د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهستان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي


په کوهستان کې تر دې وړاندې هم ټرافيکي پېښې شوې دي ــ د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۴مې انځور
په کوهستان کې تر دې وړاندې هم ټرافيکي پېښې شوې دي ــ د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۴مې انځور

د خيبر پښتونخوا د بر کوهستان په شتیال سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، د فبرورۍ پر اوومه پر قراقرم لويه لاره یو مساپر وړونکی بس له یو وړکي موټر سره ټکر شو.

تر دې مخکې د دیامیر انتظامي مشر د ۲۱ کسانو وژل کېدل تایید کړي دي خو راډیو وايي چې په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۵ ته لوړ شوی دی. له دې پرته، یوشمېر پاکستانۍ رسنۍ د مرګژوبلې شمېر تر دې هم زياتې يادوي.

راډیو وايي، د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) کارکوونکي د پېښې ځای ته ورسېدل او له هغه ځایه یې د وژل شویو جسدونه روغتونونو ته انتقال کړل.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې مساپر وړونکی بس د ګلګلت بلتسان له غیزر سیمې څخه د پنجاب راولپېنډۍ ته روان وو چې د پېښې ښکار شو.

د قراقرم لویه لاره د کوهستان په ګډون د خیبر پښتونخوا له یوشمېر شمالي سیمو تېرېږي او داراز، د پاکستان تر واک لاندې له ګلګت بلتستانه ان د چین تر شینجیانګ (سینکیانګ) غځېږي. هغه لاره په بېلابېلو ځایونو کې تنګه ده او له لوړو، لوړو غرونو تېرېږي.

په سیمه کې يوشمېر کسانو پر ټولنيزو رسنيو د هغې پېښې په اړه انځورونه او ويډيوګانې شريکې کړې دي.

د پاکستان ولسمشر محمد عارف علوي او وزیراعظم شهباز شریف پر ټرافیکي پېښې خواشیني ښکاره کړې ده.

په کوهستان کې تر دې پېښې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د خیبر پښتونخوا په بل ښار کواټ کې یو مساپر وړونکی فلاینګ کوچ (های اېس) ګاډی له بار وړونکې لارۍ سره وجنګېد چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول. هغه پېښه د فبرورۍ پر دویمه له کواټ سرنګ سره نېږدې شوې وه چې پولیسو یې لامل د لارۍ د ډرېور بې احتیاطي بللی وو.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۲۹مه د بلوچستان په لسبېله کې يوې کندې ته د يو مساپر وړونکي بس پرېوتو او وروسته پکې د اور لګېدو په پېښه کې د درو ماشومانو په ګډون ۴۱ کسان وژل شوي ول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د جنورۍ پر ۱۱مه د بلوچستان د پښتون مېشتې ضلعې پښین له خانوزیو سره نېږدې په ګوال سیمه کې په يوه ټرافیکي پېښه کې پینځه کسان وژل شوي او یو ژوبل شوی وو.

د جنورۍ پر اتمه د بلوچستان په کلا سیف الله کې د یو مساپر وړونکي بس او ټرک په ټکر کې لږترلږه شپږ کسان ووژل او ۲۸ ژوبل شول.

د لسبېلې ټرافیکي پېښې اغېزمنې کورنۍ د خپلوانو مړي غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

تر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا، بلوچستان، پنجاب، سیند او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې پر بېلابېلو لارو خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې دي.

پاکستان کې پخوانۍ ټرافیکي پېښې

د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر څلورمه د خیبر په تورخم کې یو بار وړونکې لارې له ګاډو سره وجنګېده چې پکې دوه تنه ووژل او اووه ژوبل شول.

تر دې مخکې په نومبر کې د سیند صوبې په سېهون کې یوې کندې ته د مساپرو د بس پرېوتو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان ووژل شول او ۱۳ ټپي شول.

د اکتوبر پر ۱۸مه د خیبر پښتونخوا په کورمه کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۲۹ زده کوونکي ژوبل شوي ول. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د اکتوبر پر ۱۲مه شپې ناوخته د کراچۍ او حیدراباد ترمینځ په نوري اباد سیمه کې په بس کې د اورلګېدو له وجې ۱۸ مساپر مړه شوي ول.

په اګست کې د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډی خوړ ته پرېوت چې پکې نهه سرتېري ووژل شول.

په جولای کې د خیبر پښتونخوا په سوات او ډېره اسماعیل خان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپي شوي ول. تر دې ۱۰ ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۰ کسان ووژل او نهه کسان ژوبل شول.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ټرافیکي پېښو لاملونه څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:23 0:00

د ۲۰۲۲ز کال د جون پر اتمه نېټه هم د کلا سیف الله په اخترزیو سیمه کې په یو ټرافیکي پېښه کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي چې پکې نهه تنه د یوې کورنۍ وو. د مې ۱۲مې پر سهار د پنجاب د حافظ اباد په کوټ لدا کې دوه مساپر وړونکي ګاډي له یو بل سره وجنګېدل چې پکې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون۱۲ کسان ووژل شول.

اخوا په خيبر ضلع کې د مرستندویه او ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي ول چې د اپرېل له پیل راهیسې د مې د لومړۍ اوونۍ تر پای پورې په لسګونه ټرافیکي پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ژوبل شوي ول.

د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو.

همداراز د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د پنجاب په ګوجراوالې ښار کې په ټرافیکي پېښه کې نهه کسان ووژل شول. همداراز، په جولای کې په بلوچستان کې پر سړک د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول. تر دې یوه میاشت مخکې، د جون پر ۱۱مه هم د بلوچستان په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG