د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کلاسېف الله کې ټرافیکي پېښې ۶ تنه وژلي او ۲۸ یې ټپي کړي دي‌


مسافر وړونکی بس له کوټې څخه د ږوب پر لاره خیبر پښتونخوا ته روان وو چې د کلا سېف الله په تور وڅکۍ سیمه کې له یو ټرک سره ټکر شوی دی.
مسافر وړونکی بس له کوټې څخه د ږوب پر لاره خیبر پښتونخوا ته روان وو چې د کلا سېف الله په تور وڅکۍ سیمه کې له یو ټرک سره ټکر شوی دی.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه کلا سیف الله کې په يوه ټرافيکي پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل شوي دي.

د کلا سیف الله د سول روغتون يو کارکونکي رفیع الله مشال راډيو ته وویل چې دا پېښه د جنورۍ پر اتمه ناوخته هغه مهال شوې چې یو بس له ټرک سره ټکر شوی دی.

ده وویل چې تر پېښه وروسته ۳۵ کسان ور وړل شوي وو چې درې نارینه او درې ښځې پکې وار له مخه مړه شوي وو.

رفيع الله زیاتوي چې ۲۴ کسان يې د نورې درملنې لپاره د کوټې سیول روغتون ته منتقل کړي دي او یوازې د ۶ ژوبل شویو علاج په کلا سېف الله کې روان دی.

له مسافر وړنکي بس سره ټکر شوی ټرک
له مسافر وړنکي بس سره ټکر شوی ټرک

د دوی په وینا، د مسافر وړونکی بس له کوټې څخه د ږوب پر لاره خیبر پښتونخوا ته روان وو چې د کلا سېف الله په تور وڅکۍ سیمه کې له یو ټرک سره ټکر شوی دی.

تر اوسه په دې اړه څه معلومات نه دي‌ ورکړل شوي چې د دې پېښې لامل څه وو. خو په بلوچستان کې د تیز رفتارۍ او د سړکونو د خراب حالت له امله داسې پېښې ډېرې رامنځ ته کېږي.

تر دې وړاندې هم د صوبې له مرکز کوټې څخه د سیند د کراچۍ، د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان او د پنجاب د ډېره غازي خان پر لور غځېدلیو سړکونو ګڼ شمېر خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې دي.

د ۲۰۲۲م کال د جون پر اتمه نېټه هم د کلا سېف الله په اخترزیو سیمه کې په یو ټرافیکي پېښه کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي وو.

د بلوچستان په کلاسېف الله کې د جون پر اتمه په شوې خونړۍ ټرافیکي پېښه کې چې کوم ۲۲ کسان وژل شوي وو، په هغوی کې نهه تنه یوازې د یوې کورنۍ وو.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ټرافیکي پېښو لاملونه څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:23 0:00

دا کورنۍ د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان د کولاچۍ وه خو له اوږدې مودې راهیسې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه بوري یا لورالايي کې مېشته ده.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده چې اوږدې لاري لري خو په ځانګړې توګه نورو صوبو ته غځېدلې لارې د نورو صوبو په څېر پراخې او دوه رویه نه دي چې له کبله یې د خلکو په وینا، داسې خونړۍ پېښې رامنځ ته کېږي.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG