د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې په ټرافیکي پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي


د واده بس په کلرکهار کې له یوې کږلیکې تېرېده چې له دوو ګاډو سره وجنګېد او بیا کندې ته پرېوت - د کلرکهار د موټروې پخوانی انځور.
د واده بس په کلرکهار کې له یوې کږلیکې تېرېده چې له دوو ګاډو سره وجنګېد او بیا کندې ته پرېوت - د کلرکهار د موټروې پخوانی انځور.

د پاکستان په پنجاب صوبه کې د واده د جنج یو بس له دوو ګاډو سره تر ټکر وروسته کندې ته پرېوتی چې پکې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۶۴ ژوبل دي.

د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) او پولیسو په وینا، په کلرکهار سیمه کې پېښه د فبرورۍ ۱‍۹مې شپې مهال شوې چې پکې ۱۲ کسان پر هغه ځای مړه شوي او دوو نورو د فبرورۍ پر ۲۰مه په روغتون کې سا ورکړه.

کلرکهار د چکوال ضلعې تحصیل دی چې له اسلام اباده شاوخوا ۱۰۰ کېلومیټره لیرې جنوب لویدیځ لوري ته پروت دی.

د پاکستان رسنۍ د چارواکو په حواله وايي، په پېښه کې د بس ډرېور هم وژل شوی دی او ژوبل کسان د کلرکهار تحصیل هېډکوارټر روغتون ته لېږدول شوي دي.

د چکوال ضلعې انتظامي مشرې قرة العین ملک د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ته ویلي چې هغه بس پر موټروې له اسلام اباده لاهور ته پر لاره وو او له یوې کږلیکې د تېرېدو په حال کې وو چې برېکونو ته کار پرېښود او له بل لوري له ورروانو دوو موټرو سره وجنګېد چې تر هغې وروسته خوړ ته پرېوت.

دا له دوو میاشتو څخه په کمه موده کې په پاکستان کې د ټرافیک څلورمه خونړۍ پېښه ده.

تر دې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د فبرورۍ پر اوومه د خيبر پښتونخوا د بر کوهستان په شتیال سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۵ کسان ووژل شول. هغه مهال چارواکو ویلي ول چې مرګژوبله پر قراقرم لويه لاره د یو مساپر وړونکي بس له یو وړکي موټر سره د جنګېدو له کبله شوې وه.

په کوهستان کې تر هغې پېښې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د خیبر پښتونخوا په بل ښار کواټ کې یو مساپر وړونکی فلاینګ کوچ (های اېس) ګاډی له بار وړونکې لارۍ سره وجنګېد چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول. هغه پېښه د فبرورۍ پر دویمه له کواټ سرنګ سره نېږدې شوې وه چې پولیسو یې لامل د لارۍ د ډرېور بې احتیاطي بللی وو.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۲۹مه د بلوچستان په لسبېله کې يوې کندې ته د يو مساپر وړونکي بس پرېوتو او وروسته پکې د اور لګېدو په پېښه کې د درو ماشومانو په ګډون ۴۱ کسان وژل شوي ول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د جنورۍ پر ۱۱مه د بلوچستان د پښتون مېشتې ضلعې پښین له خانوزیو سره نېږدې په ګوال سیمه کې په يوه ټرافیکي پېښه کې پینځه کسان وژل شوي او یو ژوبل شوی وو.

د جنورۍ پر اتمه د بلوچستان په کلا سیف الله کې د یو مساپر وړونکي بس او ټرک په ټکر کې لږترلږه شپږ کسان ووژل او ۲۸ ژوبل شول.

د لسبېلې ټرافیکي پېښې اغېزمنې کورنۍ د خپلوانو مړي غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

تر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا، بلوچستان، پنجاب، سیند او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې پر بېلابېلو لارو خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې دي.

پاکستان کې پخوانۍ ټرافیکي پېښې

د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر څلورمه د خیبر په تورخم کې یو بار وړونکې لارې له ګاډو سره وجنګېده چې پکې دوه تنه ووژل او اووه ژوبل شول.

تر دې مخکې په نومبر کې د سیند صوبې په سېهون کې یوې کندې ته د مساپرو د بس پرېوتو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان ووژل شول او ۱۳ ټپي شول.

د اکتوبر پر ۱۸مه د خیبر پښتونخوا په کورمه کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۲۹ زده کوونکي ژوبل شوي ول. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د اکتوبر پر ۱۲مه شپې ناوخته د کراچۍ او حیدراباد ترمینځ په نوري اباد سیمه کې په بس کې د اورلګېدو له وجې ۱۸ مساپر مړه شوي ول.

په اګست کې د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډی خوړ ته پرېوت چې پکې نهه سرتېري ووژل شول.

په جولای کې د خیبر پښتونخوا په سوات او ډېره اسماعیل خان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپي شوي ول. تر دې ۱۰ ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۰ کسان ووژل او نهه کسان ژوبل شول.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ټرافیکي پېښو لاملونه څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:23 0:00

د ۲۰۲۲ز کال د جون پر اتمه نېټه هم د کلا سیف الله په اخترزیو سیمه کې په یو ټرافیکي پېښه کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي چې پکې نهه تنه د یوې کورنۍ وو. د مې ۱۲مې پر سهار د پنجاب د حافظ اباد په کوټ لدا کې دوه مساپر وړونکي ګاډي له یو بل سره وجنګېدل چې پکې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون۱۲ کسان ووژل شول.

اخوا په خيبر ضلع کې د مرستندویه او ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي ول چې د اپرېل له پیل راهیسې د مې د لومړۍ اوونۍ تر پای پورې په لسګونه ټرافیکي پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ژوبل شوي ول.

د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو.

همداراز د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د پنجاب په ګوجراوالې ښار کې په ټرافیکي پېښه کې نهه کسان ووژل شول. همداراز، په جولای کې په بلوچستان کې پر سړک د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول. تر دې یوه میاشت مخکې، د جون پر ۱۱مه هم د بلوچستان په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG