د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: په روژه او د اختر ورځو کې ټرافیکي پېښو ۱۲ کسان وژلي، تر ۹۰ زیات ژوبل


د رېسکیو ۱۱۲۲ ویاند وايي، زیاتره پېښې د تېزرفتارۍ او ټرافیکي قوانینو نه عملي کېدو له وجې شوي - پخوانی انځور.
د رېسکیو ۱۱۲۲ ویاند وايي، زیاتره پېښې د تېزرفتارۍ او ټرافیکي قوانینو نه عملي کېدو له وجې شوي - پخوانی انځور.

په خيبر ضلع کې د مرستندویه او ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) وايي، د روژې په میاشت او د اختر په ورځو کې په لسګونه ټرافیکي پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ژوبل دي.

د ادارې ویاند مقصود اپرېدي د مې پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د مې له دویمې نېټې راهیسې په یوشمېر ټرافیکي پېښو کې لږترلږه اووه کسان ووژل او تر ۵۰ زیات ژوبل شول.

د ده په خبره، زیاتره پېښې د تېزرفتارۍ او د ټرافیک قوانینو نه عملي کولو له وجې شوې دي. "د اختر په ورځو کې چې کوم ټرافیکي حادثات شوي هغه زیاتره د تېزرفتارۍ له وجې شوي [چې پکې] د موټرسایکل او د ګاډو" دواړو پېښې شاملې دي.

اپرېدی وايي، په اپرېل کې د خیبر درې پر لویه لاره لږترلږه ۳۷ ټرافیکي پېښې وشوې چې پکې پینځه کسان ووژل او تر ۴۰ زیات ژوبل شول.

بل لوري ته د خیبر د ټرافیک پولیسو یوه چارواکي مظهر خان مشال راډیو ته وویل، په پېښو کې یې زیاتوالي ته په کتو یې په سختۍ د قوانینو عملي کولو ته دوام ورکړی دی او د سرغړوونکو ضد کارروايي کوي.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د روان کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان یو ملتپاله سیاستوال ډاکتر عبدالحی بلوڅ په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو.

تر دې مخکې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د پنجاب په ګوجراوالې ښار کې په ټرافیکي پېښه کې نهه کسان ووژل شول. همداراز، په جولای کې په بلوچستان کې پر سړک د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول. تر دې یوه میاشت مخکې، د جون پر ۱۱مه هم د بلوچستان په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG