د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د ټرافيکي پېښو لاملونه څه دي؟


په بلوچستان کې مرستندویه اداره ۱۱۲۲ وايي، یوازې داسې پېښې د خلکو پام ځان ته اړوي چې پر یوه ځای ډېر کسان پکې ووژل شي.
په بلوچستان کې مرستندویه اداره ۱۱۲۲ وايي، یوازې داسې پېښې د خلکو پام ځان ته اړوي چې پر یوه ځای ډېر کسان پکې ووژل شي.

د بلوچستان په کلاسېف الله کې د جون پر اتمه په شوې خونړۍ ټرافیکي پېښه کې چې کوم ۲۲ کسان وژل شوي وو، په هغوی کې نهه تنه یوازې د یوې کورنۍ وو.

دا کورنۍ د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان د کولاچۍ وه خو له اوږدې مودې راهیسې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه بوري یا لورالايي کې مېشته ده.

د دې کورنۍ یو غړي محمد نوید د جون پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې مشر ورور یې د کورنۍ نور غړي کولاچۍ ته روان کړي وو خو د کلاسیف الله په اخترزۍ سیمه کې پر یوه ځای ووژل شو.

ده وویل: "دا ورور مې روان شوی وو، بچیان یې رسول کولاچۍ ته، د اخترزي پر ګړنګ دا پېښه وشوه، موږ چې ورغلو نو ومو لیدل چې د کورنۍ نهه تنه مو مړه دي، بس موږ ته دا حادثه راپېښه شوه خو موږ د بوریوالو خلکو، د کلاسیف الله او ږوب د خلکو ډېره مننه کوو، له موږ سره یې ډېره مرسته وکړه."

د دې کورنۍ یوه بل غړي محمد شریف مشال راډیو ته وویل، که څه هم د دوی وژل شوي نهه تنه بیرته نشي ژوندي کېدای خو حکومت باید دې مسلې ته پام وکړي.

ده زیاته کړه: "غوښتنه مو دا ده چې دا سړکونه دې سم کړي او بله دا چې د کومو خلکو موټر چلول زده نه وي او نه یې هم لایسنس وي، هغه دې موټر نه چلوي ځکه چې دی یو وي خو شل تنه نور ورسره په موټر کې ملګري وي."

د مرستندویه ادارې ۱۱۲۲ د بېړنیو طبي مرستو صوبايي مشر سمیع الرحمان مندوخېل د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې یوازې داسې پېښې د خلکو پام ځان ته اړوي چې پر یوه ځای ډېر کسان پکې ووژل شي. ده وویل چې په روان کال کې تر اوسه یوازې د کوټې کراچۍ او کوټې ږوب ترمنځ لارو باندې ۱۲۳ کسان وژل شوي دي.

ده وویل: "په دې کې ۵۶ کسان د کوټې او کراچۍ ترمنځ وژل شوي او د کوټې او ږوب ترمنځ سړک باندې تر ۷۰۰ زیاتې ټرافیکي پېښې شوي دي چې څه باندې ۱۱۰۰ کسان پکې ټپي شوي او ۴۳ وژل شوي دي."

سمیع الرحمان مندوخېل دا هم وویل چې پر دې سړکونو مرګونه ځکه کېږي چې سړکونه تنګ دي او ځانګړي پولیس نه لري.

ده زیاته کړه: "سړکونه یو رویه دي نو د زیات ټرافیک او تېز رفتار له کبله مړي کېږي، بل پر دې لارو ځانګړي ټرافیکي پولیس نشته چې خلکو ته له قانونه پر سرغړونو سزا ورکړي."

د بلوچستان د مواصلاتو وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ د جون پر لسمه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې دوی د ټرافیکي پېښو په اړه په اسمبلۍ کې بحث کړی دی.

ده وویل:"یو خو له کچلاغ څخه تر ږوب پورې د سړک دوه رویه کولو کار روان دی او د حکومت هڅه ده چې زر تر زره جوړ شي او بل موږ پولیسو ته ویلي چې پر دې سړکونو د موټر چلوونکو لایسنسونه وګوري او د موټر چلولو پر وخت د موبایل پر استعمال بندیز په کلکه عملي کړي."

بلوچستان د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده چې اوږدې لاري لري خو په ځانګړې توګه نورو صوبو ته غځېدلې لارې د نورو صوبو په څېر پراخې او دوه رویه نه دي چې له کبله یې د خلکو په وینا، داسې خونړۍ پېښې رامنځ ته کېږي.

XS
SM
MD
LG