د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښین کې په ټرافیکي پېښه کې ۵ کسان وژل شوي دي


د جنورۍ پر اتمه د بلوچستان په کلا سیف الله کې د بس او ټرک په ټکر کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته - د جنورۍ نهمې انځور.
د جنورۍ پر اتمه د بلوچستان په کلا سیف الله کې د بس او ټرک په ټکر کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته - د جنورۍ نهمې انځور.

چارواکي وايي، د بلوچستان د پښتون مېشته ضلعې پښین له خانوزیو سره نېږدې په ګوال سیمه کې په ټرافیکي پېښه کې پینځه کسان وژل شوي او یو ژوبل دی.

د خانوزیو د لېویز ځواک چارواکو مشال راډیو ته وویل چې پېښه د جنورۍ پر ۱۱مه سهار مهال شوې ده. دوی وايي، یو موټر د ګیس سېلېنډرو له ټرالر سره وجنګېد.

دوی وویل چې د درو ښځو په ګډون پینځه واړه وژل شوي د بلوچستان د پولیسو یوه افسر مختیار حسین د کورنۍ غړي دي.

دوی زیاتوي چې په پېښه کې د ټرالر (لارۍ) ډرېور ژوبل شوی دی او دا چې لومړنۍ پلټنې ښيي چې ښايي پېښه د باران له وجې شوې وي.

تر دې مخکې په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) په یوه بیان کې مساپرو ته خبرداری ورکړی وو او ورته یې په یخو سیمو کې د ورښتونو پر مهال د سفر پر مهال د احتیاط سپارښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر اتمه د بلوچستان په کلا سیف الله کې د یو مساپر وړونکي بس او ټرک په ټکر کې لږترلږه شپږ کسان ووژل او ۲۸ ژوبل شول.

تر دې وړاندې هم د بلوچستان له مرکز کوټې څخه د سیند د کراچۍ، د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان او د پنجاب د ډېره غازي خان پر لوري پر غځېدلیو یوشمېر خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې دي.

د ۲۰۲۲ز کال د جون پر اتمه نېټه هم د کلا سیف الله په اخترزیو سیمه کې په یو ټرافیکي پېښه کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي چې پکې نهه تنه د یوې کورنۍ وو.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده چې اوږدې لاري لري خو په ځانګړې توګه نورو صوبو ته غځېدلې لارې د نورو صوبو په څېر پراخې او دوه رویه نه دي چې له کبله یې د خلکو په وینا، داسې خونړۍ پېښې کېږي.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ټرافیکي پېښو لاملونه څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:23 0:00

له بلوچستان پرته د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت ټرافیکي پېښې د خلکو د مرګژوبلې لامل کېږي.

پاکستان کې پخوانۍ ټرافیکي پېښې

د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر څلورمه د خیبر په تورخم کې یو بار وړونکې لارې له ګاډو سره وجنګېده چې پکې دوه تنه ووژل او اووه ژوبل شول.

تر دې مخکې په نومبر کې د سیند صوبې په سېهون کې یوې کندې ته د مساپرو د بس پرېوتو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان ووژل شول او ۱۳ ټپي شول.

د اکتوبر پر ۱۸مه د خیبر پښتونخوا په کورمه کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۲۹ زده کوونکي ژوبل شوي ول. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د اکتوبر پر ۱۲مه شپې ناوخته د کراچۍ او حیدراباد ترمینځ په نوري اباد سیمه کې په بس کې د اورلګېدو له وجې ۱۸ مساپر مړه شوي ول.

سيند کې ټرافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00

په اګست کې د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډی خوړ ته پرېوت چې پکې نهه سرتېري ووژل شول.

په جولای کې د خیبر پښتونخوا په سوات او ډېره اسماعیل خان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپي شوي ول. تر دې ۱۰ ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۰ کسان ووژل او نهه کسان ژوبل شول.

د جون پر اتمه، د بلوچستان په کلا سیف الله کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۲ کسان ووژل شول او یو ماشوم ژوبل شو. د مې ۱۲مې پر سهار د پنجاب د حافظ اباد په کوټ لدا کې دوه مساپر وړونکي ګاډي له یو بل سره وجنګېدل چې پکې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون۱۲ کسان ووژل شول.

اخوا په خيبر ضلع کې د مرستندویه او ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي ول چې د اپرېل له پیل راهیسې د مې د لومړۍ اوونۍ تر پای پورې په لسګونه ټرافیکي پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ژوبل شوي ول.

د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو.

همداراز د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د پنجاب په ګوجراوالې ښار کې په ټرافیکي پېښه کې نهه کسان ووژل شول. همداراز، په جولای کې په بلوچستان کې پر سړک د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول. تر دې یوه میاشت مخکې، د جون پر ۱۱مه هم د بلوچستان په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG