د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کواټ په ټرافیکي پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۸ ته رسېدلی


پېښه د فبرورۍ پر دویمه ماښام مهال د کواټ په سرنګ کې شوې ده - پخوانی انځور.
پېښه د فبرورۍ پر دویمه ماښام مهال د کواټ په سرنګ کې شوې ده - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کواټ کې په یوه ترافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د وژل شویو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.

د کواټ د پولیسو ویاند فضل نعیم د فبرورۍ پر دویمه ماښام مهال تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل، چې یو مساپر وړونکی فلاینګ کوچ (های اېس) ګاډی له سرنګ سره نېږدې له بار وړونکې لارۍ سره وجنګېد.

نوموړي تر دې مخکې په پېښه کې د یو کس د ژوبلېدو خبر ورکړی وو خو اوس روغتیايي چارواکي وايي چې په پېښه کې دوه کسان ژوبل شوي دي.

د دوی په خبره، په وژل شویو کې دوه ښځې او درې ماشومان هم شامل دي.

هلته نعیم وايي، د مرستندویه ادارې ۱۱۲۲ کارکوونکي سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او ژوبل کسان او د وژل شویو جسدونه یې د کواټ لوی روغتون (ډېوېژنل هېډکوارټر هسپتال) ته ولېږدول.

تر دې وروسته د وژل شویو مړي د هغوی خپلوانو ته وسپارل شول.

د روغتون مشر ډاکتر خان عسکر وايي، په پېښه کې د ژوبلو کسانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

د پاکستان دولتي خبري اژانس وايي، مساپر وړونکی ګاډی له لکي مروته د پېښور پر لوري روان وو چې د پېښې ښکار شو.

د کواټ د پولیسو ویاند فضل نعیم د فبرورۍ پر دویمه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل، پېښه د لارۍ د ډرېور غفلت له وجې شوې ده او پر ضد یې په محمد ریاض شهید تاڼه کې مقدمه دایره شوې ده.

د فبرورۍ پر دویمه لارۍ له مساپر وړونکي ګاډي سره تر جنګېدو وروسته واوښته
د فبرورۍ پر دویمه لارۍ له مساپر وړونکي ګاډي سره تر جنګېدو وروسته واوښته

کواټ سرنګ یا ټنل د جاپان په مالي مرسته جوړ شوی وو او په ۲۰۰۳ز کال کې د ګاډو تګ راتګ لپاره پرانیستل شو. د غره په لمن کې د هغه سرنګ یوه برخه په کواټ او بله یې له ادمخېل درې سره نېږدې پرته ده. په هغه شاوخوا دوه کېلومیټره اوږد سرنګ کې دوه طرفه سړک دی چې پکې د رفتار حد ټاکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۲۹مه د کواټ په تانده ډیم کې د یوې کښتۍ اوښتو په پېښه کې د مدرسې د زده کوونکو ماشومانو په ګډون ۵۲ کسان وژل شوي ول. هغه ماشومان په مدرسه کې د حفظ تر بشپړولو وروسته ښوونکو په چکر ډیم ته بیولي ول.

پر هم هغه ورځ د بلوچستان په لسبېله کې له پله څخه د مساپر وړونکي ګاډي پرېوتو په پېښه کې ۴۱ کسان ووژل شول.

د لسبېلې ټرافیکي پېښې اغېزمنې کورنۍ د خپلوانو مړي غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د جنورۍ پر ۱۱مه سهار مهال د بلوچستان د پښین ضلعې له خانوزیو سره نېږدې د یوه موټر او لارۍ په ټکر کې د یوې کورنۍ پینځه غړي ووژل شول.

د جنورۍ پر اتمه د بلوچستان په کلا سیف الله کې د یو مساپر وړونکي بس او ټرک په ټکر کې لږترلږه شپږ کسان ووژل او ۲۸ ژوبل شول.

د ۲۰۲۲ز کال د جون پر اتمه نېټه هم د کلا سیف الله په اخترزیو سیمه کې په یو ټرافیکي پېښه کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي چې پکې نهه تنه د یوې کورنۍ وو.

تر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا، بلوچستان، پنجاب، سیند او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې پر بېلابېلو لارو خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې دي.

پاکستان کې پخوانۍ ټرافیکي پېښې

د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر څلورمه د خیبر په تورخم کې یو بار وړونکې لارې له ګاډو سره وجنګېده چې پکې دوه تنه ووژل او اووه ژوبل شول.

تر دې مخکې په نومبر کې د سیند صوبې په سېهون کې یوې کندې ته د مساپرو د بس پرېوتو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان ووژل شول او ۱۳ ټپي شول.

د اکتوبر پر ۱۸مه د خیبر پښتونخوا په کورمه کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۲۹ زده کوونکي ژوبل شوي ول. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د اکتوبر پر ۱۲مه شپې ناوخته د کراچۍ او حیدراباد ترمینځ په نوري اباد سیمه کې په بس کې د اورلګېدو له وجې ۱۸ مساپر مړه شوي ول.

په اګست کې د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډی خوړ ته پرېوت چې پکې نهه سرتېري ووژل شول.

په جولای کې د خیبر پښتونخوا په سوات او ډېره اسماعیل خان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپي شوي ول. تر دې ۱۰ ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۰ کسان ووژل او نهه کسان ژوبل شول.

د جون پر اتمه، د بلوچستان په کلا سیف الله کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۲ کسان ووژل شول او یو ماشوم ژوبل شو. د مې ۱۲مې پر سهار د پنجاب د حافظ اباد په کوټ لدا کې دوه مساپر وړونکي ګاډي له یو بل سره وجنګېدل چې پکې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون۱۲ کسان ووژل شول.

اخوا په خيبر ضلع کې د مرستندویه او ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي ول چې د اپرېل له پیل راهیسې د مې د لومړۍ اوونۍ تر پای پورې په لسګونه ټرافیکي پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ژوبل شوي ول.

د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو.

همداراز د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د پنجاب په ګوجراوالې ښار کې په ټرافیکي پېښه کې نهه کسان ووژل شول. همداراز، په جولای کې په بلوچستان کې پر سړک د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول.

تر دې یوه میاشت مخکې، د جون پر ۱۱مه هم د بلوچستان په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG