د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب له کلرکهار سره نېږدې په ټرافیکي پېښه کې ۱۲ تنه وژل شوي دي


په کلرکهار کې تر دې مخکې هم په ټرافیکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده - پخوانی انځور.
په کلرکهار کې تر دې مخکې هم په ټرافیکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده - پخوانی انځور.

د پنجاب له کلرکهار سره نېږدې د بس چپه کېدو په پېښه کې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۳ ژوبل دي.

د پاکستان دولتي راډیو او نورې رسنۍ د پولیسو په حواله وايي چې بس د جون پر ۱۷مه له لاهوره اسلام اباد ته روان وو چې له کلرکهار سیمې سره نېږدې یې برېکونو کار پرېښود او واوښت.

د راډیو په وینا، په وژل شویو کې څلور ښځې او درې ماشومان هم شامل دي. تر اوسه معلومه نه ده چې په بس کې ټول څومره کسان سپاره ول.

په کلرکهار کې تر دې مخکې هم خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې دي. د روان کال د فبرورۍ پر ۱۹مه، د پنجاب په کلرکهار کې د جنج یو بس له دوو ګاډو سره تر ټکر وروسته کندې ته پرېوت چې پکې لږترلږه ۱۴ کسان ووژل شول او ۶۴ ژوبل شول.

له دې پرته د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت په ټرافیکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي. په هغه هېواد کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د اپرېل پر ۲۴مه په سوات کې د دوو ګاډو په ټکر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ژوبل شوي ول. تر دې څه د پاسه یوه اوونۍ مخکې د اپرېل پر ۱۵مه د بلوچستان په خضدار کې د پولیسو د یو ګاډي او مال وړونکې لارۍ ترمینځ په ټکر کې د پینځو پولیسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي ول.

د مارچ پر ۱۱مه د پنجاب په ډېره غازي خان کې یوه نهر ته د ټریکټر ټرالۍ پرېوتو په پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي ول.

د فبرورۍ پر ۲۵مه د پنجاب په رحیم یار خان کې د یوه موټر د ټایر پرې کېدو او بیا له مساپر وړونکي بس سره په ټکر کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپي شوي ول.

تر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا، بلوچستان، پنجاب، سیند او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې پر بېلابېلو لارو خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې دي.

پاکستان کې پخوانۍ ټرافیکي پېښې

د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر اوومه د خيبر پښتونخوا د بر کوهستان په شتیال سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۵ کسان ووژل شول. هغه مهال چارواکو ویلي ول چې مرګژوبله پر قراقرم لويه لاره د یو مساپر وړونکي بس له یو وړکي موټر سره د جنګېدو له کبله شوې وه. تر دې پینځه ورځې مخکې په کواټ کې یو مساپر وړونکی فلاینګ کوچ (های اېس) ګاډی له بار وړونکې لارۍ سره وجنګېد چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول. هغه پېښه د فبرورۍ پر دویمه له کواټ سرنګ سره نېږدې شوې وه چې پولیسو یې لامل د لارۍ د ډرېور بې احتیاطي بللی وو.

داراز، د جنورۍ پر ۲۹مه د بلوچستان په لسبېله کې يوې کندې ته د يو مساپر وړونکي بس پرېوتو او وروسته پکې د اور لګېدو په پېښه کې د درو ماشومانو په ګډون ۴۱ کسان وژل شوي ول. د جنورۍ پر ۱۱مه د بلوچستان د پښتون مېشتې ضلعې پښین له خانوزیو سره نېږدې په ګوال سیمه کې په يوه ټرافیکي پېښه کې پینځه کسان وژل شوي او یو ژوبل شوی وو. د جنورۍ پر اتمه د بلوچستان په کلا سیف الله کې د یو مساپر وړونکي بس او ټرک په ټکر کې لږترلږه شپږ کسان ووژل او ۲۸ ژوبل شول.

د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر څلورمه د خیبر په تورخم کې یو بار وړونکې لارې له ګاډو سره وجنګېده چې پکې دوه تنه ووژل او اووه ژوبل شول.

تر دې مخکې په نومبر کې د سیند صوبې په سېهون کې یوې کندې ته د مساپرو د بس پرېوتو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان ووژل شول او ۱۳ ټپي شول.

د اکتوبر پر ۱۸مه د خیبر پښتونخوا په کورمه کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۲۹ زده کوونکي ژوبل شوي ول. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د اکتوبر پر ۱۲مه شپې ناوخته د کراچۍ او حیدراباد ترمینځ په نوري اباد سیمه کې په بس کې د اورلګېدو له وجې ۱۸ مساپر مړه شوي ول.

په اګست کې د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډی خوړ ته پرېوت چې پکې نهه سرتېري ووژل شول.

په جولای کې د خیبر پښتونخوا په سوات او ډېره اسماعیل خان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپي شوي ول. تر دې ۱۰ ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۰ کسان ووژل او نهه کسان ژوبل شول.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ټرافیکي پېښو لاملونه څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:23 0:00

د ۲۰۲۲ز کال د جون پر اتمه نېټه هم د کلا سیف الله په اخترزیو سیمه کې په یو ټرافیکي پېښه کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي چې پکې نهه تنه د یوې کورنۍ وو. د مې ۱۲مې پر سهار د پنجاب د حافظ اباد په کوټ لدا کې دوه مساپر وړونکي ګاډي له یو بل سره وجنګېدل چې پکې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون۱۲ کسان ووژل شول.

اخوا په خيبر ضلع کې د مرستندویه او ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي ول چې د اپرېل له پیل راهیسې د مې د لومړۍ اوونۍ تر پای پورې په لسګونه ټرافیکي پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ژوبل شوي ول.

د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو.

همداراز د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د پنجاب په ګوجراوالې ښار کې په ټرافیکي پېښه کې نهه کسان ووژل شول. همداراز، په جولای کې په بلوچستان کې پر سړک د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول. تر دې یوه میاشت مخکې، د جون پر ۱۱مه هم د بلوچستان په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG