د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېف: له تحریک طالبان سره مو پر لانجمنو مسلو خبرې کړې دي


له تحریک طالبان پاکستان سره پر اوربند سربېره په قبایلي سیمو او په ځانګړي ډول په شمالي وزیرستان کې حملې روانې دي - پخوانی انځور.
له تحریک طالبان پاکستان سره پر اوربند سربېره په قبایلي سیمو او په ځانګړي ډول په شمالي وزیرستان کې حملې روانې دي - پخوانی انځور.

د پاکستان له خوا له ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو لپاره کابل ته د تللي پلاوي مشر بېرسټر محمد علي سېف وايي، طالبانو ته يې ويلي چې د ممکنه تړون په صورت کې که قبايلی سيمو ته ستانه شي نو د وسله والو په توګه به فعالیت نه کوي.

دا پلاوی د جولای پر ۳۰مه نېټه کابل ته تللی وو او د جولای پر ۳۱مه نېټه يې د تحريک طالبان له مشرانو سره په درې پړاوونو کې خبرې اترې وکړې.

د پلاوي مشر او د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار بېرسټر محمد علي سېف د دويم پړواو تر خبرو وروسته له مشال رېډيو ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې دواړه غاړو پر لانجمنو موضوعاتو مذاکرات وکړل.

د ده په وینا، په دې کې د طالبانو دا غوښتنه هم شامله وه چې ګواکې په صوبه کې د ضم شويو قبايلي سيمو پخوانۍ انتظامي حېثېت دې بحال کړل شي.

خو په پاکستان کې اوسني اېتلافي حکومت او یوشمېر مخالفه ګوندونو له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د انضمام ختمولو مخالفت کړی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله د جولای پر شپږمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې د قبايلي سيمو د انضمام ختمېدو غوښتنه غيراييني ده.‌ هغه البته زیاته کړې وه چې د پاکستان قامي‌ امنيت کمېټې په غونډه کې ټول سیاستوال پر دې رضا ول چې "جنګ په جنګ نه ختمېږي" او د "دایمي سولې لپاره مذاکرات اړین" دي.

قبایلي سیمې د ۲۰۱۸ز کال د مې میاشت په وروستۍ اوونۍ کې په ایین (اساسي قانون) کې له بدلون سره په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې.

د قانون پوهانو په وینا، د تحریک طالبان پاکستان دا غوښتنه منل ځکه ګران دي چې د پوره کولو لپاره به یې په اساسي قانون کې بدلون ته ضرورت وي او په ایین کې د بدلون لپاره د پارلېمان د ۶۶ فیصده یا له درو څخه د دوو برخو غړو رایو ته اړتیا وي.

پښتین: د حکومت او طالبانو ترمینځ د اوربند باوجود هدفي بریدونه کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:10 0:00

د خبرو اترو لپاره کابل ته د تللي‌ اوسني‌ پلاوي مشر بېرسټر محمد علي سېف زیاته کړه چې حکومت په ممکنه تړون کې غواړي چې پاکستان ته له ستنېدو وروسته به طالبان وسله واله جګړه نه کوي.

ده وویل، "زما په اند د هغو ځواب مثبت دی، هغوی دا وايي چې سمه ده موږ چې راځو او د سولې چې کوم تړون کېږي او پکې چې کوم بنيادي طریقه وي د هغې به پابند یو."

د محمد علي‌ سېف په وینا،‌ ظاهره ده چې په هغه تړون کې به دا خبره وي چې مسلح ګرځېدل یا په داسې شکل کې ګرځېدل چې دا تاثر ځينې اخيستل کېږي چې بیا سيمه یا خلک هغه طرف ته روان دي چې په نتيجه کې يې دا دومره جنګ شوی دی.

هغه تحریک طالبان پاکستان ته په اشاره وویل، "دوی هم په دې پوه دي او موږ هم په بیا بیا دا خبره وړاندې کړې ده. هغوی دا مني چې سمه ده چې کله روغه جوړه وشي او خبره يو طرف ته شي نو موږ به یقينا دا طرېقه کار بدلوو."

تحریک طالبان پاکستان لا د دې خبر تر خپرېدو د محمد علي سېف د څرګندونو او یا هم د جولای پر ۳۱مه د شویو خبرو اترو په اړه څه بیان نه دی خپور کړی.

د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمينځ د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې په بېلابېلو بڼو مذاکرات شوي دي.

وروستۍ خبرې د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته له پاکستانه ورغلي ۵۳ کسیزه جرګې کړې وي چې په ترڅ کې یې هغه يو مياشتنی اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد چې د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په سر کې شوی وو.

خو پر اوربند سربېره په خیبر پښتونخوا کې بالعموم او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې بریدونه روان دي چې پکې ولسي وګړي، امنیتي سرتېري او حکومتي کارکوونکي په نښه کېږي. البته د ډېرو حملو ذمه واري هم هېڅ وسله والې ډلې نه ده منلې. په قبایلي سیمو کې له تحریک طالبان پاکستان پرته نورې ډلې هم فعاله دي.


د پاکستان د قامي سلامتۍ کمېټۍ د جولای پر پینځمه د حکومت او ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمینځ د روانو مذاکراتو منظوري ورکړې وه. حکومت پر هم هغه ورځ د مذاکراتو د جاج اخیستنې او څار لپاره یې د یوې پارلېماني کمېټۍ جوړولو اعلان وکړ.

د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې د وژل شویو زده کوونکو د میندو او پلرونو ټولنې د جون پر ۳۰مه ويلي چې حکومت دې له ټي ټي پي سره په مذاکراتو کې دوی په اعتماد کې واخلي.

د پاکستان تر اوسني پلاوي مخکې د هغه هېواد د دیني عالمانو یو پلاوی هم د خبرو لپاره کابل ته تللی وو.

د عالمانو د پلاوي مشر مفتي تقي عثماني له کابله تر ستنېدو وروسته د جولای پر ۳۰مه پر ټوېټر لیکلي چې "سفر یې د دواړو هېوادونو ترمینځ د اړیکو ټینګوالي، د امنیت ټینګښت او شریکو ګټو لپاره ډېر مفید وو." نوموړي په بیان کې له ټي ټي پي سره د خبرو هېڅ ذکر نه دی کړی. خو د سرچینو په وینا، د عثماني په مشرۍ پلاوي په کابل کې د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي مسید په ګډون د هغې ډلې له یوشمېر مخکښه غړو سره لیدلي ول.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د خبرو اترو بهیر ګران دی خو ورته یې خوشبیني ښوولې وه.

XS
SM
MD
LG