د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان یو اوسېدونکی وايي طالبانو یې ورور وژلی دی


پېښه د جولای پر ۱۶مه د جنوبي وزیرستان د لدې تحصیل په شامیري کلي کې شوې.
پېښه د جولای پر ۱۶مه د جنوبي وزیرستان د لدې تحصیل په شامیري کلي کې شوې.

د جنوبي وزیرستان یوه اوسېدونکي تور پورې کړی دی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې وسله والو یې ورور وژلی دی.

د لدا تحصیل د شاميري کلي اوسېدونکي عبدالعالم د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، دا پېښه د شنبې (خالي) پر ورځ سهار نهه بجې شوې. د ده په خبره، وسله وال طالبان کور ته ورغلي ول او ۲۲ کلن فضل حمید چې ورووت نو هغوی ورڅخه موبایل فون وغوښت. عبدالعالم وايي، کله چې یې ورور له خپل ټېلېفون ورسپارلو انکار وکړ نو هغوی وویشت.

دی دعوه کوي چې دوه وسله وال طالبان یې کور ته ورغلي ول او له ورور سره یې ناست ول خو شاوخوا "۳۰ نور وسله وال" یې له کوره لیرې ولاړ ول.

پولیس وايي، د پېښې مقدمه یې دایره کړې او تحریک طالبان پاکستان ویلي، د پېښې پلټنو لپاره یې "کمېشن" جوړ کړی دی.

د هغې ډلې ویاند محمد خراساني د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې هغه کمېشن د فضل حمید په وژنه کې ککړ کسان معلوموي.

عالم مشال راډیو ته وویل چې طالبان په لدا کې پر خلکو ټینګار کوي چې خولۍ دې په سروي او پر سمارټفونونو (جدید او ځیرمن فون) لرلو یې بندیز لګولی دی نو ځکه د ده ورور ته ورغلي ول او ورڅخه یې فون اخیسته. دی وايي، ورور یې سمارټفون لاره او په کراچۍ کې د ګاډي کلینر وو چې په وروستیو کې په چوټۍ جنوبي وزیرستان ته ورغلی وو. ټي ټي پي د دې بندیزونو په اړه څه نه دي ویلي.

د لدې تاڼې یوه پولیس چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د عالم د ورور د وژنې مقدمه یې دایره کړې ده.

ده د جولای پر ۱۷مه وویل چې پولیسو پلټنې پیل کړې دي خو د فضل حمید د وژنې په تړاو یې لا هېڅوک نه دي نیولي.

په جنوبي وزیرستان کې دا پېښه پر داسې مهال شوې ده چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو په ګډون په یوشمېر ضلعو کې پر ځینو ډلو او جرګوپر خلکو بندیزونه لګولي دي. په دې کې د ږیرې نه خرېیلو او د سیلګرۍ ځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز شامل دي.

په همدې حال کې د اسلام اباد او ټي ټي پي ترمینځ پر اوربند سربېره په قبایلي سیمو کې د ناامنیو پېښو ځايي خلک اندېښمن کړي دي. په هغو ضلعو کې د زیاتره بمي چاودنو او هدفي بریدونو مسوولیتونه هېڅ ډلې نه دي منلي.

خو انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، په هغو ضلعو کې یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی او په وروستیو کې یې د هدفي حملو په ګډون، په ناامنیو کې د ککړتیا په تور د یوشمېر مشکوکو وسله والو د وژنې دعوې کړې دي.

XS
SM
MD
LG