د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب په رحیم یار خان کې ټرافیکي پېښې ۱۲ تنه وژلي


په پاکستان کې د ټرېفیک خونړۍ پېښې د تیزرفتارۍ او پر سړکونو د ټرافیک د قوانینو نه عملي کېدو له کبله کېږي. (انځور: ارشیف)
په پاکستان کې د ټرېفیک خونړۍ پېښې د تیزرفتارۍ او پر سړکونو د ټرافیک د قوانینو نه عملي کېدو له کبله کېږي. (انځور: ارشیف)

د پنجاب په رحیم یار خان کې ټرافیکي پېښې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژلي لو ۲۰ یې نور ټپي کړي دي.

دا پېښه د فبرورۍ ۲۵مې په شپه د پنجاب له ملتان څخه د سیند صوبې سکر ته پر تللې موټروې رامنځ ته شوې ده.

د پاکستان سرکاري راډیو پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې د فبرورۍ پر ۲۵مه سهار وختي شوې دې پېښه کې ګڼ شمېر کسان نور ټپي شوي هم دي.

خبر زیاتوي چې دا پېښه هغه مهال په رحیم یار خان کې شوې چې یو موټر د ټایر پرې کېدو له کبله اوښتی او ورپسې روان مسافر وړنکی بس او جیپ ورسره ټکر شوي دي.

د جنوبي پنجاب پولیسو هم پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې پېښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپي شوي دي.

بیان زیاتوي چې پنجاب په جنوب کې د پولیسو مشر مقصودالحسن پولیسو ته امر کړی چې د پېښه ځای ته ورشي او له اغېزمنو سره مرسته وکړي.

پولیس وايي چې د پېښې ژوبل کسان د رحیم یار خان شیخ زېد روغتون ته رسول شوي او لږ تر لږه د ۱۴ روغتیايي حالت ښه نه دی.

بل پلو د پاکستان یو شمېر رسنیو د وژل شوو شمېر ۱۳ او د ټپیانو هغه ۲۰ یاد کړی دی.

په پاکستان کې په دوامداره توګه د ټرېفیک خونړۍ پېښې رامنځ ته کېږي چې زیاتره وخت یې لامل تیزرفتارۍ او پر سړکونو د ټرافیک د قوانینو نه عملي کېده بلل کېږي.

تر دې یوازې شپږ ورځې وړاندې هم د پنجاب په چکوال ضلعه کې خونړۍ ټرافیکي پېښه رامنځ ته شوې وه.

د فبرورۍ پر ۱۹مه د چکوال په کلرکهار کې د واده د جنج یو بس له دوو ګاډو سره تر ټکر وروسته کندې ته پرېوتی وو چې پکې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۶۴ ژوبل وو.

داسې پېښې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم ډېرې رامنځته کېږي چېري چې سړکونه په مجموعي توګه د پنجاب صوبې تر هغوی په معیار کې کم بلل کېږي.

تر دې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د فبرورۍ پر اوومه د خيبر پښتونخوا د بر کوهستان په شتیال سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۵ کسان ووژل شول.

هغه مهال چارواکو ویلي ول چې مرګژوبله پر قراقرم لويه لاره د یو مساپر وړونکي بس له یو وړکي موټر سره د جنګېدو له کبله شوې وه.

XS
SM
MD
LG