييني ده.‌ هغه البته زیاته کړې وه چې د پاکستان قامي‌ امنيت کمېټې په غونډه کې ټول سیاستوال پر دې رضا ول چې "جنګ په جنګ نه ختمېږي" او د "دایمي سولې لپاره مذاکرات اړین" دي.

د پاکستان د قامي سلامتۍ کمېټۍ د جولای پر پینځمه د حکومت او ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمینځ د روانو مذاکراتو منظوري ورکړې وه. حکومت پر هم هغه ورځ د مذاکراتو د جاج اخیستنې او څار لپاره یې د یوې پارلېماني کمېټۍ جوړولو اعلان وکړ.

د پاکستان تر اوسني پلاوي مخکې د هغه هېواد د دیني عالمانو یو پلاوی هم د خبرو لپاره کابل ته تللی وو.

د عالمانو د پلاوي مشر مفتي تقي عثماني له کابله تر ستنېدو وروسته د جولای پر ۳۰مه پر ټوېټر لیکلي چې "سفر یې د دواړو هېوادونو ترمینځ د اړیکو ټینګوالي، د امنیت ټینګښت او شریکو ګټو لپاره ډېر مفید وو." نوموړي په بیان کې له ټي ټي پي سره د خبرو هېڅ ذکر نه دی کړی. خو د سرچینو په وینا، د عثماني په مشرۍ پلاوي په کابل کې د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي مسید په ګډون د هغې ډلې له یوشمېر مخکښه غړو سره لیدلي ول.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د خبرو اترو بهیر ګران دی خو ورته یې خوشبیني ښوولې وه.

XS
SM
MD
LG