د لاسرسي ځای

تازه خبر

لسبيله:‌ له پُله د بس پريوتو او اور لګېدو پېښې ۴۰ کسان وژلي


لویدلی او سوځېدلی ګاډی
لویدلی او سوځېدلی ګاډی

د بلوچستان په لسبيله کې له پُله کندې ته د يو ګاډي د پريوتو په پېښه کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان مړه شوي دي.

د لسبيلې مرستيال کمیشنر حمزه انجم د جنورۍ پر ۲۹مه، مشال راډيو ته وويل چې دومره ډير خلک ښايي له دې وجې هم مړه شوي وي، چې په بس کې تر غورځېدو وروسته اور لګيدلی وو.

انجم زیاته کړه چې دغه ګاډی له کوټې څخه کراچۍ ته پر لار وو چې د پُل يوې ستنې سره تر ټکر وروسته لویې کنډې ته ولوېد. د هغه په خبره په ګاډي کې ۴۸ کسان سپاره ول چې يو ماشوم او د ښځې په ګډون اته کسان ژوندي راوېستل شوي دي.

انجم زیاته کړه چې د وژل شويو کسانو پيژندګلوي هم مشکله وه ځکه چې د اور له وجې د ډيرو بدنونه سوځيدلي وو.

په بلوچستان کې د ګاډو د ټکر پېښې ډېرې شوې دي.د جنورۍ پر يوولسمه په پښين کې ۵ کسان وژل شوي وو.‌ تر دغې پېښې دوه ورځې مخکې، د جنورۍ پر نهمه په کلا سیف الله کې په يوه ټرافیکې پېښه کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۸ ژوبل شوي وو.

چارواکو د ډيرو ټکرونو وجه خراب سړکونه او د ډرايورانو بې احتياطي ښوولې ده. په بلوچستان کې د طبعي ناورینونو د نظم ادارې، پي ډي ایم اې، د جنورۍ پر څلورمه خبرداری ورکړی وو چې د ډېرې يخنۍ له وجې دې خلک پر سړکونو په احتیاط سفر وکړي.

یادې ادارې ویلي وو چې د صوبې د کوټې، چمن او پر نورو ۵۰ سړکونو یخ زیات لویږي چې له کبله یې اوبه یخی کېږي. له دې وجې سړکونه ښويه وي او د موټرو ټکرونه رامنځته کيږي.

XS
SM
MD
LG