ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. له نوموړي سره پر ټوېټر یا فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
هلته د شمالي وزیرستان اوسیدونکي وايي، د بارانونو له وجې په ټوچي خوړ کې سېلابونه راغلي دي چې له وجې یې د خوړ پر غاړه د خلکو ولاړ فصلونه زیانمن کړي دي
د انتخاباتو کمېشن واييي چې د قامي اسمبلۍ پر۵، د پنجاب اسمبلۍ پر ۱۲، د خيبر پښتونخوا او بلوچستان اسمبلۍ پر دوو، دوو او د سيند اسمبلۍ پر یوه څوکۍ د ټاکنې لپاره ولس رایې اچوي.
په پاکستان کې د ټولنیزو شبکو فعالانو پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، پر محدودیتونو اندېښنې ښوولې دي. په هغه هېواد کې حکومت پخوا هم پر مختلفو ټولنیزو شبکو محدودیتونه لګولي دي. خو دا ځل حکومت د ټولنیزو شبکو او رسنیو لپاره د قوانینو د سختولو خبره کړې ده. نور په دې رپورټ کې.
ایران د اپرېل پر ۱۳مه شپې ناوخته پر اسراییلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بېساری برید پیل کړ. هغه ډرونونه او توغندي د اپرېل پر ۱۴مه شپې دوه بجې د اسراییلو فضايي حریم ته داخل شول خو د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام یې مخه نیولې ده. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د برید پر مهال د بیت المقدس په اسمان کې لویې چاودنې وشوې او د رڼا څراغونه لیدل کېدل. امریکايي ولسمشر جو بایډن هوډ ښوولی دی چې د منځني ختیځ پر وضعیت د بحث او حملې ته په همغږۍ د ځواب ورکولو لپاره د متحدینو غونډه ورغواړي.
په ترکیه کې يو تنظيم د معیوبه سپيو لپاره داسي ګاډي جوړ کړي چې هره ورځ يې ګرځوي. دغه سازمان د ۵۶۰ ځناورو ساتنه کوي چې ۳۰۰ يې معيوبه دي. د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې حکومت د افغان سېټېزن یا وګړیتوب کارډونو لرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه خبرونه یوازې ګنګوسې دي. د وزارت ویاند لطیف الرحمان د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې په ټوله صوبه کې د افغان سېټېزن کارډونو لرونکو سروې روانه ده
د ټاکنو کمېشن د مارچ پر ۳۰مه، په خبرپاڼه کې ويلي دي چې د سېنېټ انتخاباتو مهالوېش سره سم، ټاکل شوې وه چې د ۴۸ خالې څوکيو ډکولو لپاره د اپريل په دوېمه نېټه انتخابات وشي. د انتخاباتو لپاره ۱۴۷ نوماندانو کاغذونو جمع کړي ول.
د ترکیې د هوايي ډګر منتظمینو یوه پروژه پیل کړې چې پکې یو کس له سپیو سره ګرځي او د پروازونو په انتظار د ناستو خلکو د ساعت تېرۍ او اعصابو ارامولو هڅه کوي.
د افغانستان له پلازمېنې سره نېږدې په یو کیمپ کې شاوخوا ۸۰ کورنۍ مېشتې دي چې په وروستیو کې له پاکستانه ستنې شوې وې. پاکستان د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له پیل راهیسې د بې اسناده بهرنیانو، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د ایستلو عمل پیل کړ.
د امريکا ولسمشر جو بايډن د مارچ پر اوومه د کانګرس دواړو جرګو ته په کلنۍ وينا وکړه. نوموړي د اوکراين، منځني ختيځ او په هېواد کې دننه پر سیاسي او اقتصادي مسلو خبري وکړي. ګل اياز د رويټرز او د سپيني ماڼې له ويډیوګانو دا رپورټ جوړ کړی دی.
په درخواست کې دا هم ويل شوي چې په ۳۰ ورځو کې دې نوې انتخابات د عدليې تر څارنې لاندې وشي. دا راز دې په انتخاباتو کې د ټګيو پلټنې وشي او د ذمه وارو کسانو پر ضد دې د کاروايی امر ورکړل شي.
په خيبر پښتونخوا کې د اتمې فبرورۍ انتخاباتو غيرحتمي نتيجې اعلان شوي چې ترمخه يې د پاکستان تحريک انصاف ملاتړ لرونکو خپلواکه نوماندانو زياتې څوکۍ ترلاسه کړي دي. دا چې په صوبه کې به د حکومت جوړولو لپاره د تحريک انصاف ګوند څه سټراتيجي وي او له انتخاباتو وروسته نور سياسي ګوندونه په څه حال کې دي؟
په پېښور کې د تحریک انصاف دوو نوماندانو او ګڼو پلویانو د فقیر اباد تاڼې مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی او دعوه کوي چې انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا د دوو صوبايي اسمبلیو څوکیو د ټاکنو پایلې بدلې کړې دي. په پرلت کې د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ نوماندان هم ناست دي. کمېشن لا د هغوی احتجاج په اړه څه نه دي ویلي
په پاکستان کې دا ځل د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو لپاره ټول ۱۷،۸۱۶ کسان نوماندان ول چې لوی شمېر یې خپلواک امېدواران ول. له هغوی څخه یې ډېری د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) سیاستوالان یا د هغه ګوند ملاتړ لرونکي ول
په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو کې د رايې کارونې بهير د مازيګر پر پينځه بجې پای ته رسېدلی دی او د رايې شمېرلو عمل پيل شوی دی. د فبرورۍ پر اتمه په هغه هېواد کې د رايې کارونې بهير سهار اته بجې پيل شوی وو. ويډيويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې هم د فبرورۍ په اتمه خلکو د خپلو رایو د استعمالولو لپاره د رایو د مرکزونو ته مخه وکړه. که څه هم په سهار کې د خلکو شمېر کم وو خو بیا وروسته ډېر شو. د بېلابېلو ګوندونو پلویان خپلو نوماندانو ته رایې ورکوي. د پېښور خلک وايي، د راتلونکو ن
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه سهار اته بجې عام انتخابات پیل شول چې پکې د انتخاباتي کمېشن په وینا، مېلیونونه وګړي رایې کارولای شي. دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر اوومه د بلوچستان په دوو پښتون مېشته سیمو کې چاودنو ګڼو کسانو ته مرګژوبله واړوله. د انتخاباتي بهیر په اړه دا انځوریزه ګیلري وګورئ.
په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو لپاره عام انتخابات نن د فبرورۍ په اتمه پيل شول. د ملک د نورو برخو په شان په پېښور کې هم خلکو سهار په اتو بجو د رایو اچولو مرکزونو ته ورتګ پیل کړی دی. دا بهیر به بغیر له کوم ځنډه د ماښام تر پنځو بجو پورې روان وي. .
په پاکستان کې د فبرورۍ په اتمه عام انتخابات کېږي چې پکې به خلک د صوبايي او قامي اسمبلیو د څوکیو لپاره خپل استازي منتخبوي. دا انتخابات په داسې حال کې کېږي چې خلک د ګرانۍ او بې روزګارۍ له وجې د مشکلاتو سره مخامخ دي. موږ د انتخاباتو په اړه د پېښور له ځینو اوسېدونکو سره خبرې کړې دي.
نور وښیئ