د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د مساپرو بس اوښتو پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي


چارواکي وايي، ګاډی د جون پر ۱۱مه په خضدار کې اوښتی
چارواکي وايي، ګاډی د جون پر ۱۱مه په خضدار کې اوښتی

چارواکي وايي، د بلوچستان په خضدار کې د زیارت کوونکو بس اوښتو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان وژل شوي دي.

د خضدار انتظامي مشر بشیر احمد خبریالانو ته ویلي چې بس د جون ۱۱مې پر سهار د خضدار په وډ سیمه کې د پیر عبدالقادر نقشبندي پر مزار تر کلني عرس وروسته د سیند صوبې دادو ښار ته په لار وو چې واوښت.

د خضدار روغتون چارواکي وايي، په پېښه کې ۵۰ کسان ژوبل دي چې پکې د ۱۷ روغتیايي حالت خراب دی.

احمد زیاتوي چې له لومړیو پلټنو ښکاري چې ګاډی د تېز رفتار له وجې له ډرېوره بې قابو شوی او اوښتی دی.

چارواکي زیاتوي، د پېښې زیاتره ښکار شوي د سیند د دادو او نورو سیمو اوسېدونکي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG