د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې ټرافيکي پېښو کې ۲۹ زده کوونکي ژوبل شوي دي


دا د ګلګلت په چلاس کې د بس د ټکر انځور دی چې په ۲۰۱۹ز کال کې اخيستل شوی وو.
دا د ګلګلت په چلاس کې د بس د ټکر انځور دی چې په ۲۰۱۹ز کال کې اخيستل شوی وو.

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې په دوو بېلو ټرافيکي پېښو کې ۲۹ زده کوونکي ژوبل شوي دي.

په هغه ضلع کې په بېړنۍ توګه د ژغورنې کارکوونکې ادارې، ریسکيو ۱۱۲۲ وياند اعجاز حسېن د اکتوبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې يو ګاډی پر شيلوزون سړک اوښتی او بل پر ټل ــ پاړه چينار سړک د بجلۍ له ستنې سره جنګېدلی دی.

د پاړه چينار روغتون يو مشر ډاکټر، قیصر خان مشال راډيو ته ويلي چې په ژوبلو شويو کې د دريوو حالت ښه نه دی خو پاتې ۲۶ تر درملنې وروسته کورونو ته لېږدول شوي دي.

په پاکستان کې تر دې مخکې هم ټرافیکي پېښې شوې دي. په هغه هېواد کې ټرافیکي پېښې اکثر پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو، د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو او د سړکونو خرابوالي له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG