د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي دي


د اکتوبر پر ۱۲مه په سیند کې د مساپرو بس کې د اور لګېدو پېښه کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د اکتوبر پر ۱۲مه په سیند کې د مساپرو بس کې د اور لګېدو پېښه کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د پاکستان د سیند صوبې په سېهون کې یوې کندې ته د مساپرو د بس پرېوتو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي او ۱۳ ژوبل دي.

د جامشورو ضلعې انتظامي مشر فرید الدین مصطفا د نومبر پر ۱۷مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې بس له خیرپور ناتن شاه سیمې څخه سېهون شریف ته پر لاره وو چې د پنجشنبې (زیارت) پر ماښام پر اباسین لویه لاره (انډس های وې) کندې ته پرېوت. "په پېښه کې ۲۰ کسان مړه شوي او ۱۳ کسان په ژوبل حالت کې روغتون ته لېږدول شوي دي. په وژل شویو کې ۱۰ ماشومان او اته ښځې شاملې دي. دوی په سېهون کې د لال شهباز قلندر مزار ته روان ول. دا پېښه د تېز رفتارۍ له وجې شوې ده."

مصطفا زیاته کړه چې سړک د سېلابي اوبو اېستلو لپاره کیندل شوی وو او اوسمهال یې د لویو لارو ادارې کارکوونکو د بیاودانولو چارې پر مخ وړلې خو پکې کنده لا هم نه وه ډکه شوې.

د پېښې عیني شاهدانو پر ټولنیزو شبکو دعوه کړې ده چې هغه سړک دوه میاشتې مخکې کیندل شوی وو چې لا هم نه دی جوړ شوی.

په کراچۍ کې یو ډرېور د ګاډي چلولو پر وخت د احتیاط سپارښتنې لپاره بینر په لاسونو کې نیولی دی - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې یو ډرېور د ګاډي چلولو پر وخت د احتیاط سپارښتنې لپاره بینر په لاسونو کې نیولی دی - پخوانی انځور.

د سېهون یوه ځايي خبریال راشد سومرو مشال راډیو ته وویل، د سیمې خلکو "ټول مړي او ژوبل کسان رااېستلي او بیا یې روغتون ته رسولي دي. ضلعي انتظامیې او پولیسو هېڅ مرسته نه ده کړې. تر پېښې څو ساعته وروسته انتظامیې له اوبو څخه ګاډی واېست. په روغتون کې د ژوبلو سمه درملنه نه کېږي ځکه چې اسانتیاوې نه لري."

د سیند صوبې د ټرانسپورټي او اطلاعاتي چارو وزیر شرجیل انعام مېمن د پېښې د پلټنو امر کړی دی او ویلي یې دي چې د غفلت کوونکو چارواکو ضد به سخت اقدامات کوي.

د سېهون پولیس وايي، د ټرافیکي پېښې ښکار ټول کسان د خیرپور ناتن شاه د یوې کورنۍ غړي دي او دا چې ډرېور یې هم خپلوان وو.

د سیند اعلاوزیر مراد علي شاه هم د پېښې د پلټنو امر کړی دی او د جامشورو د انتظاميې او د پولیسو مشرانو ته یې د اغېزمنې کورنۍ د مرستو لارښوونه کړې ده.

سيند کې ټرافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00

په پاکستان کې تر دې مخکې هم خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې دي. په هغه هېواد کې ټرافیکي پېښې اکثر پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو، د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو او د سړکونو خرابوالي له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

پاکستان کې پخوانۍ ټرافیکي پېښې

د اکتوبر پر ۱۸مه د خیبر پښتونخوا په کورمه کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۲۹ زده کوونکي ژوبل شوي ول. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د اکتوبر پر ۱۲مه شپې ناوخته د کراچۍ او حیدراباد ترمینځ په نوري اباد سیمه کې په بس کې د اورلګېدو له وجې ۱۸ مساپر مړه شوي ول.

په اګست کې د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډی خوړ ته پرېوت چې پکې نهه سرتېري ووژل شول.

په جولای کې د خیبر پښتونخوا په سوات او ډېره اسماعیل خان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپي شوي ول. تر دې ۱۰ ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۰ کسان ووژل او نهه کسان ژوبل شول.

د جون پر اتمه، د بلوچستان په کلا سیف الله کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۲ کسان ووژل شول او یو ماشوم ژوبل شو. د مې ۱۲مې پر سهار د پنجاب د حافظ اباد په کوټ لدا کې دوه مساپر وړونکي ګاډي له یو بل سره وجنګېدل چې پکې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون۱۲ کسان ووژل شول.

تر دې مخکې، په خيبر ضلع کې د مرستندویه او ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي ول چې د اپرېل له پیل راهیسې د مې د لومړۍ اوونۍ تر پای پورې په لسګونه ټرافیکي پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ژوبل شوي ول.

د روان کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو.

همداراز د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د پنجاب په ګوجراوالې ښار کې په ټرافیکي پېښه کې نهه کسان ووژل شول. همداراز، په جولای کې په بلوچستان کې پر سړک د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول.

تر دې یوه میاشت مخکې، د جون پر ۱۱مه هم د بلوچستان په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG