د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت له ټي ټي پي سره د مذاکراتو د څار لپاره د پارليماني کمېټې جوړولو فیصله وکړه


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د قامي اسمبلۍ غونډې ته وينا کوي (انځور له ارشيفه)
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د قامي اسمبلۍ غونډې ته وينا کوي (انځور له ارشيفه)

د پاکستان حکومت تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو د جاج او څارنې لپاره د یوې پارلیماني کمیټۍ د جوړېدو پرېکړه کړې ده.

د وزیراعظم شهباز شريف له دفتره د جولای په پينځمه خپاره شوي بيان کې راغلي‌چې پر دغه ورځ د قامي سلامتۍ کمېټې او لوړ پوړو پوځي او استخباراتي چارواکو په یوه غونډه کې د روانو مذاکراتو په اړه معلومات ورکړل شول او وویل شول چې پارلیمان به په اعتماد کې اخیستل کېږي.

په بیان کې ویل شوي چې په غونډه کې په رسمي ډول د مذاکراتو منظوري ورکړل شوه. د قامي سلامتۍ غونډه د قامي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف په مشرۍ وشوه چې د وزیراعظم شهباز شریف سربېره نور پارلیماني مشران او لوړ پوړي پوځي او استخباراتي چارواکي هم موجود وو.

د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو عمل په افغانستان کې د طالبانو په منځګړتوب پیل شوی و چې وروسته و ځنډېد. خو بیا د روان کال د جون په دویمه کابل ته له پاکستانه یوه ۵۳ کسیزه جرګه له ټي تي پي سره د مذاکراتو لپاره ورغلې وه چې له دوه ورځنیو خبرو او مذاکراتو وروسته، د جون پر درېیمه بېرته پاکستان ته ستنه شوه.

د دې خبرو په نتيجه کې تر نامعلومې مودې پورې د پاکستاني د امنيتي ځواکونو او تحريک طالبان پاکستان تر منځ د اوربند د غځولو اعلان وشو.

په پېښور کې څيړونکی شمیم شاهد وايي د پارليماني کمېټې جوړول ښه پرېکړه ده خو ښايي د دواړو غاړو د ځينو شرطونو او غوښتنو عملي‌کول اسانه نه وي. هغه زیاته کړه: "دا ښه خبره ده چې څه کيږي نو هغه به د پارليمان مخې ته وي او په ريکارډ به راځي. له ۲۰۰۳ کال راهیسې د ټي ټي‌پي سره په بېلابېلو شکلونو مذاکرات شوي خو دا لومړی ځل دی چې پارليمان ته پکې شموليت ورکول کيږي. خو اوس مهمه پوښتنه دا ده چې ايا دوړه غاړې به د يو بل شرطونه او غوښتنې ومني او عملي به یې کړي؟"

غوښتنې څه دي؟

د تحريک طالبان پاکستان يو قوماندان چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د مې په مياشت کې مشال راډيو ته وويل چې د افغان طالبانو په منځګړتوب، د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان ځينې لويې غوښتنې منلي دي. دغه قوماندان مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې په دوو غوښتنو لا هم مذاکرات روان دي. يوه غوښتنه له قبايلي سيمو په بشپړ ډول د پاکستاني پوځ د وتلو او دوهمه هغه د خيبر پښتونخوا سره د قبايلي سيمو انضمام ختمول دي.

هغه غوښتنې چې سلا پرې شوې (سرچينې)

هغه غوښتنې چې خبرې پرې روانې دي (سرچينې)

  • له زندانونو د ټي ټي پي بنديانو خوشې کول
  • د ټي ټي پي پر غړو مقدمې ختمول
  • پر ټي ټي پي د پاکستان د ايين "غيرشرعي دفعات" نه عملي کول
  • په ملاکنډ ډويژن کې د شریعت نفاذ
  • له قبايلي سيمو د پوځ وتل
  • خيبر پښتونخوا سره د قبايلي سيمو انظمام ختمول

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان پوځ په مذاکراتو کې دوی ته شرط ايښی چې تحريک طالبان پاکستان به خپله ډله ختموي، بې لایسنسه ټوپکې به نه ګرځوي، د پاکستان ايين به مني او داعش ډلې سره به اړيکې نه ساتي.

د تحريک طالبان پاکستان مشر، نور ولي مسید د جون په ۲۹مه په هغه ويډيو مرکه کې چې دې ډلې خپره کړې وه، ويلي وو چې دوی به هېڅکله تسليم نه شي او د قبايلي سيمو د انضمام ختمولو له غوښتنې هم نه اوړي. تر دې مخکې د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله ويلي‌وو چې د قبايلي سيمو د انضام ختمېدو غوښتنه غيراييني ده.‌

XS
SM
MD
LG