د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وزیرستان کې پراخ پوځي عملیات پېل شول


پاکستانيو ځواکونو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو سختدريځه وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي.

پاکستانيو ځواکونو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو سختدريځه وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي.


د پاکستاني پوځ عامه اړيکيو دفتر «ISPR » پر يکشنبه په خپله خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې هېواد ځواکونو د پاکستان وزیر اعظم په وينا په شمالي وزيرستان کې د مېشتو سختدريځۀ کورنيو او بهرنيو وسله والو پرضد د "ضرب عضب" په نامه پراخ پوځي عمليات پيل کړل.

خبرپاڼه همداراز وايي، چې په شمالي وزيرستان کې مېشتو کورنيو او بهرنيو ترهګرو د پاکستان پرخلاف جنګ پيل کړى، د دې هېواد اقتصاد او د شمالي وزيرستان ولسي ژوند په ټپه درولی او زموږ ډېرى سرتېري يې وژلي دي. اوس وخت راغلى، چې د دغو ترهګرو پرضد کوټلي ګامونه پورته کړل شي.

د پاکستان حکومت په شمالي وزيرستان کې د دې پراخو او لویو پوځي عملياتو پرېکړه تر هغه وروسته کړې، چې پاکستاني وسله والو طالبانو او د ازبکستان اسلامي غورځنګ په نامه د دې تحريک يوې بلې ډلې د روانې مياشت پر ٨مه نېټه د پاکستان د ستر ښار کراچۍ پر يوه نړۍوال هوايي ډګر خونړى بريد کړى و، چې په ترڅ کي يې لږ تر لږه ٣٠ کسان وژل شوي وو.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف په وزيرستان کې د پوځي عملياتو د پيل تر رسمي اعلان وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل، په شمالي وزيرستان کې مو تر ژور غور و فکر وروسته د پوځي عملياتو پرېکړه وکړه او په خبره يې چې دا عمليات به د وروستي ترهګر تر وژنې پورې دوام ولري.

نوموړي زياته کړه، چې په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات د وخت اړتيا ده او موږ اوس مجبوره يوو، چې په دغو سيمو کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات وکړو او هغوى منطقي انجام ته ورسوو:

"زموږ ځواکونو د يکشنبې په سهار په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړي دي. زموږ سرتېري به په مېړانه د ترهګرو مقابله وکړي او دوى به له منځه يوسي. د ترهګرۍ له امله زموږ ښوونځي، مدرسې، جوماتونه، کليساوې او بازارونه غېر محفوظه شوي او د خلکو ورځنى ژوند په ټپه درېدلى دى. اوس موږ د ترهګرو پرخلاف د يوه پرېکنده جنګ پرېکړه کړې، څو په سيمه کې سوله رامنځته کړو"

اصف همداراز وويل، موږ ډېره هڅه وکړه، چې له وسله والو پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو له لارې شخړې اوارې کړو، خو هغوى مذاکرات زموږ کمزوري وګڼله او زموږ پر ځواکونو يې خونړي بريدونه وکړل.

د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان حکومت د روان کال په فبرورۍ کې له وسله والو پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې اترې پيل کړې او د همدې هدف لپاره يې يوه کومېټه هم وټاکله.

دا خبرې اترې هغه مهال د ځنډ ښکار شوې، چې وسله والو پاکستاني طالبانو د اپريل په ١٦مه له حکومت سره اعلان کړى شوى مؤقتي اوربند پاى ته ورساوه او پر پاکستانيو ځواکونو يې خونړي بريدونه وکړل.

د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې په شمالي وزيرستان کې يې د يکشنبې په ورځ هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې لږ تر لږه ١٠٥ وسله وال وژلي او د دوى ٨ مرکزونه يې هم له منځه وړي دي.

دوى همداراز وايي، چې له افغان دولت يې غوښتي، چې په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو پرمهال دې له دې سيمې سره د لګېدلې پولې کلکه څارنه وکړي.

د پاکستان ځينو سياسي ګوندونو ددې هېواد د حکومت له خوا په شمالي وزيرستان کې د پراخو پوځي عملياتو د اعلان هرکلى کړى.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو تر اعلان وروسته د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ټولو سترو ښارونو کې امنيتي تدابير لا سخت کړل.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG