پراګ: په بلوچستان کې میشتو پښتنو قبیلو د سیمې کلتوري او ټولنیز قدرونه ژوندي ساتلي دي او د ولسي سندرو، روایتي اتڼونو او کاکړیو غاړو په بڼه یې د خپل تاریخ او ټولنیز ژوند ځینې حوالې خوندي کړې دي.
کوټه / پراګ: د پاکستان د پلان جوړونې او پرمختیا مرکزي وزیر احسن اقبال وايي چې د کاشعر – ګوادر ترمنځ پر اقتصادي راهدارۍ یې د بلوچستان د سیاسي ګوندونو اندېښنې لرې کړې دي.
کوټه / پراګ: د پاکستان د پلان جوړونې او پرمختیا مرکزي وزیر احسن اقبال وايي چې د کاشعر – ګوادر ترمنځ پر اقتصادي راهدارۍ یې د بلوچستان د سیاسي ګوندونو اندېښنې لرې کړې دي. احسن اقبال دا ادعا د جمعې پر ورځ د بلوچستان له اعلی وزیر نواب ثناراالله زهري سره په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې وکړه. احسن اقبال وویل ، کاشعر – ګوادر ترمنځ پر اقتصادي راهدارۍ یې د بلوچستان له ټولو سیاسي ګوندونو سره خبرې اترې کړې دي او په دې اړه یې د ټولو ګوندونو شکايتونه لرې کړي دي.
اسلام اباد: پاکستان وايي، په افغانستان کې د امن لپاره له وسله والو طالبانو سره د خبرو اتور پیلولو د لارو چارو سنجولو په موخه څلور اړخیزه غونډه د دوشنبې پر ورځ کېږي.
اسلام اباد: پاکستان وايي، په افغانستان کې د امن لپاره له وسله والو طالبانو سره د خبرو اتور پیلولو د لارو چارو سنجولو په موخه څلور اړخیزه غونډه د دوشنبې پر ورځ کېږي. د پاکستان د بهرنيو وزارت چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل ، په اسلام اباد کې کېدونکې دې غونډه کې به د پاکستان ، افغانستان ، امريکا او چين استازي برخه اخلي. چارواکي زياتوي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خليل کرزی د خپل هېواد او اعزاز احمد چوهدري د پاکستان استازیتوب کوي. دا غونډه له هغه وروسته کېږي چې د تېر ډسمبر میاشتې پر نهمه نېټه په اسلام اباد کې د آسیا زړه استنبول بهیر نومي کنفرانس په پنځه غونډه کې پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې به د سولې لپاره د خبرو اترو درېدلې لړۍ بیا پیلوي.
د دې غیر رسمي اسمبلۍ په مرسته به نه یوازې ښځې په خپلو حقونو خبرې شي بلکې د دوی کړې سپارښتنې به په حکومتي قانونسازۍ کې هم یوه لویه مرسته وکړي.
د ولسمشر له دفتره په خپور شوي پروني بیان کې په ایران کې د سعودي عرب پر سفارت او قونصلګرۍ د مظاهره کوونکو حملې ته په اشاره ویل شوي، ((د ویانا د ډېپلوماټیکو اړیکو له نړیوال کنوېنشن)) سره سم، دا د هر هېواد دنده ده چې د سفارتونو او ډېپلوماټانو ساتنه باوري کړي.
افغان حکومت د سعودي عرب او ایران ((د اړیکو پر ترینګلتیا)) د خواشینۍ څرګندونه کړې. د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي، ((د ویانا د ډېپلوماټیکو اړیکو له نړیوال کنوېنشن)) سره سم، دا د هر هېواد دنده ده چې د سفارتونو ساتنه باوري کړي. د سیاسي چارو له پوه او پخواني ولسمشر له ویاند اېمل فیضي سره مرکه واورئ.
د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر راپورته شوې نوې لانجې دا مهال په پیښور کي د جمعيت العماء اسلام په کوربه توب یوه ټول ګونديزه سیاسي غونډه روانه ده. د مشال راډيو همکار مجيد بابر د ياد ګوند له مرکزي ویاند جلیل جان سره مرکه کړي او په سر کي يې ترې پوښتلي چی په دې غونډه کي د کومو کومو ګوندونو سیاسي مشران ګډون کوي او تر پر کومو ټکیو او کړنلاره خبرې کېږي. ښاغلي جلیل جان یې په اړه وايي.
د باچا امان الله خان ؛ارګ؛ چې ونیلو شو نو ټول ګلونه پکې ورېبل شول او پرځای یې سبزیانې پکې وکرلې، د جینکو ښونځي وتړل شول، د پرمختیا ټولې منصوبې ونغاړل شوې.
دا د 56.7 اربه ډالرو پروژه ده چې په کې تر ټولو زيات33.8 اربه ډالره د توانايي، 5.9 اربه ډالره د سړک، 3.7 اربه ډالره د رېل پټلۍ او ګوادر لپاره 0.7 اربه ډالره دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته