د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې په ټرافیکي پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۰ ته رسېدلی


په پاکستان کې وخت په وخت په ټرافیکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې وخت په وخت په ټرافیکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي - پخوانی انځور.

د ژغورنې او مرستندویه چارو اداره وايي، د پاکستان په پنجاب کې یوه نهر ته د ټریکټر ټرالۍ پرېوتو په پېښه کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

په ډېره غازي خان ضلع کې د ادارې ځايي مشر احمد کمال د مارچ پر ۱۱مه اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې پېښه د جمعې پر ورځ شوې او ژغورونکو د ورځې تر پایه په ټرالۍ کې له سپرو ۴۶ کسانو څخه ۲۷ وژغورل.

دی وايي، تر هغې وروسته کارکوونکو د تیارې له وجې د ژغورنې عملیات وځنډول.

د کمال په خبره، د مارچ پر ۱۰مه یې د پېښې له ځایه پینځه مړي واېستل او د شنبې یا خالي پر ورځ یې پینځه نور مړي هم له اوبو واېستل. نوموړی وايي، په وژل شویو کې درې ماشومان او اووه ښځې دي.

د ژغورنې ادارې هغه چارواکی زیاتوي چې د نهو کسانو لټون روان دی.

د پاکستان رسنۍ وايي، سخت ژوبل کسان د ډېره غازي خان روغتون ته انتقال شوي دي.

د انګرېزۍ ژبې دي نیوز ورځپاڼه وايي، په ټرالۍ کې سپاره کسان د حضرت سخي سرور زیارت ته د عرس لپاره روان ول چې د پېښې ښکار شول.

هغه ورځپاڼه د چارواکو په حواله زیاتوي چې ښايي د پېښې لامل تېز رفتاري وي، خو نورو رسنیو لا دا خبره نه ده تایید کړې.

د انګرېزۍ ژبې بله ورځپاڼه ډان وايي، د ټریکټر په ټرالۍ کې سپاره زیاتره کسان د یو بل خپلوان ول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د فبرورۍ پر ۲۵مه د پنجاب په رحیم یار خان کې د یوه موټر د ټایر پرې کېدو او بیا له مساپر وړونکي بس سره په ټکر کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپي شوي ول. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې، د فبرورۍ پر ۱۹مه، د پنجاب په کلرکهار کې د جنج یو بس له دوو ګاډو سره تر ټکر وروسته کندې ته پرېوت چې پکې لږترلږه ۱۴ کسان ووژل شول او ۶۴ ژوبل شول.

تر دې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د فبرورۍ پر اوومه د خيبر پښتونخوا د بر کوهستان په شتیال سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۵ کسان ووژل شول. هغه مهال چارواکو ویلي ول چې مرګژوبله پر قراقرم لويه لاره د یو مساپر وړونکي بس له یو وړکي موټر سره د جنګېدو له کبله شوې وه.

په کوهستان کې تر هغې پېښې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د خیبر پښتونخوا په بل ښار کواټ کې یو مساپر وړونکی فلاینګ کوچ (های اېس) ګاډی له بار وړونکې لارۍ سره وجنګېد چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول. هغه پېښه د فبرورۍ پر دویمه له کواټ سرنګ سره نېږدې شوې وه چې پولیسو یې لامل د لارۍ د ډرېور بې احتیاطي بللی وو.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۲۹مه د بلوچستان په لسبېله کې يوې کندې ته د يو مساپر وړونکي بس پرېوتو او وروسته پکې د اور لګېدو په پېښه کې د درو ماشومانو په ګډون ۴۱ کسان وژل شوي ول.

د جنورۍ پر ۱۱مه د بلوچستان د پښتون مېشتې ضلعې پښین له خانوزیو سره نېږدې په ګوال سیمه کې په يوه ټرافیکي پېښه کې پینځه کسان وژل شوي او یو ژوبل شوی وو.

د جنورۍ پر اتمه د بلوچستان په کلا سیف الله کې د یو مساپر وړونکي بس او ټرک په ټکر کې لږترلږه شپږ کسان ووژل او ۲۸ ژوبل شول.

د لسبېلې ټرافیکي پېښې اغېزمنې کورنۍ د خپلوانو مړي غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

تر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا، بلوچستان، پنجاب، سیند او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې پر بېلابېلو لارو خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې دي.

پاکستان کې پخوانۍ ټرافیکي پېښې

د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر څلورمه د خیبر په تورخم کې یو بار وړونکې لارې له ګاډو سره وجنګېده چې پکې دوه تنه ووژل او اووه ژوبل شول.

تر دې مخکې په نومبر کې د سیند صوبې په سېهون کې یوې کندې ته د مساپرو د بس پرېوتو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان ووژل شول او ۱۳ ټپي شول.

د اکتوبر پر ۱۸مه د خیبر پښتونخوا په کورمه کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۲۹ زده کوونکي ژوبل شوي ول. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د اکتوبر پر ۱۲مه شپې ناوخته د کراچۍ او حیدراباد ترمینځ په نوري اباد سیمه کې په بس کې د اورلګېدو له وجې ۱۸ مساپر مړه شوي ول.

په اګست کې د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډی خوړ ته پرېوت چې پکې نهه سرتېري ووژل شول.

په جولای کې د خیبر پښتونخوا په سوات او ډېره اسماعیل خان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپي شوي ول. تر دې ۱۰ ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۰ کسان ووژل او نهه کسان ژوبل شول.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ټرافیکي پېښو لاملونه څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:23 0:00

د ۲۰۲۲ز کال د جون پر اتمه نېټه هم د کلا سیف الله په اخترزیو سیمه کې په یو ټرافیکي پېښه کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي چې پکې نهه تنه د یوې کورنۍ وو. د مې ۱۲مې پر سهار د پنجاب د حافظ اباد په کوټ لدا کې دوه مساپر وړونکي ګاډي له یو بل سره وجنګېدل چې پکې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون۱۲ کسان ووژل شول.

اخوا په خيبر ضلع کې د مرستندویه او ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي ول چې د اپرېل له پیل راهیسې د مې د لومړۍ اوونۍ تر پای پورې په لسګونه ټرافیکي پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ژوبل شوي ول.

د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو.

همداراز د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د پنجاب په ګوجراوالې ښار کې په ټرافیکي پېښه کې نهه کسان ووژل شول. همداراز، په جولای کې په بلوچستان کې پر سړک د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول. تر دې یوه میاشت مخکې، د جون پر ۱۱مه هم د بلوچستان په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG