د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د راڅرګند شويو وسله والو په اړه ځايي سياسي ګوندونه څه وايي؟


طالب وسله وال په سوات کې د پوليسو د يوې تاڼې مخې ته ولاړ دي - د ۲۰۰۷ز کال انځور
طالب وسله وال په سوات کې د پوليسو د يوې تاڼې مخې ته ولاړ دي - د ۲۰۰۷ز کال انځور

د خيبر پښتونخوا د سوات پوليسو د اګست پر اتمه ويلي ول چې مټې سيمې ته نېږدې د شور او سردان په غرونو کې د وسله والو پر ضد عمليات کې د ډي اېس پي په ګډون څلور پوليسان ټپيان شوي ول.

په عملياتو کې له وسله والو سره د مټې ډي اېس پي پير سيد ژوبل شوی وو چې دا مهال د سيدو شريف په سرکاري هسپتال کې بستر دی.

ځايي خلکو د اګست پر اتمه ماښام مهال مشال راډیو ته وویل چې وسله والو د پير سيد په ګډون څلور پوليسان په ژوبل حالت کې برمته کړي ول، چې وروسته يې يوې ځايي جرګې ته وسپارل.

مشال راډیو د اګست پر نهمه د سوات له پوليسو سره څو ځله د ټېلېفوني رابطې هڅه وکړه چې ورڅخه د عملياتو او ژوبلو پوليسانو په اړه تازه معلومات واخلي خو هغوی زنګونو ته ځواب و نه وايه.

د سوات يوه لویه برخه له ۲۰۰۷ز بيا تر ۲۰۰۹ز کلونو پورې د مولانا فضل الله په مشرۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې وه. دوی په دې موده کې ګڼ شمېر عام خلک او چارواکي ووژل او تښتول. په ۲۰۰۹ز کال کې د پرضد د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد عمليات وکړل چې له کبله يې تر دوه ميليونه زيات بېکوره شول.

هم په ۲۰۰۹ز کال کې د پاکستان پوځ دعوه وکړه چې سوات يې په بشپړه توګه له وسله والو پاک کړی دی او وروسته مولانا فضل الله له خپلو وسله والو سره يو ځای په افغانستان کې راڅرګند شو. په ۲۰۱۸ز کال کې مولانا فضل الله په کونړ ولايت کې په امريکايي ډرون بريد کې ووژل شو.

پوليسو تازه عملیات په داسې حال کې کړې چې له تيرې يوې اوونۍ راهيسې داسې اوازې وې چې "وسله وال طالبان" سوات ته ستانه شوي او خلکو ته دړکې ورکوي.

په سوات کې د عوامي نېشنل ګوند يو مشر او د خيبر پښتونخوا پخواني وزير واجد عليخان د اګست پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې ورستانه شويو وسله والو د مټې ترڅنګ په چارباغ کې هم کار روايانې کړې او يو شمېر کسان يې وژلي دي.

نوموړي وېره وښووله چې که د وسله والو پرضد پر وخت کاروايي و نه شوه نو د سوات امن او سياحت به يو وارې بيا خراب شي. "يو خو په مټه کې پر پوليسو ګوزار شوی دی او بل په چارباغ کې ځينې کسان په نښه شوي دي. حکومتي چارواکي بايد واضح موقف خپل کړي او موږ ته ووايي چې دا څه روان دي او ترشا يې څوک دي؟"

نوموړي وويل چې سوات ته د سېل لپاره ګڼ شمېر خلک ورځي او که چيرې د وسله والو د تازه څپې مخه ونه نيول شوه نو پر عامو خلکو، په تېره پر تجارتي او سياحتي چارو به ډېرې بدې اغېزې وشي. د ده په وینا، دا تازه بدلونونه ناڅاپي او وېروونکې دي.

د پاکستان پيپلز ګوند د سوات مشر عرفان چټان هم وايي چې د دې سيمې خلک وار له مخه د ترهګرۍ او د هغې په خلاف د پوځ په عملياتو کې خورا ځپل شوي او بايد نور و نه ځورول شي.

دده په وينا:​"د مټې پېښې په سوات کې فعالې حکومتي ادارې او هم د سيمې ولس په تشويش کې اچولی دی. په سوات کې د امن فضا تر ډېرو قربانيو وروسته جوړه شوې. په دې کې د عامو خلکو ترڅنګ د امنيتي ادارو او پوليسو هغه هم شاملې دي. موږ خپلو ادارو بلکې ټولې نړۍ ته خواست کوو چې د سوات د امن په برقرار ساتلو کې له موږ سره مرسته وکړي."

خو د سوات قامي جرګې مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مخکښ مختار خان يوسفزي د اګست پر نهمه له مشال راډيو سره په خبرو کې د پاکستان رياست تورن کړ چې "مشکوکه ترهګري يې د بهرنۍ او هم کورنۍ پالېسۍ" په توګه کارولې. "دا هم هغه خلک دي او له هغه ځايه راغلي دي چيرته چې د دوی مرکزونه دي. دوی په داسې حال کې سوات ته بېرته مخه کړې چې مشران [تحریک طالبان پاکستان] يې د پاکستان له حکومت سره په خبرو بوخت دي. زما په فکر دوی نه شي کولای د پاکستاني رياست له "مرستې پرته" دلته راشي."

مختار يوسفزی وايي چې د ده په اند سوات ته ستانه شوي وسله وال د ناقانونه ګرځول شوي ډلې "تحريک طالبان پاکستان" غړي دي.البته نوموړي په دې اړه کوم شواهد وړاندې نه کړل.

خو د مختار يوسفزي په وينا، د وسله والو بیا فعالېدنې په اړه يې د اګست پر ۱۷مه په مېنګوره کې غونډه رابللې ده. هغه وايي چې د پاکستان رياست به غوڅه پرېکړه کوي چې ايا د "ترهګرو د پاللو پالېسي" مخ ته وړي او که غواړي چې په ملک کې د قانون حکمراني وي. د ده په خبره، خلک به پاڅي او د خپلې خاورې د ساتنې لپاره به په خپله قرباني ورکوو.

د پاکستان پخوانيو او اوسني حکومت تل ويلي چې د ترهګرۍ پرضد يې تګلاره واضحه ده او غواړي چې هر ډول ترهګري له مينځه یوسي. دوی ويلي چې په ټول هېواد کې يې د مشکوکو ترهګرو او وسله والو پرضد يې ګڼ شمېر عمليات کړي او په زرګونو وسله وال يې وژلي او نيولي دي خو پر دې مهال د عام ولس ترڅنګ په زرګونو امنيتي عسکرو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستان پوځ د سوات ترڅنګ په پخوانۍ فاټا، چې اوس د خيبرپښتونخوا صوبې برخه ده، هم د وسله والو پر ضد عمليات کړي دي.

د پاکستان حکومت له تېرې جون مياشتې راهيسې د تحريک طالبان پاکستان له مشرتابه سره د سولې خبرې پيل کړې دي. د دې خبرو مشري کوونکی محمد علي سيف، چې د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير سلاکار دی، د اګست پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې حکومت د صوبې په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو له شتونه خبر دی او دا چې په پوره قوت سره به د هغوی د له منځه وړلو لپاره کار روايي کوي.

هغه وويل چې په مټه کې د پوليسو عمليات د دې ثبوت دی چې حکومت د وسله والو د شتون موضوع ډېره جدي نيولې ده.

د ظواهري وژنه د پاکستان او طالبانو حکومت ترمینځ پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:00 0:00

د ده په خبره: "په دې اړه د خلکو اندېښنې پر ځای دي. ما د استخباراتي رپورټونو پر اساس څو وارې په خپلو بيانونو کې ويلي چې وسله وال د صوبې ځينو برخو ته داخل شوي. دوی هلته پټ او له خپلو همدردو کسانو سره په رابطه کې دي. تر دې وروسته به حکومت په مضبوطه او لويه پيمانه د دې وسله والو پرضد د کارروايۍ لپاره تياری کوي. زه باوري يم چې پر حکومت به د خلکو اعتماد ډېر ژر بحال شي."

ښاغلي سيف زیاته کړه چې دا ځل به حکومت په هېڅ صورت د دې خبرې اجازه ور نه کړي چې يو څوک دې د حکومت عملداري چېلېنج کړي.

د محمد علي سیف په مشرۍ د پاکستان حکومت يو پلاوی د تحريک طالبان پاکستان له مشرتابه سره د خبرو لپاره د جولای پر ۳۰مه کابل ته تللی وو چې د اګست پر لومړۍ نېټه پاکستان ته ستون شو.

نوموړي هم د اګست پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته ويلي وو چې له تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهيسې روانه شخړه په يوه او يا هم دوه پړاوه خبرو کې د حلېدو نه ده او دا چې له تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو لړۍ به دوام ولري.

XS
SM
MD
LG