د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېلابېلو پېښو کې په سوات کې ۸ او بلوچستان کې ۶ کسان وژل شوي دي


 په بلوچستان کې پولیسو سړک بند کړی دی - انځور له ارشيفه
په بلوچستان کې پولیسو سړک بند کړی دی - انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا په سوات کې په جينايي پېښو کې ۸ او په بلوچستان کې په ټرافیکي پېښه کې ۶ کسان وژل شوي دي.

د سوات پولیسو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د اپرېل پر ۱۵مه د سوات په اسلام پور کې د لارې پر سر شخړه کې د دوو ډلو ترمنځ په ډزو کې یوې خواته دوه او بلې هغې ته درې وژل شوي چې پکې یوه ښځه هم ده. په پېښه کې درې تنه ټپي شوي هم دي.

پولیسو مشال راډيو ته د یوې بلې پېښې په اړه هم معلومات ليږلي. د خبرپاڼې ترمخه د سوات د کبل په ټال سیمه کې په یوه کورنۍ شخړه کې یو تن وژل شوی دی. همداراز په درېیمه پېښه کې چې د مټې په سپینه پښه سیمه کې شوې، د دوو ډلو ترمنځ نښته کې لس کسان ټپي شوي دي.

د پولیسو په وینا، د دې ترڅنګ د خوازه خېلې په شین کلي کې يو ګاډي ۲ شپونکيان وهلي دي. دواړه شپونکيان ځای پر ځای مړه شوي. د سوات د پوليس مشر شفيع الله ګنډاپور رسنیو ته ویلي چې د دې ټولو پېښو په اړه یې له قانون سره سمې مقدمې جوړې کړې دي.

په بلوچستان کې د موټرو ټکر

د بلوچستان د خضدار په وډه سیمه کې په یوې ټرافیکي پېښه کې د ۵ پولیسو په ګډون ۶ کسان وژل شوي دي.

د وډه مرستیال کمیشنر اقبال کهوسه بېګا مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه هغه مهال شوې چې له کوټې څخه لسبېلې ته په یو موټر کې روانو پولیسو د کراچۍ له خوا ورتلونکې لارۍ سره ټکر وکړ.کهوسه زیاته کړه چې په وژل شويو کې ۵ پولیس سرتيري دي.

وخت په وخت د بلوچستان پر لویو لارو داسې پېښې کيږي. چارواکو یې لامل د سړکونو تنګوالی او د ټرافیکو اصولو نه عملي کېده بللي دي. د بلوچستان وزیراعلی عبدالقدوس بزینجو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې له وزیراعظم څخه یې د يو ليک له لارې غوښتنه کړې ده چې د کراچۍ او کوټې سړک دوه لارې کولو کار دې تیز کړل شي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG