د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې وسله والو د عوامي نېشنل ګوند یو غړی وژلی


پولیس وايي، په سوات کې وسله والو د عوامي نېشنل ګوند یو غړی ویشتلی دی.

د مټې د پولیسو مشر شوکت خان بېګا مشال راډیو ته وویل، د امن کمېټۍ غړی عبدالولي خان د اپرېل پر درېیمه مازیګر په خرېړۍ سیمه کې د سړک پر غاړه وسله والو په نښه کړ.

د ده په خبره، دا ترهګر برید وو چې مقدمه یې دایره کړې او د وسله والو لټون روان دی.

عبدالولي خان په پوځ کې هم پاتې شوی وو او د وژنې ذمه واري یې چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG