د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ملتپاله سیاستوال عبدالحی بلوڅ په ټرافیکي پېښه کې وژل شوی


د بلوڅ د کورنۍ غړي وايي، نوموړی په بهاولپور کې د ټرافیکي پېښې ښکار شو.
د بلوڅ د کورنۍ غړي وايي، نوموړی په بهاولپور کې د ټرافیکي پېښې ښکار شو.

د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په یوه ټرافیکي پېښه کې وژل شوی دی.

د بلوڅ د کورنۍ غړو مشال راډیو ته وویل، هغه د فبرورۍ پر ۲۵مه د پنجاب له بهاولپوره د لودران ښار پر لوري روان وو چې د ټرافیکي پېښې ښکار شو. د دوی په خبره، ۷۶ کلن ډاکتر عبدالحی بلوڅ په یوه غونډه کې د ګډون لپاره فیصل اباد ته تللی وو او د فبرورۍ پر ۲۴مه یې شپه په بهاولپور کې کړې وه.

په پاکستان کې د سړکونو خرابوالي، پر وخت د ګاډو مرمت نه کېدو، تر اوږدې مودې د ګاډو استعمال او د ډرېورانو د بې احتیطاطۍ له وجې هر کال لسګونه ټرافیکي پېښې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د کوټه وایس په نوم یوې خبري ووبپاڼې او بلوڅ ته نېږدې سرچینو ویلي چې د هغه جنازه به د فبرورۍ پر ۲۶مه په بلوچستان کې کېږي.

کوټه وایس ووبپاڼه د بلوچستان پخواني اعلا وزیر ډاکتر مالک بلوڅ له خولې زیاتوي چې د عبدالحي بلوڅ مړینه د "بلوڅانو د ملي غورځنګ لپاره نه جبرانېدونکی تاوان" دی.

د بلوچستان اسمبلۍ غړي ګهرام بګټي پر ټوېټر په بیان کې د ډاکتر بلوڅ په مړینه خپګان ښوولی دی.

د بلوچستان یو بل پخواني اعلا وزیر نواب اسلم رییساني پر ټوېټر په بیان کې د ډاکتر بلوڅ په مړینه د "زښت خپګان" څرګندونه کړې ده.

ډاکتر عبدالحی بلوڅ په ۱۹۷۰ز لسیزه کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی پاتې شوی وو او له لسیزو راهیسې یې د بلوڅانو د حقونو لپاره سیاسي مبارزه کوله. نوموړی د بلوڅ زده کوونکو سازمان (بلوچ سټوډنټس اورګنایزېشن) بنسټښود وو.

ډاکتر بلوڅ په ۱۹۴۵ز کال کې په بولان ضلع کې زېږېدلی وو او په مستونګ او د کراچۍ په ډاو میډیکل کالج کې یې لوړې زده کړې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG