د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په ټرافیکي پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي


د پاکستان دولتي راډیو وايي، ټرافیکي پېښه د مې پر ۱۲مه د پنجاب په حافظ اباد کې شوې.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، ټرافیکي پېښه د مې پر ۱۲مه د پنجاب په حافظ اباد کې شوې.

د پنجاب په حافظ اباد ضلع کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او اته ژوبل دي.

د پاکستان دولتي راډیو او د هغه هېواد رسنیو ویلي دي چې په وژلیو کې ۱۱ کسان د یوې کورنۍ غړي ول.

د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) په وینا، د مې ۱۲مې پر سهار د حافظ اباد په کوټ لدا کې دوه مساپر وړونکي ګاډي له یو بل سره وجنګېدل. د ادارې په خبره، ژوبل کسان د حافظ اباد روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان رسنۍ وايي، د پېښې ښکار زیاتره کسان د ګوجراوالې اوسېدونکي دي چې په سرګودې کې په یوه عرس کې تر ګډون وروسته کورونو ته روان ول.

د پنجاب اعلا وزیر شهباز شریف پولیسو ته د پېښې د پلټنو امر کړی دی.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د روان کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو.

تر دې مخکې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د پنجاب په ګوجراوالې ښار کې په ټرافیکي پېښه کې نهه کسان ووژل شول. همداراز، په جولای کې په بلوچستان کې پر سړک د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول. تر دې یوه میاشت مخکې، د جون پر ۱۱مه هم د بلوچستان په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG