د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحريک طالبان پاکستان: حکومت سره د اوربند غځولو په اړه به ژر پرېکړه وشي


د تحريک طالبان پاکستان د مرکزي شورا غړی او د مومندو لپاره د دې ډلې مشر، عمر خالد (انځور له ارشيفه)
د تحريک طالبان پاکستان د مرکزي شورا غړی او د مومندو لپاره د دې ډلې مشر، عمر خالد (انځور له ارشيفه)

تحريک طالبان پاکستان وايي تر اوسه لا پرېکړه نه ده شوې چې د پاکستان حکومت سره اوربند وغځوي او کنه.

د دې ډلې وياند، محمد خراساني د مې په ۳۰ مشال راډيو ته وويل چې لا هم په دې اړه خبرې روانې او وبه کتل شي چې که ډزبندي غځيږي نو د څومره وخت لپاره.

تر دې مخکې ځينو رسنيو ليکلي وو چې د ټي ټي پي او پاکستان حکومت ترمنځ، هغه ډزبندي تر نامعلومې مودې پورې غځول شوې چې مخکې پرې د مې تر ۳۰مې سلا شوې وه. د امریکا غږ او پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې پاکستاني چارواکي او تحریک طالبان پاکستان د مې په ۳۱مه د دې اوربند په اوږدولو سلا شول. د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ خبرې اترې د افغان طالبانو په منځګړتوب په کابل کې روانې دي.

رپورټونه وايي چې دواړو غاړو په خبرو اترو کې د دې لپاره د جون میاشتې تر منځه وقفه کړې ده چې خپل منځي سلا مشورې وکړي.

د تحريک طالبان پاکستان او پاکستان حکومت ترمنځ په مذاکراتو کې ځينې غوښتنې مخې ته راغلې چې د سرچينو ترمخه په ځينو یې سلا شوې او پر ځينو خبرې روانې دي.

د دې تحريک يو قوماندان چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د مې په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې د افغان طالبانو په منځګړتوب، د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان ځينې لويې غوښتنې منلي دي. د دغه سرچينې په خبره په دې غوښتنو کې د ټولو پاکستاني طالب بنديانو خوشې کول، پر ټي ټي پي د دوی په خبره د پاکستان د ايين غيرشرعي دفعاتو يا مادو نه عملي کول، په ملاکنډ ډويژن کې د نظام عدل عملي کول او د ټي ټي پي پر غړيو دريج مقدمې ختمول شامل دي.

دغه قوماندان مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې په دوو غوښتنو لا هم مذاکرات روان دي. يوه غوښتنه له قبايلي سيمو په بشپړ ډول د پاکستاني پوځ د وتلو او دوهمه هغه د خيبر پښتونخوا سره د قبايلي سيمو انظمام ختمول دي.

هغه غوښتنې چې سلا پرې شوې (سرچينې)

هغه غوښتنې چې خبرې پرې روانې دي (سرچينې)

  • له زندانونو د ټي ټي پي بنديانو خوشې کول
  • د ټي ټي پي پر غړو مقدمې ختمول
  • پر ټي ټي پي د پاکستان د ايين "غيرشرعي دفعات" نه عملي کول
  • په ملاکنډ ډويژن کې د شریعت نفاذ
  • له قبايلي سيمو د پوځ وتل
  • خيبر پښتونخوا سره د قبايلي سيمو انظمام ختمول

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان پوځ په مذاکراتو کې دوی ته شرط ايښی چې تحريک طالبان پاکستان به خپله ډله ختموي، بې لایسنسه ټوپکې به نه ګرځوي، د پاکستان ايين به مني، داعش ډلې سره به اړيکې نه ساتي او د پاکستان له حکومت سره به د ډزبندۍ اعلان کوي.

بلخوا د جنوبي وزیرستان انتظامیې د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د مذاکراتو په اړه ځيني پوسټرونه خبريالانو ته ليږلي دي.

د ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړه يو پوسټر
د ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړه يو پوسټر

په دې پوسټرونو کې کوښښ شوی چې خلک دې ته تيار کړل شي چې د تحريک طالبان پاکستان سره خبرې ضروري او ګټورې دي. په ظاهره د دې پوسټرونو مقصد عامه پوهاوی رامنځته کول دي. په يو پوسټر کې د پاکستان بيرغ سره د وسله والو طالبانو تصویرونه دي او ورسره ليکل شوي: "يو هېواد هم په دایمي جګړه کې نه شې پاتې کېدلی. د جګړو حل په خبرو ممکن دی. بايد تحريک طالبان او پاکستان حکومت د خبرو له لارې جګړه ختمه کړي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند، ذبيح الله مجاهد د مې په ۱۸مه پر ټوېټر ليکلي وو چې په کابل کې ترسره شوي مذاکرات د دوی په منځګړتوب شوي او له دواړو خواوو هيله لري چې نرمښت وښيي او دا اوربند پسې وغځېږي.

نوموړي زیاته کړې وه: "د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو. د افغانستان اسلامي امارت د خیر غوښتنې په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه دیوبل د زغملو او انعطاف هیله کوي."

د راپورونو ترمخه، د پاکستان لخوا د تحريک طالبان سره د خبرو مشري د جاسوسي ادارې ايي ایس ايي پخواني مشر او د پېښور کور کمانډر ليفټيننټ جنرل فېض حميد کوله.

د ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړه د عامه پوهاوي يو پوسټر
د ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړه د عامه پوهاوي يو پوسټر

د جنوبي وزیرستان انتظامیې خپاره کړي پوسټرونه د سولې لپاره ليوالتيا ښيي. په يو پوسټر کې د تحريک طالبان پاکستان د مشر نور ولي مسید او د یوې جرګې دوه جلا جلا تصویرونه يو ځای کړل شوي او ورسره یې ليکلي: "د تحريک طالبان پاکستان لپاره هم غوره موقع ده چې د پاکستان ايين او قانون ومني، د پرامنه هيوادوالو په نوم به د پاکستان عوام دوی قبول کړي."

تحريک طالبان پاکستان که څه هم د پاکستان حکومت سره خبرې تاييد کړې خو دوی هميشه په دغه هېواد کې د شريعت راوستلو خبره او غوښتنه کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د پاکستاني پوځ پر پالیسيو نيوکې کوي، د دې مذاکراتو په اړه ويلي چې د سولې خبرې ښې دي خو طالبانو ته د قبايلي سيمو سپارل نه مني.

د دې غورځنګ يو مشر، عالمزيب مسيد د مې په ۳۰مه، مشال راډيو ته وويل: "دا مذاکرات که په دې تماميږي چې يو ځل بيا وسله وال فعاليږي او بيا به پوځ عمليات کوي نو دا خو به بل جنګ پيل کړي چې موږ یې نه منو. نيږدې ۱۶ ځلې مذاکرات شوي او ګڼې امن معاهدې وشوې خو عمل پرې ونه شو. اوس څه ضمانت موجود دی چې دا خبرې به نتيجه ورکړي. موږ داسې امن غواړو چې تلپاتې وي."

XS
SM
MD
LG