د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي


د رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي د پېښې ښکار شوي روغتون ته انتقالوي - د جولای ۱۲مې انځور.
د رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي د پېښې ښکار شوي روغتون ته انتقالوي - د جولای ۱۲مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په سوات او ډېره اسماعیل خان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۶ ژوبل دي.

د پاکستان دولتي راډیو د ډېره اسماعیل خان د ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) په حواله وايي چې د جولای پر ۱۳مه له درازنده سیمې سره نېږدې د مساپرو بس د تېز رفتارۍ له وجې واوښت چې پکې درې کسان ووژل او ۱۱ ژوبل شول.

راډیو وايي، بس له کوټې څخه راولپېنډۍ ته روان شو چې د ډرېور له کنټروله ووت او واوښت.

دا پېښه پر داسې مهال شوې چې ۱۰ ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۰ کسان ووژل او نهه کسان ژوبل شول.

هلته د سوات د ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) په وینا، د جولای پر ۱۲مه په ګبین جبه کې د سیلانیانو ګاډی کندې ته پرېوتی دی چې پکې سپاره ۱۰ کسان وژل شوي او پینځه ژوبل دي.

هغې ادارې د جولای ۱۲مې پر ماښام په بیان کې ویلي دي چې په سوزوکي پېک اپ ګاډي کې ۱۵ کسان سپاره ول. بیان وايي، ګاډی په لاړکو سیمه کې په یو موړ کې د ډرېور له کنټروله ووت او سلګونه فوټه ژورې کندې ته پرېوت.

د رېسکیو ۱۱۲۲ او ځايي خلکو په وینا، اووه کسان ځای پر ځای مړه شوي ول او درې کسانو په روغتون کې سا ورکړه. بیان زیاتوي چې د پېښې ښکار شوي ټول د درشخېلې سیمې اوسېدونکي ول.

د رېسکیو ۱۱۲۲ په وینا، اووه کسان د پېښې په ځای کې مړه ول او درې نورو روغتون کې سا ورکړه - د جولای ۱۲مې انځور.
د رېسکیو ۱۱۲۲ په وینا، اووه کسان د پېښې په ځای کې مړه ول او درې نورو روغتون کې سا ورکړه - د جولای ۱۲مې انځور.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د جون پر اتمه، د بلوچستان په کلا سیف الله کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۲ کسان ووژل شول او یو ماشوم ژوبل شو. د مې ۱۲مې پر سهار د پنجاب د حافظ اباد په کوټ لدا کې دوه مساپر وړونکي ګاډي له یو بل سره وجنګېدل چې پکې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون۱۲ کسان ووژل شول.

تر دې مخکې، په خيبر ضلع کې د مرستندویه او ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي ول چې د اپرېل له پیل راهیسې د مې د لومړۍ اوونۍ تر پای پورې په لسګونه ټرافیکي پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ژوبل دي.

د ادارې په خبره، زیاتره پېښې د تېزرفتارۍ او د ټرافیک قوانینو نه عملي کولو له وجې شوې دي.

د روان کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو.

همداراز د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د پنجاب په ګوجراوالې ښار کې په ټرافیکي پېښه کې نهه کسان ووژل شول. همداراز، په جولای کې په بلوچستان کې پر سړک د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول. تر دې یوه میاشت مخکې، د جون پر ۱۱مه هم د بلوچستان په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG