د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په بس کې د اورلګېدو پېښه کې ۱۸ کسان وژل شوي دي


یوشمېر مرستندویه کارکوونکو د اکتوبر تر ۱۳مې پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی وو.
یوشمېر مرستندویه کارکوونکو د اکتوبر تر ۱۳مې پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی وو.

چارواکي وايي، د کراچۍ او حیدراباد ترمنځ په نوري اباد سیمه کې د مساپرو په بس کې د اورلګېدو له وجې ۱۸ مساپر مړه شوي دي.

د جامشورو ضلعې انتظامي مشر فریدالدین مصطفا د اکتوبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، پېښه د چارشنبې (شورو) شپې ناوخته شوې ده او مساپر وړونکی بس له کراچۍ څخه خیرپور ناتن شاه ته روان وو. "دا د سېلاب ځپلو بس وو. کله چې ګاډی نوري اباد ته رسېدلی، ناڅاپي پکې اور لګېدلی او ۱۸ مساپر سوځېدلي او مړه دي."

دی وايي، وژل شوي ټول د یوې کورنۍ ول او د سېلابونو له وجې کراچۍ ته تللي ول چې اوس خپلې سیمې خیرپور ناتن شاه ته پر لاره وه.

مصطفا زیاتوي چې په وژل شويو کې اته ماشومان او یوشمېر ښځې هم شاملي دي.

د پېښې عیني شاهدانو پر ټولنیزو شبکو په بیانونو کې دعوه کړې ده چې د بیړني حالت پر وخت له بسه د وتلو ځانګړی ور خراب وو خو د موټروې پولیسو دا ادعا رد کړې او وايي، هغه دروازه سمه وه ځکه ورڅخه ۳۷ مساپر وتلي او ځانونه یې ژغورلي دي.

د اېدي فاونډېشن یو چارواکي مشال راډیو ته وویل چې ټول مړي یې ومینځل او خپلو سیمو ته یې ولېږدول - د اکتوبر ۱۳مې انځور.
د اېدي فاونډېشن یو چارواکي مشال راډیو ته وویل چې ټول مړي یې ومینځل او خپلو سیمو ته یې ولېږدول - د اکتوبر ۱۳مې انځور.

د موټروې پولیسو یوه مشر سید فرحان احمد خبریالانو ته وویل، چې په بس کې "۵۵ کسان سپاره ول چې سېلاب ځپلي ول. د بس د اېیرکنډېشنر په ځای کې ناڅاپي اور لګېدلی. زموږ تر څنګ نورو مرستندویه ادارو اور وواژه. په دې بس کې د بیړني حالت لپاره جوړه دروازه بالکل ټیک (سمه) وه چې ورڅخه مساپر وتلي دي."

هلته د مرستندویه ادارې اېدي فاونډېشن یو چارواکي فرحان سلمان د اکتوبر پر ۱۲مه شپې مهال مشال راډیو ته وویل، د وژل شویو ۱۸ کسانو جسدونه یې شپې مهال په سردخانه کې ایښي ول چې وروسته یې غسل ورکړی او خپلو سیمو ته یې لېږدولي دي.

سيند کې ټرافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00

د سیند اعلاوزیر مراد علي شاه او د ټرانسپورټي چارو وزیر شرجیل انعام مېمن اړوندو چارواکو ته د پېښې پلټنو امر کړی دی.

په پاکستان کې تر دې مخکې هم خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې دي. په هغه هېواد کې ټرافیکي پېښې اکثر پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو، د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو او د سړکونو خرابوالي له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

پاکستان کې پخوانۍ ټرافیکي پېښې

په جولای کې د خیبر پښتونخوا په سوات او ډېره اسماعیل خان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپي شوي ول. تر دې ۱۰ ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۰ کسان ووژل او نهه کسان ژوبل شول.

د جون پر اتمه، د بلوچستان په کلا سیف الله کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۲ کسان ووژل شول او یو ماشوم ژوبل شو. د مې ۱۲مې پر سهار د پنجاب د حافظ اباد په کوټ لدا کې دوه مساپر وړونکي ګاډي له یو بل سره وجنګېدل چې پکې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون۱۲ کسان ووژل شول.

تر دې مخکې، په خيبر ضلع کې د مرستندویه او ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي ول چې د اپرېل له پیل راهیسې د مې د لومړۍ اوونۍ تر پای پورې په لسګونه ټرافیکي پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ژوبل شوي ول.

د روان کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو.

همداراز د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د پنجاب په ګوجراوالې ښار کې په ټرافیکي پېښه کې نهه کسان ووژل شول. همداراز، په جولای کې په بلوچستان کې پر سړک د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول. تر دې یوه میاشت مخکې، د جون پر ۱۱مه هم د بلوچستان په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG