د لاسرسي ځای

تازه خبر

کلا سیف الله کې په ټرافیکي پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۲ ته رسېدلی


چارواکی وايي، ګاډی د جون پر اتمه له غره لاندې کندې ته پرېووت.
چارواکی وايي، ګاډی د جون پر اتمه له غره لاندې کندې ته پرېووت.

د بلوچستان په کلا سیف الله کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی او یو ماشوم ژوبل دی.

د سیمې اوسېدونکو او خبریالانو مشال راډیوه ته وویل، پېښه د جون پر اتمه د بوري (لورالايي) او ژوب په منځ کې د کلاسیف الله په اخترزیو کې شوې ده.

د دوی په خبره، د سپرلیو ګاډی له بوري څخه د ژوب پر لوري روان وو چې له غره لاندې کندې ته پرېوت.

د کلا سیف الله روغتون مشر ډاکتر اختر مندوخېل مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه د پېښې له ځایه ۲۲ مړي وروړل شوي چې پکې پینځه ماشومان او پینځه ښځې شاملې دي.

ده وویل، یو سخت ټپي ماشوم یې تر لومړنۍ درملنې وروسته د کوټې سېول روغتون ته رسولی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې په ویګن کې څومره کسان سپاره ول ځکه چې مخکې د ژوب ځايي خبریالانو ویلي ول چې په ګاډي کې ۱۸ کسان ناست ول.

خبریالان او د سیمې اوسېدونکي وايي، ټرافیکي پېښه د کلاسیف الله په اخترزیو کې شوې ده.
خبریالان او د سیمې اوسېدونکي وايي، ټرافیکي پېښه د کلاسیف الله په اخترزیو کې شوې ده.

ډاکتر مندوخېل زیاتوي چې تر پېښې وروسته یې په روغتون کې بیړنی حالت اعلان کړ او ټول روغتیاپالان یې کار ته ورغوښتي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې ګاډی ولې له غره څخه پرېوت خو د کلا سیف الله انتظامي مشر حافظ قاسم مشال راډیو ته وویل، انتظامي چارواکي او د لېویز ځواک سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي او هلته یې پلټنې پیل کړې دي.

چارواکي وايي، تر اوسه په پېښه کې د دوو مړو کسانو پېژندګلوي شوې چې د بوري اوسېدونکي ول. دوی زیاتوي، ځینې وژل شوي کسان د خیبر پښتونخوا د لکي مروت او ډېره اسماعیل خان اوسېدونکي ول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د مې ۱۲مې پر سهار د پنجاب د حافظ اباد په کوټ لدا کې دوه مساپر وړونکي ګاډي له یو بل سره وجنګېدل چې پکې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون۱۲ کسان ووژل شول.

تر دې مخکې په خيبر ضلع کې د مرستندویه او ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي ول چې د اپرېل له پیل راهیسې د مې د لومړۍ اوونۍ تر پای پورې په لسګونه ټرافیکي پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ژوبل دي.

د ادارې په خبره، زیاتره پېښې د تېزرفتارۍ او د ټرافیک قوانینو نه عملي کولو له وجې شوې دي.

د روان کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو.

تر دې مخکې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د پنجاب په ګوجراوالې ښار کې په ټرافیکي پېښه کې نهه کسان ووژل شول. همداراز، په جولای کې په بلوچستان کې پر سړک د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول. تر دې یوه میاشت مخکې، د جون پر ۱۱مه هم د بلوچستان په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG